د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۱

د موسیقۍ اله 'جاپانۍ'؛ جګړه ځپلي هلمند کې یې مینه وال د مجلسونو مالګه یادوي


د موسیقۍ اله (جاپانۍ) ځینې خلک یې بینجو هم بولي
د موسیقۍ اله (جاپانۍ) ځینې خلک یې بینجو هم بولي

په هلمند کې جاپانۍ جوړونکی سردار محمد وايي، په جګړه ځپلي چاپیریال کې خوښي ویشي.

د جاپانۍ دا غږ وخت ناوخت د جګړه ځپلي هلمند په مرکز لښکرګاه کې د سردار محمد له خټو جوړ دکان څخه پورته کېږي.

هغه له کلونو راهېسې چاپانۍ چې ځینو سیمو کې یې بینجو هم بولي او د موسیقۍ اله ده غږوي یې او جوړوي یي.

د موسیقۍ دا اله په هلمند، ارزګان او کندهار کې په محلي مجلسونو کې ډېره مشهوره ده او ډېر خوښوونکي لري.

د موسیقۍ اله جاپانۍ
د موسیقۍ اله جاپانۍ

په دې جنوبې ولایتونو کې که څه هم د جګړې ډګر تود او خلک یې جګړو، بې کارۍ او بې وزلۍ مایوسه کړي، خو یو نیم ځای لا هم په کلیو او بانډو کې د ځوانانو مجلسونه په جاپانۍ تاوده دي.

جاپانۍ جوړونکی سردار محمد وايي، که څه هم د کار باراز یې سوړ دی، خو بیا هم خپل کار ته دوام ورکوي او د دې لپاره چې خپل هنر وساتي، په ټیټه بیه په خپل لاس جوړې کړې، جاپانۍ پلوري.

دی وايي: "دا جاپانۍ زه جوړوم او بیا یې پر خلکو پلورم، یو ښه جاپانۍ په یوه اوونۍ کې جوړوم، د دې جاپانیانو بيې بېلابېل دي، په ۱۲ زره پاکستانۍ کالدارو ښه جاپانۍ ده، په ۹ زره او ۴ زره هم شته."

جاپانۍ جوړونکی سردار محمد
جاپانۍ جوړونکی سردار محمد

سردار محمد د جاپانۍ د جوړولو تر څنګ خپله هم، ښه جاپانۍ غږوي او وايي، نورو ته هم د جاپانۍ غږول ښودلی شي.

د جاپانۍ مینه وال وايي، جګړو د حجرو داسې مجلسونه او بنډارونه ساړه کړي چې په کې زاړه، ځوانان راټولېدل او د جاپانۍ د موسیقۍ مجلس به یې جوړاوه.

مغفورالله سالار د ارزګان اوسیدونکی او د جاپانۍ مینه وال دی وايي: " واقعیت هم جاپانۍ زموږ د مجلس مالګه ده، موږ ملګري تل د جاپانۍ پر غږ سره راټولېږو، خو زیات شمېر ملګري مو د جګړو پر مهال وژل شوي، یعنې پخوا به زموږ د ملګرو شمېر لس او یا هم پنځلس وو، خو اوس ۸ او یا هم ۹ تنه وي."

سندرغاړی حبیب الله شباب وايي، نا امنۍ او په کوټو او حجرو کې د ناسمو شعرونو او ناسمو نڅاوو سره د جاپانۍ غږولو د موسیقۍ د دې الې نوم بد کړی دی او په وینا یې چې نه ټلوېزیون کې او نه هم راډیو کې خپرېدې.

شباب زیاتوي، هڅه یې کړې چي دا اله، له ښو شعرونو سره ژوندۍ کړي څو د مینه والو په زړونو کې یې بېرته ځای ونیسي.

هغه څه چې ښايي د سردار محمد پر کاروبار هم ښې اغېزې وکړي.

سندرغاړی حبیب الله شباب وايي:" جاپانۍ تر پخوانۍ او جاز موسیقۍ زیاته خلک خوښوي. نو ما په همدې اساس وغوښتل چې دري سندرې له جاپانۍ سره ووایم. ځکه خلک یې خوښوي، ما ځینې سیمه ییزې کاکړۍ غاړې ورسره وویلې چې په نړیوالو ټلوېزونونو او راډیوګانو کې هم خپریږي."

جاپانۍ د موسیقۍ اله سردار محمد خان په خپل خټین دوکان کې جوړوي
جاپانۍ د موسیقۍ اله سردار محمد خان په خپل خټین دوکان کې جوړوي
  • د موسیقۍ دې الې ته ولې جاپانۍ وايي؟

د کندهار یو محلي سندرغاړی نعمت الله کندهاری یې په اړه وايي: "د لومړي ځل لپاره افغانستان ته دې چاپانۍ یا بېنجو ته ورته اله له چاپانه راغله خلکو به غږوله او وروسته د دغې الې په الهام خلکو دغه وطني اله جوړه کړه او د چاپاني نوم یې پرې کېښود."

د جاپانۍ په نوم دا موسیقي نه یوازې په جنوبي ولایتونو کې مینوال لري، بلکې د افغانستان په شمالي او ختیځو ولایتونو کې هم مینه وال او غږونې لري.

په ځینو سیمو کې دې ته بینجو هم وايي، دا اله په ځینو سیمو کې له منګي او په ځینو نورو سیمو کې له چمبې یا دریا سره یو ځای غږول کېږي او سندرغاړي ورسره سندرې وايي.

هغوی چې جاپانۍ غږوي وايي، د موسیقۍ دا اله تر نورو ارزانه او غږول یې اسانه دي.

XS
SM
MD
LG