د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۴

د افغان بار لرونکو موټرو پر ډریورانو د پاکستان ټینګار ؛ " له ویزې پرته راتلی نه شئ"


پاکستان ته له افغانستانه د سوداګریزو توکیو یو شمېر لېږدونکې موټرې
پاکستان ته له افغانستانه د سوداګریزو توکیو یو شمېر لېږدونکې موټرې

د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت له افغانستانه پاکستان ته پر تلونکو ټرکونو د نویو محدودیتونو خبر ورکړی او وايي چې له دې وروسته به د افغانستان د لاریو ټولو ډرېورانو څخه ویزه غوښتل کېږي.

د دغه وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ پرون له سما نیوز ټلویزیون سره په مرکه کې وویل، د نوامبر له لومړۍ نېټې وروسته د سوداګریزو مالونو د وړونکو لاریو ډرېورانو ته لازمه ده چې د پاکستان ویزه ترلاسه کړي.

د سې شنبې په ورځ د تورخم دروازه وروسته له هغه بنده شوه چې پاکستاني مامورینو د افغانستان د ټرکونو یا لاریو له ډرېورانو څخه د ویزو غوښتنه وکړه، خو په هماغه ورځ ناوخته بېرته د یوه جوړ جاړي په اساس لاره خلاصه شوه.

مېرمن بلوچ وویل چې د پاکستان سفارت د طالبانو له چارواکو سره د بې خنډه سوداګرۍ په اړه د خبرو په حال کې دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده، ممتاز زهرا بلوچ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده، ممتاز زهرا بلوچ

د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت ویاندې زیاته کړه چې پاکستان هم د نړۍ د نورو هېوادونو په شان د کډوالو قوانین لري چې باید تطبیق یې یقیني کړي.

هغې ټینګار وکړ چې له دې قوانینو څخه سرغړونکي به د جریمې، زندان او له هېواده د اېستلو له سزاګانو سره مخامخ کېږي.

د نوامبر په لومړۍ نېټه پاکستان له یوه لنډ مهلت وروسته د هغو ۱،۷ میلیون افغان کډوالو اېستل پیل کړل چې د پاکستاني چارواکو په وینا، په دې هېواد کې د استوګنې قانوني اسناد نه لري.

داسې شکایتونه هم شته چې پاکستاني پولیسو ډېر داسې کسان هم نیولي دي او افغانستان ته یې ستانه کړي چې د کډوالو په توګه په دې هېواد کې ثبت دي او یا د پاکستان ویزې لري.

افغان کډوال په داسې حال کې له پاکستانه په جبري ډول اېستل کېږي چې ژمی په درشل کې دی.

په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام WFP مشرې هسیاو وي لي پرون په یوه نړیواله غونډه کې د دې افغانانو ناوړه وضعیت انځور کړ.

له پاکستانه یو شمېر تازه اېستل شوي افغانان
له پاکستانه یو شمېر تازه اېستل شوي افغانان

مېرمن هسیاو په ژنیو کې د ملګروملتونو د اړوندو ادارو یوې غونډې ته له کابله، په وینا کې وویل چې افغان کډوال له پاکستانه په تش لاس راستنېږي.

هغې زیاته کړه:

" یوشمېر مېرمنې له خپلو مېړونو پرته وتلو ته اړې شوې ځکه مېړونه یې پولیسو نیولي دي. کورنۍ په داسې حال کې رارسېږي چې یوازې د لارې لپاره خواړه ورسره وي. دوی ستړي او وږي وي او سمدستي مرستې ته اړ تیا لري. دوی په ډېر بد وخت کې چې ژمی راروان دی په جبري ډول ایستل شوي. ټولو هغو خلکو چې ما خبرې ورسره وکړې، راته ویل چې نه پوهېږي آیا په ژمي کې به ژوندي پاتې شي؟"

د خوړو د نړیوال پروګرام مشرې د افغانستان سخت ژمي ته د اشارې په ترڅ کې وویل چې دې افغانانو له ځان سره داسې هېڅ نه دي راوړي چې په ژمي کې د دوی له بقا سره مرسته وکړي.

د بشري حقونو ډلو، ملګرو ملتونو، د طالبانو حکومت او د نړۍ یوشمېر دولتونو له پاکستانه وغوښتل چې د افغان کډوالو د جبري ستنولو بهیر وځنډوي، خو د پاکستان د حکومت پرېکړه بدله نه شوه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG