د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۰

چمن کې پرلت؛ سپین بولدک ته د تګ راتګ لاره یې وتړله


د سپین بولدک= چمن دروازه - تصویر له ارشیفه
د سپین بولدک= چمن دروازه - تصویر له ارشیفه

په چمن کې سلګونو پرلت کوونکو د چمن ــــ سپین بولدک لار د هر ډول تګ راتګ لپاره تر نا معلوم وخت وتړله.

پرلت کوونکي وايي، دا اقدام یې د خپل اعتراض په ۳۱مه ورځ وروسته تر دې وکړ چې د پاکستان موقت حکومت د دوی دا غوښتنه چې په دې لاره د تګ راتګ لپاره باید د پاسپورټ او ویزو لرلو پرېکړه لغوه کړي، نه ده منلې.

د سیمې یو اوسېدونکی سمیع‌الله ازادي راډیو ته په یوه رالېږلې ویډیو کې وايي، د چمن ــــــ بولدک په لویه لار ځای ځای اوسپنې او تېږي اچول شوي او دا لاره د تګ راتګ لپاره تړل شوې ده.

نوموړی زیاتوي:

"لاره مکمله بنده ده. دا ډبرې یې اچولي دي او لاره یې بنده کړې ده. مخامخ پرلت هم ناست دی او د چمن‌باډر لاره یې بنده کړې ده. "

هاخوا په په چمن کې پرلت کوونکو ته د لغړي اتحاد مشر غو‌ث‌الله لغړي نن وویل، په دې سیمه کې د بل هیچا واکمني نه‌مني او باید د دوی غوښتنې ومنل شي.

لغړي زیاته کړه:

"چمن قبایلي وطن دی. موږ تر کندهاره او کوټې پورې دلته قبایل پراته یوو. زموږ دلته رشتې شته، زموږ وروڼه دلته په چمن کې، باډر او کندهار کې شته. دلته ستا باډر نه‌شته. تاسې له اسلام‌اباده باډر نه‌دی راوړی. دا ډیورنډ کرښه تا جوړه کړې ده او که هر چا در سره جوړه کړې ده، هغه وخت اوس تېر شو. اوس دا ولس را ویښ شو. اوس چې ته یو خښته په باډر ږدي، ډېر سوچ به کوې. "

هغه دا هم وویل چې د اوس لپاره به افغانستان ته د تلونکو افغان کډوالو لپاره دا لاره پرانستې وي، خو که یې غوښتنې و نه منل شي؛ هغوی ته به هم د تګ اجازه ور نه کړي او ترې به وغواړي چې همدلته ځای پر ځای شي.

پاکستان په وروستیو کې لسګونه زره افغان کډوال واېستل او د نورو پر تګ راتګ یې قیودات سخت کړل
پاکستان په وروستیو کې لسګونه زره افغان کډوال واېستل او د نورو پر تګ راتګ یې قیودات سخت کړل

په چمن ښار کې د سوداګریزو ټولنو، سیاسي ګوندونو او د خلکو له‌خوا ۳۱ورځې وړاندې پرلت پیل شو. دوی څو ځلي لوی لاریونونه هم وکړل او خبرداری یې ورکړی و، که د پاکستان حکومت یې غوښتنو ته پام و نه کړي، جدي اقدام به وکړي.

د پرلت کوونکو غوښتنه دا ده چې د چمن او سپين بولدک ترمنځ په لار دې د تېر په څېر په پاکستاني شناختي کارت او افغان تذکرې یا د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.

خو موده وړاندې د بلوچستان د اطلاعاتو سرپرست وزیر جان اڅکزي د ازادي راډيو مشال څانګې ته ویلي و چې دوی د چمن- سپین بولدک پر لار د امنيت د ټينګښت او د قاچاق د مخنيوي لپاره د پاسپورټ او ويزو شرط ایښی دی.

هاخوا په سپین بولدک کې یوې سرچینې د خپل نوم نه ښودو په شرط ازادي راډیو ته وویل، د سپین بولدک ـــ چمن لاره له ډیورنډ پورې خوا تړل شوې، خو کډوالو ته د را اوښتو اجازه ورکول کېږي.

په سپین بولدک کې د افغان کډوالو د ثبت مسوول عبدالطیف حکیمي هم رسنیو ته ویلي، دوی د کمېسارۍ له لارې له پاکستاني حکومت سره خبرې وکړي چې را اوښتونکو کډوالو ته کومه ستونزه جوړه نه‌شي.

لا معلومه نه‌ده چې دا لاره بیا کله پرانستل شي، خو د دې لارې د بندېدو له امله سوداګر هر وخت دوی ته د مالي زیان اوښتو خبره کوي او تر خوا یې اوښتونکو دواړو لوریو ته خلک وايي، د لارې بندېدل یې له بېلابېلو ستونزو سره مخ کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG