د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۰

د افغانستان مزارۍ جارو؛ ځینو اسیایي، اروپایي او امریکایي هېوادونو ته هم صادریږي


د افغانستان په یوه ولایت کې جارو پلورنځی
د افغانستان په یوه ولایت کې جارو پلورنځی

نادرشاه، د بلخ ولایت د شورتپې ولسوالۍ د تاش ګذر کلي اوسېدونکی دی، چې د "مزارۍ جارو ګانو" کښت او پلور کوي.

نوموړی وايي، مزاري جارو د غنمو تر ریبلو وروسته د غبرګولي په مياشت کې کرل کېږي او له درېيو تر درې نيمو مياشتو وروسته ریبل کېږي.

د نادرشاه په خبره، دا جارو په کلي کې د يو شمېر کسانو له خوا اوبدل کیږي، چې هغه او نور کروندګر هغوی ته اجوره ورکوي.

نادر شاه وايي، په مزارشريف کې کرل شوي جارو، له ډېر کار او مصرف وروسته دې ته چمتو کیږي، چې کورنيو او بهرنيو بازارونو ته وپلورل شي.

نادر شاه د دغه جارو د کرلو او چمتو کولو د پروسې په اړه ازادي راډيو ته وویل:

"ځمکه ورته سموو، بیا د جارو تخمونه او کود سره ګډوو او کرو يې. بیا اوبه ورکوو، خیشاوه کوو، بیا اوبه ورکوو، همداسې ورو ورو غټیږي، بیا تخم کوي. تخمونه يې سور رنګ لري، هغه وخت يې بیا ریبو. ډیر ستونزمن کار دی، هرې خوا يې خرڅوم، ایران ، تاجکستان او ازبکستان ته يې هم لیږم."

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې غړی، خانجان الکوزی
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې غړی، خانجان الکوزی

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړي خان جان الکوزي ازادي راډيو ته وویل، چې تېر کال افغانستان بیلابیلو هېوادونو ته د څه باندې پنځوس زره امریکايي ډالرو په ارزښت مزارۍ جاروګانې صادر کړي دي.

الکوزی وایي:

" تېر کال شاوخوا یو زره ټنه مزاري جارو ګانې، د ۵۰ زره ډالرو په ارزښت قزاقستان، اذربایجان، ازبیکستان او ان امریکا او هند ته صادر شوي دي."

خو نوموړي په دې اړه جزیيات ورنه کړل، چې سږ کال دا صادرات څومره وه.

مزارۍ جارو یو ډول بوټی دی چې تر ډېره د بلخ ولایت په شورتپې ولسوالۍ کې کرل کېږي.

دا جارو بېلابېل ډولونه او درې تر شپږو دستې لري، چې هر یو ډول یې بیل قیمت لري او د تولیدونکو په خبره، یې نارینه او ښځینه دواړه یې په تولید کې ښکیل دي.

ظاهراً هېوادونو ته د مزارۍ جاروګانو صادراتو په هېواد کې دننه د دې جارو بیه لوړه کړې ده.

په کابل ښار کې یوه میرمن چې مزارۍ جارو کاروي او نه يې غوښتل نوم يې په دې راپور کې واخیستل شي وايي، د بيې د لوړوالي له امله دوی ته د مزاري جارو اخيستل ګران شوي دي.

هغه وایي:

" هغه کسان چې برقي جارو نلري ډیره یې، ډير کاروي. موږ د کور دننه او په حویلۍ کې دا جارو کاروو، کیفیت یې ښه دی، له همدې امله بهر صادریږي او بیا په لوړې بیې بیرته په موږ پلورل کیږي. پخوا ۵۰، ۶۰ یا ۴۰ روپۍ و، او ۱۰۰، ۱۲۰ ، ۱۵۰ روپۍ شوی، اوس یې اخیستل موږ ته ستونزمن دي. "

په هرات کې د جارو پلورلو یو دوکان - ارشیف
په هرات کې د جارو پلورلو یو دوکان - ارشیف

د بلخ ولايت اوسېدونکې، ستایش صفا د دغو جارو ګانو د بيو له لوړوالي شکايت کوي.

نوموړې، چې د بلخ د يو تن بزګر لور ده، وايي، د اوبو د کچې ټيټوالى، د کيمياوي سرې د بيې لوړوالى او له هېواد بهر ته د دغو جارو ګانو صادرول د دې لامل شوي، چې بيه يې لوړه شي.

هغه زیاتوي:

"مخکې مې په یاد دي چې کله یو جارو په ۲۰ یا ۲۵ روپۍ وه، او د ژمي په وخت کې به، موږ په ۳۵، ۴۰ روپۍ اخیسته، اوس دا په ۱۰۰، ۱۲۰، او یو څه ښه یې ۱۵۰-۱۸۰ ته رسیدلی. "

خو په مزارشريف ښار کې، دمزارۍ جارو ګانو پلورونکی داد محمد، د توليد په موسم کې د جارو د بيو د راټيټېدو خبره کوي.

نوموړي وويل:

"د یو جارو بيه توپیر لري، له ٤٠ څخه تر ٨٠ افغانيو پورې ده، هر څوک چې بازار ته راځي، وایي، چې د دې بيه دومره او د هغه بل بيه دومره ده، پخوا به له ٧٠ يا ٨٠ څخه تر ١٢٠ افغانۍ وه، خو اوس د جوارو بیه له ١٠ څخه تر ۱۵ افغانیو راټیټه شوې ده."

خو داد محمد زياته کړه، چې د نرخونو دغه کمښت د حاصلاتو د موسم او د کابل – مزار لويې لارې د تړل کېدو له امله لنډمهاله دى.

مزارۍ جارو نه يوازې په بیلابیلو اسيايي هېوادونو، بلکې په اروپايي هېوادونو کې هم پېرودونکي لري. ان تر دې چې ځینې خلک يېله بريښنايي جارو څخه غوره ګڼي.

د جرمني د هامبورګ ښار اوسېدونکې مروه، هم د برېښنايي جارو پر ځای له مزاري جارو کار اخلي.

مروه وایي:

"که څه هم ډیری خلک له مزارۍ جارو څخه کار نه اخلي ځکه دهغه سهولتونو له امله چې دلته دي بریښنایی وسایل کاروي، خو زمونږ له نظره مزارۍ جارو غوره ده او مونږ ترې کار اخلو او د هامبورګ په ښار کې موندل کیږي. ځکه زموږ افغانان دلته خپل واردات او صادرات لري."

دا هم په هرات کې یو بل جارو پلورنځی - ارشیف
دا هم په هرات کې یو بل جارو پلورنځی - ارشیف

په پاکستان کې مېشته افغانه، سارا وايي:

"څرنګه چې افغاني جارو ډېره کلکه او دوامداره دی او کور ډیر ښه پاکوي نو زه په کور کې همغه افغاني يا مزاري جارو کاروم. په هټيو او بازارونو کې نورې جارو ګانې وینم، خو تر مزارۍ جارو یې غوره نه ګڼم."

د یادونې ده، که څه هم په افغانستان او د سیمې په هېوادونو کې خلک تر ډیره د پاکوالي لپاره يه لاس له جوړو شویو جارو ګانو څخه کار اخلي.

خو د ټکنالوژۍ په پرمختګ سره ډېری کورنۍ، په تېره بیا په هغو هېوادونو کې چې دوامداره برېښنا لري، له بریښنایی جارو څخه کار اخلي، چې ستړیا یې کمه خو د برېښنا لګښت لري.

XS
SM
MD
LG