د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۵

پر پاکستان د نیوکو دوام؛ ملګري ملتونه: افغانستان ته د کډوالو په زوره استول هلته بشري ناورین لا زیاتوي


له پاکستانه په زوره یوه اېستل شوې افغانه کورنۍ
له پاکستانه په زوره یوه اېستل شوې افغانه کورنۍ

په پاکستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ استازې فلیپا کانډلر وايي، د ښځو او ماشومانو په ګډون افغانستان ته ستنېدونکي ډېری افغانان زیانمنونکي دي او له پاکستانه یې په ډله‌ییزه توګه اخراج په افغانستان کې روان بشري ناورین لا پسې زیاتوي.

مېرمن کانډلر چې پرون یې له اسلام‌اباده انلاین جینوا کې یوې مطبوعاتي غونډې ته خبرې کولې اندېښنه وښوده چې په سړه هوا کې له سرپناه پرته د ډېرو خلکو د مړه کېدو احتمال شته.

هغې زیاته کړه:

"افغانستان ته ډله‌ییز اخراج به روان بشري بحران نور هم زیات کړي. د هوا په سړېدو سره په یو شمېر سیمو کې د تودوخي درجه -۴ ته رسېدلې. د ښځو او ماشومانو په ګډون ډېری ستنېدونکي زیانمنونکي دي او که بې‌ سرپناه پرېښودل شي، ممکن په سوړ ژمي کې ومري. له همدې امله په پاکستان کې UNHCR په ژمي کې د بېرته ستنولو د درېدو غوښتنه کوي. "

په پاکستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ استازې دا هم وايي چې د بې‌اسناده افغان کډوالو د ډله‌ییز اخراج پرېکړې په پاکستان کې په مېشتو هغو افغان کډوالو هم منفي اغېز کړی چې هلته ثبت شوي او یا هم د اوسېدو معتبر اسناد لري.

له پاکستانه خپل هېواد ته د ستنیدونکو کډوالو یو موټر
له پاکستانه خپل هېواد ته د ستنیدونکو کډوالو یو موټر

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د شمېرو پر بنسټ، د اکټوبر له ۳مې نېټې راهیسې ۳۷۰ زره افغانان افغانستان ته ستانه شوي، خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا د دوشنبې په ورځ اسوشېټېډ پریس خبري اژانس ته ویلي و چې وروستیو کې نږدې ۴۰۰ زره افغانان خپل هېواد ته استول شوي دي.

په پاکستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ استازې فلیپا کانډلر د پاکستاني حکومت له‌خوا د افغان کډوالو د ځورولو، نیولو او جبري اخراج د پېښو د زیاتوالي یادونه هم وکړه او ترې وغوښتل چې افغانستان ته هر ډول ستنېدل باید په خپله خوښه، خوندي او باعزته وي.

هغې دا خبره هم کړې چې UNHCR له پاکستان غوښتي چې د سکرینینګ میکانیزم جوړ کړي، څو هغه کسان وپېژندل شي چې خوندیتوب ته اړتیا لري.

له پاکستانه تازه راستانه شوي هم له دوی سره د پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو د بد چلند کیسي کوي.

د سپین بولدک له دروازې راستون شوی عبدالغني وايي، د کور ټول وسایل ترې پاتې شول او په زور را وشړل شي.

هغه زیاتوي:

"کورونه مو ټول پاتې شول، درېیمه برخه مو هم را و نه ویستل. سرای مو هم پاتې شو، کارټونه مو درلودل، خو راته یې وویل چې تر درې ورځو پورې به ځئ. "

افغانستان ته ستانه شوي کډوال له ګڼو ستونزو شکایت لري
افغانستان ته ستانه شوي کډوال له ګڼو ستونزو شکایت لري

په همدې حال کې د کډوالۍ نړیوال سازمان هم وايي، ډېری را ستنېدونکي نهیلي دي او دوی ته یې ویلي چې مجبور شوي خپل ټول توکي او شتمني پرېږدي.

په افغانستان کې د کډوالۍ سازمان مشرې ماریا مویتا په جینوا کې یوې خبري غونډې ته دا هم ویلي چې راستنېدونکي خورا زیانمنونکي او د اوږدې مودې لپاره سمدستي مرستو ته اړتیا لري.

هغې زیاته کړې، د کډوالو جبري او ډله‌ییز اخراج له لسیزو جګړو، بې‌ثباتۍ او اقتصادي ناورین وروسته، بل بحران دی چې افغانستان ورسره لاس و ګرېوان دی.

په همدې حال کې د افغانستان ختیځ ته راستون شوی محمدیګل وايي، کار روزګار یې نه‌شته او نه یوازې دا چې سرپناه نه‌لري، بلکې تر اوسه ورسره هیڅ ډول مرسته هم‌نه ده شوې.

محمدیګل زیاتوي:

"نه تر اوسه راسره هیڅ ډول مرسته نه‌ده شوې. زه هلته استاد وم، دومره معاش مې اخسته چې خوراک څښاک مو کېده، کله چې راتلو د کور ټول وسایل مې خرڅ کړل، تورخم کې یې راته وویل چا سره چې د کور وسایل نه وي، مرسته ور سره نه کوو، موږ ورته وویل، زور خو درسره نه‌دی. څلور ساعته پاتې یوو، نور همداسې راغلوو، یوه روپۍ دې حرامه وي که راسره چا مرسته کړې وي. "

خو د طالبانو حکومت بیا ادعا کوي چې د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره د روغتیا، سرپناه او خوراک په برخو کې اسانتیاوې برابرې کړي او څو کمېټې یې د کډوالو ستونزو د رسېدو په برخه کې کار کوي.

په همدې حال کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن یه یوه اعلامیه کې چې په خپله اېکس‌پاڼه یې خپره کړې لیکلي، د وزیرانو شورا په غونډه کې چې د طالبانو د مشر ملاهبت‌الله په مشرۍ نیول شوې ده، ټولو وزیرانو ته لارښوونه شوې چې د کډوالو خدمت ته د خپلو کارونو په سر کې ځای ورکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG