د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۸

کندز کې د تحسین ولي د اوړو فابریکه په ټپه ولاړه مسوولین یې پر حکومت د مرستې غږ کوي


د تحسین ولي د اوړو فابریکه
د تحسین ولي د اوړو فابریکه

کندز کې د اوړو د تولید د یوې فابریکي مسوولان وايي، د غنمو نشتوالی، د برېښنا لوړ لګښت، د حکومت نه پاملرنه او له بهرنیو هېوادونو افغانستان ته د اوړو واردولو د دوی کار او فعالیت زیانمن کړی دی.

دوی وايي، که حکومت دوی ته ځینې اسانتیاوې برابرې نه کړي نو فابریکه به یې وتړل شي او سلګونه هغه کسان به بې کاره شي چې دې فابریکه کې کار کوي.

دا فابریکه د تحسین ولي په نوم ده، مسوول یې شفیع الله فاتح وايي کابو له یوه کال راهیسې یې فابریکه د غنمو د نشتوالي له امله فعالیت نه لري، دی غواړي دولت دې د قزاقي اوړو پر وارداتو بندیز ولګوي څو بازار کې زموږ اوړه ځای ونیسي.

د تحسین ولي د اوړو فابریکه
د تحسین ولي د اوړو فابریکه

د نوموړي فابریکې فنې مسوول حاجي وېس محمد حیران بیا وايي، که حکومت ډېر ژر د دوی ستونزو ته پآم ونه کړي، ښايي د دغې فابریکې ۵۰۰ تنه کارېګران له نامعلومه برخلیک سره مخ شي.

حیران زیاته کړه: "دغه دستګاه په ډېره غټه پانګونه نصب شوې، خو د حکومت د نه پاملرنې له کبله په ټپه ولاړه ده. موږ له دولته تقاضا کوو چې د غنمو په برخه کې موږ سره مرسته وکړي. زموږ وطني غنمو ته باید وده ورکړل شي، څو خپل وطني غنم پروسس کړو. حکومت وعدې ورکوي، خو د همکارۍ څرک یې نشته."

د دغې فابریکې یو کاریګر ۳۰ کلن محمد ګل وايي، له درې کالو راهیسې په دې فابریکه کې کار کوي او له همدې لارې د خپلې دولس کسیزې کورنۍ نفقه پوره کوي:

"له یوه کال راهیسې د تحسین ولي فابریکه فعالیت نه لري،خو معاش راکوي، اوس اړ دی چې دغه فابریکه بنده کړي او کاریګرانو ته ځواب ورکړي. موږ له دولته غوښتنه کوو چې د دغې فابریکې ستونزې حل کړي، که نه په سلګونو ځوانان به بې روزګاره شي."

د کندز د ولایتي شورا رئیس محمد یوسف ایوبي، له خصوصي سکټوره ملاتړ او د وطني غنمو تولیداتو ته وده ورکول د حکومت اساسي مسوولیت بولي او ټېنګار کوي چې باید په دې برخه کې جدي ګامونه پورته کړي.

د کندز د ولایتي شورا رئیس محمد یوسف ایوبي
د کندز د ولایتي شورا رئیس محمد یوسف ایوبي

ښاغلي ایوبي زیاته کړه: "هغه بې کیفیته اوړه چې په ارزانه بیه له بهرنیو هېوادونو واردیږې باید واردات یې بند شي. دولت باید د اوړو واردولو پرځای غنم وارد کړي او د اوړو د تولید له فابریکو ملاتړ وکړي، څو هم زموږ اقتصاد وده وکړي او هم به وزګاره خلکو ته کار زمېنه برابره شي."

ښاغلي ایوبي وايي، حکومت باید په کوردننه د جوړو شوېو تولیداتو د ملاتړ او د صنعت کارانو هڅونې په خاطر له خصوصي سکټور سره د خامو موادو د برابرولو برخه کې مرسته وکړي.

خو د کندز د والي ویاند عصمت الله مرادي وايي، د ولایت رهبرۍ د کرنې ریاست سره په ګډه کار پیل کړی، څو په روان کال کې د اوړو او د وریجو د تولید دفابریکو د اړتیا وړ غنم او شولي د دې ولایت له حاصلاتو څخه برابر کړي.

د کندز د والي ویاند عصمت الله مرادي
د کندز د والي ویاند عصمت الله مرادي

ښاغلي مرادي زیاته کړه: "تېر کال ډېر شمېر سوداګر له نور ولایتونوراغلل، دلته یې غنم واخېستل او نورو ولایتونو ته یې انتقال کړل چې دغه فابریکه له سقوط سره مخ شوه. سږ کال امیداوره یو چې موږ د غنمو د حاصلاتو د زیاتوالي شاهد واوسيږو. دغه فابریکه چې کومو موادو ته ضرورت لري هغې ته زمېنه سازې وشي، څو زموږ فابریکې په نورماله توګه فعالیت وکړی."

د تحسین ولي د فابریکي مسوولین وايي، د غنمو د کمي سربېره، افغان حکومت کولی شي د دوی لپاره د برېښنا د لګښت په کمولو او بازار کې د ځینو نورو امتیازونو په ورکولو هم د دوی د فعالیت ملاتړ وکړي.

د تحسین ولي د اوړو د تولید فابریکه، کابو درې کاله وړاندې د ۱۰ میلیونه ډالرو په پانګونه د یو ملي سوداګر له لوري جوړه شوې او ۲۴ ساعتونو کې ۳۰۰ ټُنه اوړه تولیدوي.

XS
SM
MD
LG