د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۷

د افغان تولیدي فابریکو مالکان: خام توکي ګران دي، بازار او برښنا نه لرو


په هرات کې د لمریزې برښنا يا سولر د ښیښو یوه تولیدي فابریکه
په هرات کې د لمریزې برښنا يا سولر د ښیښو یوه تولیدي فابریکه

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له‌خوا د کورني تولیداتو او صنعتي فابریکو د ودې او د دوی د ملاتړ له ژمنو سره سره د یو شمېر تولیدي فابریکو خاوندان د خپلو تولیداتو د پلور لپاره د بازار له نشتوالي شکایت کوي.

دوی وايي، خام مواد په لوړه بیه اخلي او د برښنا له کمښت سره هم مخ دي.

په کابل ښار کې د بوټانو د یوې تولیدي فابریکې خاوند عبدالبصیر تره‌کی له طالبانو غواړي چې، حکومت دې پر وارداتي توکو ګمرکي تعرفه لوړه کړي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "د خامو موادو په برخه کې ډېرې ستونزو لرو، نه یوازې دا چې دا خام مواد په لوړو بیو له ایران راځي، یا له چین راځي، زموږ مارکېټونه اکثرا دوی نیولي دي، نو له امارت څخه مو غوښتنه ده چې په ګمرکاتو کې دا ټیکس یا تعرفه لوړه کړي تر څو زموږ صنعت وده ومومي."

شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د کابل ښار د بوټانو تولیدونکو ټولنې په تېرو دوو کلونو کې په ټول افغانستان کې د بوټانو جوړولو د څه باندې ۵۰ سلنه فابریکو د تړلو خبر ورکړ.

د افغانستان د صنعتکارانو د ټولنې مشر عبدالجبار صافي هم د کوچنیو فابريکو د خاوندانو ځينې ستونزې تاييدوي خو وايي، د دغو ستونزو د هوارۍ لپاره د طالبانو د حکومت له صنعت او سوداګرۍ وزارت سره په ګډه پر يوه پلان کار کوي.

صافی وايي: "په واقعيت سره زموږ کوچنۍ فابریکې یو شمېر ستونزې لري، موږ د صنعت او سوداګرۍ وزارت سره کار کوو، چې پر وارداتو تعرفه لوړه شي، موږ نه‌شو کولای واردات بند کړو، خو کولای شو چې پر وارداتو تعرفه ډېره کړو، له همدې امله په یوې طرحې کار روان دی."

هڅه مو وکړه د فابریکو د خاوندانو د یادو ستونزو په اړه د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام اخندزاده نظر هم ولرو، خو د دې راپور تر خپرېدو پورې یې زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.

د کابل د نوشابو د تولید یوه کارخونه- تصویر له ارشیف څخه
د کابل د نوشابو د تولید یوه کارخونه- تصویر له ارشیف څخه

دا اندېښنې په داسې حال کې دی چې تازه د غیر الکولي نوشابو د یوې فابریکې څښتن د ۱،۲ میلیونه افغانیو په ارزښت، قزاقستان ته د غیر الکولي نوشابو د صادرولو خبر ورکړی دی.

په بلخ ولایت کې د نور قادري کارخانې مسوول شاه محمود نوري ازادي راډيو ته وویل: "لنډ وخت کېږي چې موږ قزاقستان ته خپل صادرات پيل کړي دي، تر اوسه مو څو محمولې صادر کړي دي، هغه نوشابې چې موږ صادر کړي، اووه زره بستې د انارو جوس دي او تصمیم لرو چې انرژي هم صادر کړو او په نږدې راتلونکي کې دا تصمیم هم لرو چې قرغزستان او ازبکستان ته یې هم صادر کړو."

قادري وویل، دوی خپل خام مواد له بهر څخه واردوي او هره ورځ له ۸ تر ۱۰ زره بستو بېلابېل مشروبات تولیدوي.

خان جان الکوزی
خان جان الکوزی

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی وايي، د افغانستان تولیدي نوشابي په سیمه کې ښه بازار لري او د تېرو پنځو کالو راهیسې یې نورو هېوادونو ته صادرات پیل شوي دي.

د الکوزي په خبره، هره ورځ د کابل او هرات په ګډون د افغانستان په نورو فابریکو کې له ۵۰ تر ۶۰ کانټینرونه بېلابېل نوشابې تولیدېږي او د منځنۍ اسیا ځینو هېوادونو او پاکستان ته صادرېږي.

د افغانستان د صنعتکارانو د ټولنې د معلوماتو له مخې اوس مهال په ټول افغانستان کې ۴۵۰۰ تولیدي فابریکې په بېلابېلو سکتورونو کې فعالیت لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG