د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۹

د کډوالو لپاره د ګډ اقدام کمېټه: پاکستان د افغان کډوالو د ساتلو او اېستلو د مرکزونو معلومات نه راکوي


په پاکستان کې د اقغان کډوالو د بندي کولو یو مرکز
د تصویر سرچینه: د کډوالو لپاره د ګډ اقدام کمېټه
په پاکستان کې د اقغان کډوالو د بندي کولو یو مرکز د تصویر سرچینه: د کډوالو لپاره د ګډ اقدام کمېټه

د کډوالو لپاره د ګډ اقدام کمېټه وايي، وروسته له دې چې افغانانو ته له پاکستانه د وتلو لپاره له ۳۰ ورځو څخه کم مهلت ورکړل شو، پاکستاني چارواکو افغان کډوال وځورول او په توقیف ځایونو کې یې بنديان کړل.

دې کمېټې د نومبر په ۲۴مه په خپله اېکس پاڼه د کراچۍ په سلطان اباد کې د بې اسناده افغان کډوالو د د ساتلو او اېستلو د یوه مرکز د عکس په خپرولو سره لیکلي دي چې خبریالان او وکیلان دې ځایونو ته د ننوتو اجازه نه لري او پاکستان د خپل له قانون څخه سرغړونه کوي.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغان کډوالو مدافع وکیله منیزه کاکړ هم د جمعې په ورځ ازادي راډيو سره په خبرو کې ومنله چې د افغان کډوالو د ساتلو او اېستلو مرکزونو ته د وړل شویو افغان کډوالو په اړه هیڅ معلومات نه لري.

هغې زیاته کړه:

" دا داسې ځای دی چې دلته نه وکیلان دننه پرېږدي، نه د رسنیو خبریالان پرېږدي. موږ ته دا معلوم نه دي چې هلته له دوی سره څنګه چلند کیږي او په څه تعداد خلک راوړل کیږي. او ایا دا ټول بې اسناده کډوال دي او یا په دوی کې اسناد لرونکي کډوال هم شته. "

پاکستان کې د افغان کډوالو یوه مدافع وکیله، منیزه کاکړ
پاکستان کې د افغان کډوالو یوه مدافع وکیله، منیزه کاکړ

د کډوالو لپاره د ګډ اقدام کمېټې زیاته کړې چې د کډوالو د قانون یو له اصلي اصولو څخه خپلو سیمو ته د هغو کډوالو نه ستنول دي چې هلته یې ژوند یا ازادي له ګواښ سره مخ وي.

یادې کمېټې وویل،که دولتونه د ۱۹۵۱ کال د کډوالو کنوانسیون او یا د ۱۹۶۷ کال له پروتوکول سره یوځای شوي وي که نه وي، دا یو نړیوال قانون دی چې پر ټولو دولتونو د تطبیق وړ دی.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال چې د اېستلو له ګواښ سره مخ دي وايي په افغانستان کې د امنیتي ګواښونو له امله پاکستان ته راغلي وو خو که بیرته ستانه کړل شي ژوند یې له خطر سره مخ کیږي.

د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې یوه افغان کډواله، شګوفه خلیلي چې په افغانستان کې مدافع وکیله وه، ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل:

" هغه افغان کډوال چې زما په شان په افغانستان کې یې حقوقي فعالیتونه درلودل، افغانستان ته د دوی بیرته تګ او ډیپورتول په دې مانا دي چې دوی په خپلو پښو د مرګ په لوري روان شي. همدا شان، د هغو فعالیتونو له امله چې ما د تاوتریخوالي سره مخ ښځو د دفاع لپاره ترسره کړي، زه خپله په افغانستان کې د تعقیب لاندې یم. "

د پاکستاني پولیسو لخوا یو شمېر نیول شوي افغان کډوال
د پاکستاني پولیسو لخوا یو شمېر نیول شوي افغان کډوال

د پاکستان په کراچۍ ښار کې یوه افغان کډواله چې د امنیتي ستونزه له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، وايي:

" موږ د کور نه بهر نه وځو، نه بازار ته تلی شو، نه سودا پسې تلای شو، اقتصادي ستونزې مو هم ډېرې دي. دا وېره هم موږ سره ده که چېرې دوی موږ ونیسي او افغانستان ته مو ولېږي نو هلته هم ژوند نه شو کولای او بیرته نه شو تللی."

دا په داسې حال کې دی چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ( یو ان ایچ سي ار) سیمه ییز ویاند بابر بلوچ د چهارشنبې په ورځ رویټرز خبري اژانس سره په خبرو کې، په پاکستان کې د افغانانو په ګډون د بې اسناده کډوالو پر نیولو او اخراج اندېښنه ښودلې او د پاکستان له حکومته یې غوښتي چې سملاسي دغه لړۍ ودروي.

نوموړي زیاته کړې چې په افغانستان کې په داسې حال کې چې سوړ ژمی را روان دی، زرګونه کډوال د تګ لپاره هیڅ ځای نه لري او په خبره یې دا د افغانستان نازک بشري وضعیت لا پسې خرابوي.

پاکستان د نومبر له لومړۍ نېټې راهیسې له هغه هېواده د څه باندې ۱.۷ میلیونو، د دوی په ټکو بې اسناده افغان کډوالو د اخراج لړۍ پيل کړې ده.

راپور: ثنا کاکړ

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG