د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۳

د امریکا پاکستان مېشتي افغان کېس لرونکي: امریکا دې د بېړنۍ شمېرې پرځای زموږ د کېسونو تعقیب چټک کړي


پاکستان کې یو شمېر افغان پناه غوښتونکي - تصویر له ارشیفه
پاکستان کې یو شمېر افغان پناه غوښتونکي - تصویر له ارشیفه

په داسې حال کې چې د امریکا متحدو ایالتونو بهرنیو چارو وزارت د دغه هېواد د کېس لرونکو افغان کډوالو لپاره په پاکستان کې د ستونزو د پېښېدو پر مهال د بېړنۍ اړیکې شمېره اعلان کړې، یو شمېر افغان پنا غوښتونکي وايي، د دوی ستونزو ته د رسېدو په برخه کې دغه ډول اقدامات بسنه نه کوي او پکاره ده چې د دوی د کېسونو د پړووانو بشپړولو او انتقال پروسه چټکه شي.

په پلازمېنه اسلام اباد کې مېشت یوه افغان پناه غوښتونکي چې امریکا ته د پي ټو کیس لري ازادي راډيو ته وویل:

" که څه هم موږ سره د امریکا له لوري راکړل شوی د خوندیتوب لیک شته خو د نیولو په وخت کې پولیس دغه لیک کې ته هیڅ ارزښت نه ورکوي، دغه شان موږ ته دومره وخت نه راکوي چې موږ د امریکا بهرنیو چارو وزارت ته یا زنګ ووهو او یا د دوی واټس اپ ته مسج وکړو، په دې صورت کې موږ د ډیپورټ له خطر سره مخ کیږو ، نو امریکا باید له پاکستانه زموږ د انتقال پروسه چټکه کړي ځکه افغان پناه غوښتونکي دغلته له سختو ستونزو سره مخ دي. "

په پېښور کې یو بل مېشت افغان پناه غوښتونکي ګل ولي احمدزي ازادي راډيو ته وویل:

" کوم کسان چې امریکا متحده ایالاتو پاکستان ته راغوښتي او دلته د پي یو او پي دوه کېسونه لري، د دوی د انتقال پروسه باید چټکه کړل شي او که دا کار ونه شي د افغان پناه غوښتونکو ستونزې به لا پسې زیاتې شي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ په خپل اېکس شبکه یا پخواني ټویټر، په پاکستان کې د مېشتو افغان پناه غوښتونکو لپاره د بېړني ټلیفون شمېره اعلان کړه او ویې ویل، هغه پناه غوښتونکي چې د نیول کیدو او ایستلو له خطر سره مخ کیږي له دې شمېرې سره اړیکه نیولی شي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي چې پاکستان مېشتي افغان کېس لرونکي ورسره پر اعلان شوې ټلیفون شمېرې د خوندیتوب په تړاو ستونزې شریکولی شي
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي چې پاکستان مېشتي افغان کېس لرونکي ورسره پر اعلان شوې ټلیفون شمېرې د خوندیتوب په تړاو ستونزې شریکولی شي

دغه وزارت ویلي چې دغه شمېره به په اوونۍ کې شپږ ورځې یوازې له یکشنبې پرته د پاکستان پر وخت د سهار له اتو بجو تر نیمې شپې پورې د ټلیفوني او واټساپ اړیکو لپاره فعاله وي.

متحدو ایالتونو له دې وړاندې په پاکستان کې مېشتو هغه افغان کډوالو ته چې له دې هیواد سره د (SIV،P2 اوP1) کېسونه لري د خوندیتوب لیکونه استولي وو.

د روانې نومبر میاشتې په څلورمه نېټه په استول شویو دغه لیکونو له پولیسو غوښتنه شوې وه چې د دغه لیک لرونکي کډوال چې د امریکا متحده ایالات یې د کیسونو څېړنه کوي باید له دې هېواده ونه اېستل شي.

په پاکستان کې مېشت افغان پناه غوښتونکي وايي چې پاکستاني پولیس د قانوني اسنادو د نه درلودلو په تور د نیولو په وخت دغه لیکونو ته پام نه کوي.

امریکا وروسته له هغې دا اقدام کوي چې پاکستان له دې هېواده د بې اسناده افغان کډوالو د اېستلو لړۍ چټکه کړې ده.

د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بګتي تېره ورځ له انډیپنډنټ اردو څانګې سره په مرکه کې وویل چې په راتلونکې یوه میاشت کې به له دې هېواده د بې اسناده کډوالو د اېستلو پروسه بشپړه شي.

پاکستان کې د امریکا افغان کېس لرونکي بیا وایي چې پاکستاني ځواکونو یې تر دې مخکې هم د امریکا له لوري د ورکړل شویو خوندي لیکونو پروا نه ده کړې او ځورولي یې دي
پاکستان کې د امریکا افغان کېس لرونکي بیا وایي چې پاکستاني ځواکونو یې تر دې مخکې هم د امریکا له لوري د ورکړل شویو خوندي لیکونو پروا نه ده کړې او ځورولي یې دي

نوموړي وویل، هغه کسان چې د ناامنۍ له وېرې د بشري اړتیاوو له مخې پاکستان ته کډوال شوي باید بېرته افغانستان ته لاړ شي ځکه د ده په خبره اوس افغانستان امن دی.

د روانې نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته د بې اسناده افغان کډوالو د اېستلو په پیل شوې لړۍ کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو پر بنسټ د نومبر تر ۳۲ مې نېټې ۳۹۷۸۰۰ افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

یو این ایچ سي ار ویلي چې په دې شمېر کډوالو کې تر ټولو ډېر د تورخم له لارې د افغانستان ننګرهار ولایت ته تللي دي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو سازمان ویلي ډېر هغه افغانان چې له پاکستانه اېستل شوي په افغانستان کې د استوګنې ځایونه نه لري او په سخت ژمي کې به د خوړو د نه خوندیتوب له ستونزو سره مخ شي.

ډبیلو ایف تازه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې پاکستان په داسې وخت کې له دې هېواده د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ تېزه کړې چې په افغانستان کې د کال تر ټولو سخت موسم دی.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (يو ان اچ سى ار) د جمعې د ورځې د خپرو شويو شمېرو له مخې، د سپټمبر له ۱۵مې نیټې څخه د نومبر تر ۲۳مې نېټې پورې له پاکستان څخه شاوخوا ۴۰۰ زره افغان کډوال راستانه شوي چې له دې شمېر ۲۲٨ زره یې د نومبر له لومړۍ نیټې (د اخراج د رسمي بهیر له پیل) وروسته بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG