د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۷

پخوانۍ افغان څارنوالانې: له پاکستانه اېستل کیدو ته اندېښمنې یوو


له پاکستانه یو شمېر ایستل شوې افغانانې - تصویر له ارشیفه
له پاکستانه یو شمېر ایستل شوې افغانانې - تصویر له ارشیفه

له پاکستان څخه د بې اسناده کډوالو د ایستلو د اندېښنو په لړ کې د افغان څارنوالانو ټولنې د ښځو کمېټې د سې شنبې په ورځ په پاکستان کې د هغو ښځینه څارنوالو چې د افغانستان په مخکېني جمهوري حکومت کې یې کار کړی، د خپل ستونزو د حل غوښتنه وکړه.

د دې ټولنې غړو په اسلام اباد کې یوې غونډې ته وویل، چې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو مسلې ښځينه څارنوالانې ډېرې اندېښمنې کړې دي.

په پاکستان کې د افغان څارنوالانو د ښځو کمېټې غړې ماریا صافۍ ازادي راډيو ته وویل:

"د هغو اقتصادي ستونزو ترڅنګ چې موږ څارنوالانو درلودې، اوس له رواني ستونزو سره هم مخ یو، چې له دې ډلې یوه اندېښنه له پاکستان څخه د افغان کډوالو ایستل دي. موږ له نړۍوالې ټولنې او سفارتونو غواړو چې ژر تر ژره زموږ کېس ومني او نه یوازې د څارنوالانو، قاضیانو او مدافع وکیلانو لپاره دا کار وکړي، بلکې د ټولو کډوالو ستونزې حل کړي."

په دې غونډه کې پر پخوانیو ښځینه څارنوالو سربېره یو شمېر پخوانیو نارینه څارنوالانو هم برخه اخیستې وه.

دغو پخوانیو ښځینه څارنوالانو وویل چې د نورو ستونزو تر څنګ د دوی له ډلې د ډیرو ویزې ختمې شوي او په بد حالت کې دي.

ښځینه څارنوالې موسکا امیري چې د امنیتي ګواښونو او د کډوالۍ د دوسیو د څېړلو په خاطر له افغانستانه وتلې ، ازادي راډیو ته یې وویل چې که له پاکستانه وایستل شي، افغانستان ته د ستنېدو کومه لاره نه لري.

پاکستان په وروستیو کې د افغانانو اخراج لا پسې زیات کړی
پاکستان په وروستیو کې د افغانانو اخراج لا پسې زیات کړی

امیري زیاته کړه:

"ستونزه دا ده چې دوی اوس مهال ویزې نه تمدیدوي او زما د ویزې موده پای ته رسېدلې ده، موږ له ډیرو ستونزو سره مخ یو، حتی له کوره نه وځو چې له پولیسو سره مخ نه شو."

یوه بله څارنواله فرحناز هاشمي وایي:

" افغانستان ته بېرته نه شم تللای، ځکه چې ما خپل ټول کور او ژوند پرېښود او اوس وېره لرم چې که بیرته هېواد ته ولېږل شم، کېدای شي د طالبانو لخوا ونیول شم، هلته نور ژوند نه شم کولای."

دغه پخوانۍ ښځینه څارنوالانې شکایت کوي چې په پاکستان کې د دوی ستونزو ته پام نه کیږي.

په پاکستان کې د افغان څارنوالانو د ټولنې د معلوماتو له مخې دا مهال د پخواني حکومت ۳۰۰ څارنوالان په پاکستان کې مېشت دي چې ۳۵ یې ښځې دي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په ګډون بېلابېلو سازمانونو او هېوادونو له پاکستانه غوښتي و چې افغان کډوال په ځانګړې توګه هغه کسان چې افغانستان ته د ستنېدو پر مهال له احتمالي ګواښونو سره مخ کېږي، و نه باسي.

دا اندېښنې داسې مهال راپورته کېږي چې د پاکستان موقت حکومت د دې هېواد له بېلابېلو ښارونو څخه د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې او هره ورځ په لوی شمېر بې اسناده کډوال افغانستان ته لېږي.

تازه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد اسوشیتد پرس خبري اژانس ته ویلي دي چې له پاکستان څخه ۴۰۰ زره افغانان ایستل شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG