د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۴

پاکستان مېشتي افغان هنرمندان ولې خپل هېواد ته له استول کیدو وېریږي؟


د طالبانو لخوا د موسیقۍ د یو شمېر سوزول شویو آلو تصویر - ارشیف
د طالبانو لخوا د موسیقۍ د یو شمېر سوزول شویو آلو تصویر - ارشیف

له پاکستانه د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو په دوام دغه هېواد کې یو شمېر افغان سندرغاړي او موسيقي غږونکي افغانستان ته د ستنېدو په اړه اندېښمن دي.

یو افغان سندرغاړی ويان هنرجو چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته پاکستان ته تللی او له شاوخوا یو نیم کال راهیسې په ياد هېواد کې ژوند کوي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته د ځان او نورو هنرمندانو د ستونزو په اړه وايي.

د طالبانو حکومت موسيقي د اسلام له نظره حرامه ګڼي او د هغې پر خپراوي د بنديز ترڅنګ سندرغاړو او موسيقي غږونکو ته هم د فعاليت اجازه نه ورکوي.

هنرجو ازادي راډیو ته وویل:

"زیاتره هنرمندان چې زه ورسره په اړيکه کې یم او دا مهال په پېښور او کوټه کې اوسېږي، له ډېرو ننګونو سره مخ دي، په تېره بیا زه له ۱۷ میاشتو راهیسې په اسلام اباد کې اوسېږم، افغانستان ته نه شم ستنېدلای زما لپاره ډېره سخته ده چې زه په افغانستان کې ژوند وکړم."

طالبان موسیقي حرامه ګڼي او وخت په وخت د هنرمندانو په ځورولو تورنیږي
طالبان موسیقي حرامه ګڼي او وخت په وخت د هنرمندانو په ځورولو تورنیږي

یو بل افغان سندرغاړی وحید صدیقي چې له څه باندې یوې لسیزې راهیسې په هرات ولایت کې په سندرو ویلو بوخت و او د طالبانو د واکمنۍ له رانسکوریدو وروسته نوموړي هم په پاکستان کې پناه اخیستې، ازادي راډیو ته یې وویل چې افغانستان ته له بېرته ستنیدو وېره لري.

صدیقي وایي:

"زموږ لپاره افغانستان ته د بېرته ستنېدو لپاره هېڅ کومه لاره نشته، ځکه چې موږ نشو کولی هلته خپلې موسیقۍ ته دوام ورکړو، هلته موسیقي حرامه ګڼل کیږي او په افغانستان کې زموږ د موسیقۍ او هنر د ودې لپاره هیڅ امکانات نشته."

وحید صدیقي ادعا کوي، چې څو ځلې په هرات کې د طالبانو له خوا نیول شوی او د ده په وینا په سختو ټکو ګواښل شوی دی.

د سندرغاړو تر څنګ یو شمېر افغان موسیقي غږونکي هم دا اندېښنه لري او وايي چې د دوی ویزې پای ته رسېدلي او په بې برخلیک حالت کې ژوند تیروي.

شاکر ظاهري یو له مشهورو افغان تبله غږونکو څخه دی چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته پاکستان ته کډوال شوی او وايي چې طالبان نه یوازې د هنرمندانو او موسیقۍ مخالف دي، بلکې د موسیقۍ له وسایلو سره هم مخالفت کوي.

هغه افغانستان ته بېرته تلل د ځان لپاره ګواښ ګڼي.

ظاهري زیاتوي:

"که زه بیا افغانستان ته لاړ شم، هلته به څه وکړم، د خپل هنر لپاره ځای نه لرم، موږ په خواله رسنیو او هم ځینو ولایتونو کې ګورو چې د موسیقۍ وسايل سوځول شوي، حتی هغه کسان چې د د دوی سره د موسیقۍ الات وو وهل شوي هم وو."

طالبان موسیقي حرامه ګڼي او داسې راپورونه هم شته چې د هیواد په ځینو برخو کې یې له سندغاړو او موسیقۍ غږونکو او اوریدونکو سره په ډېر تاوتريخوالي چلند کړی.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره یوه لویه برخه افغان هرمندانو خپل هېواد پریښی
د طالبانو له بیا واکمنیدو سره یوه لویه برخه افغان هرمندانو خپل هېواد پریښی

څو میاشتې مخکې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن منکر وزارت د موسیقۍ د الاتو د سوځولو عکسونه خپاره کړل او ويې ليکل چې دوی هغه وسایلو ته اور اچولی چې د "موسیقۍ او فساد د ترویج" لپاره کارول کیږي.

ياد وزارت په دې وروستیو کې په یوه بله اعلامیه کې دا هم ویلي، چې موټر چلوونکي باید په خپلو موټرو کې موسیقي خپره او وانوري.

ډېری افغان سندرغاړي او موسیقي غږونونکي د طالبانو له خوا پر موسیقۍ له بندیز وروسته د ایران او پاکستان په ګډون بېلابېلو هېوادونو ته کډوال شول.

هغه سندرغاړي چې په پاکستان کې ژوند کوي او د دوى په وينا افغانستان ته د ستنېدو لاره نه لري، دوی له نړیوالې ټولنې، او هغه هېوادونو چې کډوال مني، او د موسیقۍ له ټولنو غواړي چې د دوی وضعیت ته پام وکړي او له دې ستونزو څخه د وتلو په برخه کې ورسره مرسته وکړي.

د افغان سندرغاړو او موسیقي غږونکو دا اندېښنې په داسې حال کې دي، چې د پاکستان موقت حکومت په دې وروستیو کې د بې اسنادو افغان کډوالو د ايستلو لړۍ پیل کړې او د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې تر اوسه نېږدې ۳۳۰ زره کسان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

XS
SM
MD
LG