د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۹

د مالګې پر واردولو بندیز؛ یو شمېر سوداګر: راوړل یې اړین دي، افغانستان با کیفیته مالګه نه لري


د افغانستان مالګه - تصویر له ارشیفه
د افغانستان مالګه - تصویر له ارشیفه

د طالبانو حکومت افغانستان ته د خامې او پروسس شوې مالګې په واردولو بندیز لګولی او د افغانستان له کانونو څخه د مالګې په استخراج یې ټینګار کړی دی.

د طالبانو د حکومت د خوړو او درملو ملي اداره وايي، دا پرېکړه د طالبانو د حکومت د اقتصادي کمېسیون له‌خوا شوې ده.

د دې ادارې د خوړو د خوندیتوب عمومي رئیس نعمت الله ایوبي رسنیو ته په یوه استولي ویډیويي پیغام کې ویلي:

" په کلني ډول باندې افغانستان ۳۰۰زره ټنه مالګې ته اړتيا لري، چې ۱۶۰زره ټنه خوراکي مالګه او دغه شان ۱۴۰زره ټنه صنعتي مالګه کېږي. په کلني ډول د افغانستان له معدنونو څخه ۴۹۲زره ټنه مالګه استخراجيږي، نو پر همدې بنسټ د افغانستان د اسلامي امارت د رياست الوزرا عالي مقام د اقتصادي کمېسيون د پرېکړې له مخې هېواد ته د پخې او خامې مالګې واردات په مطلق ډول بند دي."

نوموړي وويل، په افغانستان کې د مالګې د توليد ټول سوداګر او توليدوونکي کولاى شي د طالبانو د حکومت د خوړو او درملو له ملي ادارې څخه د خپلو فعاليتونو جواز ترلاسه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د مالګې یو شمېر واردونکي او د پروسس د فابریکو خاوندان ادعا کوي چې د افغانستان په کانونو کې د مالګې کیفیت ښه نه‌دی او د طالبانو دا اقدام به د دوی د کار مخه ونیسي.

د کانونو او صنایعو خونه بیا د افغانستان د مالګې د کیفیت په اړه د سوداګرو ادعا بې اساسه بولي
د کانونو او صنایعو خونه بیا د افغانستان د مالګې د کیفیت په اړه د سوداګرو ادعا بې اساسه بولي

عبدالرحمن چې له پاکستان څخه د مالګو له واردوونکو دی، نوموړي ازادي راډيو ته يې وويل:

" تخار معدن کې هغه مالګه د استفادې وړ نه‌‌ده، ۸۰٪ خاوره لري، ۲۰٪ مالګه لري. تقريباً ۱۷۰زره ټنه مالګې ته افغانستان اړتيا لري، هغه دومره نه‌ده چې د ټولو اړتیا پوره کړي."

په پکتیا ولایت کې د ایوډین مالګې د تولید د یوه شرکت خاوند حسیب په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"معدنونه په اندخوی او تخار کې دي، مالګه ډېره بې‌کيفيته ده او اندخوی کې اوبلن ( ابي ) کان لرو، کله چې يې د فابريکې يا هم د لمر له لارې وچه کړو، خپل کيفيت له لاسه ورکوي. کومه مالګه چې له بهر څخه موږ ته راتله مقصد له پاکستان څخه راتله، د هغې لوړ کيفيت و او ډېره بهترينه مالګه وه، چې هغه مالګه رانه‌شي، نوره مالګه خو نه‌شته فابريکه بنده ده."

د افغانستان د کانونو او صنايعو خونه د سوداګرو او فابريکو د خاوندانو دغه ادعاوې ردوي او وايي چې، د افغانستان په کانونو کې د مالګې کيفيت ښه دى.

د يادې خونې مطبوعاتي مسوول عبدالمعید هاشمي ازادي راډيو ته وویل:

"دا دلايل ډېری وخت سوداګر مطرح کوي، چې بهرنۍ مالګې راوړي او دلته يې وپلوري. زموږ کورنۍ مالګه ښه کیفیت لري، موږ په مزار کې یوه فابریکه لرو چې د ایوډین مالګه تولیدوي او دا تر ټولو ښه مالګه ده."

د افغانستان د کانونو او صنايعو خونې د معلوماتو له‌مخې، اوس‌مهال په افغانستان کې د مالګې ١٤ کانونه شته چې له دې شمېر پنځه يې په فارياب، تخار او هرات ولايتونو کې کارول کېږي.

د دې خونې مسوولین له طالبانو غواړي چې د فابریکو خاوندانو ته دې اسانتیاوې او امکانات برابرې کړي، څو وکولای شي د لوړ کیفیت مالګه تولید کړي.

د دغې خونې د معلوماتو له‌مخې، په افغانستان کې له ۶۷ پر ځان بسیا سکټورونو څخه یو هم د مالګې د تولید سکتور دی او دامهال د مالګې د تولید په برخه کې ۴۵ فابریکې فعالیت لري.

XS
SM
MD
LG