د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۲

یو شمېر افغانان: پاکستان کې د استوګنې ګڼ اسناد لرو، خو پولیس مو بیا هم ځوروي


تصویر له ارشیفه - د پاکستان پولیس د کدوالو اسناد ګوري
تصویر له ارشیفه - د پاکستان پولیس د کدوالو اسناد ګوري

که څه هم امریکایي او پاکستاني چارواکو متحدو ایالتونو ته د تلونکو شاوخوا ۲۵ زره افغانانو چې اسلام اباد او د پاکستان نورو ښارونو کې دېره دي، د خوندیتوب او افغانستان ته د نه اخراجېدو ډاډ ورکړی دی، خو دغه کسان د پولیسو له ځورولو شکایت لري.

په اسلام اباد کې د افغان خبریالانو د فدراسیون ویاند حشمت الله وجداني وایي چې د پاکستان پولیس د دوی ملګري چې امریکا ته د تګ کېسونه لري ځوروي او توقیفوي یې.

وجداني تېره شپه له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، کله چې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د اېستلو پریکړه وکړه، دوی ته په اسلام اباد کې د امریکا سفارت ځانګړې پاڼې ورکړې، خو وایي پولیس دغو پاڼو ته پام نه کوي.

هغه زیاته کړه:

" په ډېرو ځایونو کې هغه کسان نیول شوي چې د پي یو او پي ټو ( امریکا ته د تګ) کېسونه یې درلودل. کله چې دوی دغه لیک ( چې د امریکا سفارت له خوا ورکړل شوی) پولیسو ته ښودلی، هغوی ته د منلو وړ نه دی. نو د ټولو اندېښنه داده چې کله پولیس دوی نیسي او دغه لیک ته پام نه کوي، ممکن ډيپورت شي."

یو شمېر افغانان: د امریکا کېسونه لرو، د خوندیتوب پاڼې یې هم راکړي، خو پاکستاني پولیس دغو پاڼو ته ارزښت نه ورکوي
یو شمېر افغانان: د امریکا کېسونه لرو، د خوندیتوب پاڼې یې هم راکړي، خو پاکستاني پولیس دغو پاڼو ته ارزښت نه ورکوي

د حکمت ارین په نوم یوه بل افغان بیا د غږ له ثبتولو پرته ازادي راډیو ته لیکلي چې پاکستان کې یې امریکا ته د تګ قضیه روانه وه، خو اوس افغانستان ته اخراج شوی دی.

څو ورځې وړاندې کاناډایي رسنیو د دغه هېواد د چارواکو په حواله وویل، هغه شپږ افغانې کورنۍ چې کاناډا ته یې د مهاجرت کېسونه درلودل، له پاکستانه بیرته افغانستان ته اخراج شوي دي.

دغه شکایتونه داسې مهال کیږي چې د سه شنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر خبریالانو ته وویل، د هغو زیانګالو او له خطر سره مخ افغانانو د خوندیتوب په اړه د پاکستان له حکومت سره له نږدې په تماس کې دي چې امریکا ته د لېږدیدو لپاره په هغه هېواد کې انتظارباسي.

تر دې وړاندې پاکستاني چارواکو هم ډاډ ورکړی چې امریکا ته تلونکي شاوخوا ۲۵ زره افغانان افغانستان ته د اخراج له پریکړې مستثنا دي.

خو د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ ( یو.ان.ایچ.سي.ار) سیمه ییز ویاند بابر بلوچ وایي، له پاکستانه د بې اسناده کډوالو د اېستلو پریکړې هغه کډوال هم متاثره کړي چې قانوني اسناد لري.

پاکستان په وروستیو کې لسګونه زره افغان کډوال د استوګنې د سند نه لرلو په نوم واېستل
پاکستان په وروستیو کې لسګونه زره افغان کډوال د استوګنې د سند نه لرلو په نوم واېستل

بلوچ پرون چهارشنبه له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، پاکستان باید ژر تر ژره افغانستان ته د ګڼ شمېر کډوالو د اخراج لړۍ و دروي.

نوموړي زیاته کړه:

" یو.ان.اچ.سي.ار د پاکستان پر حکومت غږ کوي چې د سخت ژمي پر مهال افغانستان ته د زیات شمېر کډوالو د اخراج لړۍ ودروي. په افغانستان کې سړه هوا وژونکې ده او ممکن د خلکو ژوند واخلي. له کله چې پاکستان د کډوالو د اېستلو پریکړه کړې، نژدې څلور لکه افغانان بیرته افغانستان ته ستانه شوي. ډېر دغه کسان په وېره، بېړه او ګڼه ګوڼه کې ستانه شوي. د دوی له ډلې ډېر نه پوهېږي چې د افغانستان کوم ځای ته ولاړ شي، ځکه له اوږدې مودې راهیسې هغوی هلته نه دي اوسیدلي."

پاکستان د نومبر له لومړۍ نېټې د څه باندې ۱۷ لکه هغو افغانانو د اخراج لړۍ پیل کړې چې د دوی په خبره هېڅ ډول اسناد نه لري.

د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو نورو بېلابېلو سازمانونو هم د پاکستان له لنډمهالي حکومته غوښتي چې د افغان کډوالو د اېستلو پریکړه بیرته واخلي، خو د پاکستان چارواکو په دې اړه خپل چلند نه دی بدل کړی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG