د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۹

پېښور کې افغان کډوال: د پولیسو ترڅنګ شخصي جامو کې هم خلک کورونو ته راځي او د اوسیدو د اسنادو پوښتنه کوي


د پېښور په یوه کوڅه کې پاکستاني ځواکونه
د پېښور په یوه کوڅه کې پاکستاني ځواکونه

د خيبر پښتونخوا په پېښور ښار کې مېشت یو شمېر افغان کډوال وايي، دلته هم د افغان کډوالو د نیولو لړۍ پیل شوې ده.

دوی ادعا کوي، چې د پولیسو ترڅنګ په شخصي جامو کې هم خلک د دوی کورونو ته ورځي او د اسنادو پوښتنه ترې کوي.

دا افغان کډوال وايي، دې مسلې دوی اندېښمن کړي دي او اوس ډېر وخت له خپلو کورونو نه وځي.

له دې ډلې یو افغان کډوال چې بل هېواد ته خپل د پناغوښتنې کېس د مخ ته وړلو لپاره پاکستان ته تللی او نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته یې وویل:

"ډېر وخت په کور کې پاتې کېږم او د پولیسو له وېرې نه ګرځم، دا وېره یوازې له ما سره نه، بلکې ټول افغانان چې دلته پېښور کې اوسېږي شته. په وروستیو کې هغه کسان چې زه پېژنم، د هغوی کورونو ته په شخصي جامو کې هم خلک ورغلي دي او د اسنادو پوښتنه یې ترې کړې ده، له دې ډول پېښو وروسته د کډوالو اندېښنې نورې هم ډېرې شوي، ځکه مخکې به یوازې په لارو کې د تګ راتګ په مهال وېرېدل، خو اوس یې کورونو ته نه یوازې پولیس ورځي، ورسره په شخصي جامو کې هم خلک ورځي او پوښتنې ترې کوي."

په پېښور کې یو بل افغان کډوال جلیل جلالي هم ورته اندېښنه لري او ادعا کوي، چې پاکستاني پولیس په بیلابیلو بهانو افغانان ځوروي.

نوموړی وایي:

"یوازې زه نه، دلته چې څومره کډوال دي، هغوی که قانوني اسناد هم لري، د وېرې احساس کوي. پولیس په اکثره ځایونو ځورول کوي، د پیسو په خاطر هم دا کار کوي او د دې ترڅنګ په افغانانو فشار هم راوړي."

پاکستان په وروستیو کې لسګونه زره افغانان واېستل او دا لړۍ لا روانه ده
پاکستان په وروستیو کې لسګونه زره افغانان واېستل او دا لړۍ لا روانه ده

یو بل افغان کډوال چې په وروستیو کې له پاکستان څخه افغانستان ته رالېږل شوی وايي، په هغه هیواد کې یې د مېوو کاروبار کاوه، خو له نیول کېدو وروسته یې هر څه هلته پاتې شول.

نوموړي چې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي، ازادي راډيو ته یې وویل:

"نن دریېمه ورځ ده چې راغلی یم، هلته مې د مېوو کاروبار کاوه، خو هر څه پاتې شول. له ډېرو نورو هم کار او روزګار پاتې شو."

مخکې په پلازمینه اسلام اباد او کراچۍ ښار کې د افغان کډوالو د نیولو له پاکستانه د ایستلو راپورونه ډیر خپاره شوي ول.

په ورته وخت کې پاکستاني رسنیو هم ادعا کړې چې د خیبر پښتونخوا ایالت په پېښور ښار کې د بې اسناده کډوالو د نیولو عملیات چټک شوي دي.

پاکستانۍ اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې د خپل هېواد د یوه چارواکي له قوله چې نوم یې نه دی اخیستی ادعا کړې چې دوی د پېښور په ناصر باغ سیمه کې یې د بې اسناده کډوالو لپاره د جمعه خان په نوم یو کمپ هم جوړ کړی دی.

یاد چارواکي ویلي، په پېښور کې دا مهال سلګونه بې اسناده افغان کډوال له نیول کېدو وروسته دغه کمپ ته ور وړل شوي او دا عملیات به هره ورځ دوام ولري.

له پاکستانه تازه اېستل شوي افغانان په خپل هېواد کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي
له پاکستانه تازه اېستل شوي افغانان په خپل هېواد کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي

د دې څنګ د روغتیا نړیوال سازمان بیا وايي، له پاکستان څخه په راستانه شویو افغان کډوالو کې شاوخوا ۲۴ سلنه یې له پنځو کلونو ښکته ماشومان او ۴۸ سلنه یې ښځې دي.

یاد سازمان پرون ناوخته پر خپله اېکس پاڼه لیکلي دي چې ډېر تازه راستانه شوي کډوال په ننګرهار، کندهار، لغمان، کونړ او کندوز ولایتونو کې مېشت شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د راپور له مخې، له هغه وخته چې پاکستان د بې اسناده کډ‌والو د ایستلو لړۍ پیل کړې ده، ۳۲۷ زره او ۴۰۰ افغانان د تورخم او سپین بولدک له لارو افغانستان ته راستانه شوي دي.

که څه هم تر دې مخکې ګڼو نړیوالو سازمانو له پاکستان څخه غوښتي وو، چې د بې اسناده کډوالو د ایستلو لړۍ ودروي، خو د پاکستان سرپرست صدراعظم یو ځل بیا له پاکستاني تلویزیون جیو نیوز سره په مرکه کې د خپل حکومت له پرېکړې دفاع کړې ده.

XS
SM
MD
LG