افغانستان
طالبان د کابل موټر چلوونکو ته؛ موسیقي مه اورئ، زموږ اوامر عملي کړئ
د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت محتسبینو په کابل کې د ګرځېدونکو موټرو له چلوونکو غوښتي، چې د موسیقۍ له اورېدو ډډه وکړي.
دغه وزارت نن په یوه اعلامیه کې ویلي، دغو محتسبینو د طالبانو د عمومي مشر ملا هبت اله اخندزاده د سپارښتنو پلي کولو لپاره چک پاینټونه جوړ کړي او د دغو چک پاینټونو پر مهال یې له چلوونکو وغوښتل چې د موسیقۍ له غږولو ډډه وکړي.
له چلوونکو غوښتل شوي داسې کړنې دې هم نه کوي، چې د امربالمعروف وزارت له پالیسۍ سره په ټکر کې وي.
چلوونکو ته امر شوی، چې بې حجابه او بې محرمه ښځې دې هم خپل موټر ته نه خېژوي.
پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته د طالبانو امر بالمعروف وزارت پر خلکو زیات محدودیتونه لګولي، چې دې کار د ډېرو څارونکو په باور، د خلکو فردي ازادۍ هم محدودې کړې دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
تاجکستان د دوشنبې – کابل – تهران د ترانسپورتي دهلېز ازمیښتي سفر پیلوي
د تاجکستان د ترانسپورت وزارت پرون وویل، په راتلونکې میاشت کې به د دوشنبې – کابل – تهران د نوي ترانسپورتي مسیر لومړنی ازمیښتي سفر پیل شي.
د دې سفر موخه د ګمرکي او سرحدي چارو ارزونه او د تاجکستان، افغانستان او ایران ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا ده، څو وروسته منظم تجارتي ترانسپورټ پیل شي.
د دې دهلېز له لارې به د تاجکستان او ایران ترمنځ سوداګریز توکي د افغانستان له خاورې تېرېږي، چې د افغانستان لپاره به د ترانزیټي عوایدو د زیاتېدو او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت برابر کړي.
په کابل کې د ماشومانو د زړه ناروغیو لپاره ځانګړی روغتون پرانیستل شو
افغاني سره میاشت ټولنې پرون (یکشنبې) په کابل کې د ماشومانو د زړه د مورزادي ناروغیو د درملنې لپاره یو ځانګړی روغتون پرانیست، چې د چارواکو په وینا هر کال به د شاوخوا ۲ زره ناروغانو درملنه وکړي.
سره میاشت ټولنې ویلي، په دغه روغتون کې به ټولې طبي او جراحي چارې په وړیا توګه ترسره کېږي.
د طالبانو د حکومت د ريیس الوزرا د اداري چارو مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د دې روغتون د پرانیستنې په مهال وویل، تر اوسه په افغانستان کې تر ۳۶ زره ډېر د زړه په مورزادي ناروغیو اخته ماشومان ثبت شوي، چې ډېری یې د درملنې وس نه لري. هغه زیاته کړه چې له دې وروسته به دا ماشومان په نوي روغتون کې وړیا درملنه ترلاسه کړي.
امریکا غواړي یوه افغانه د ترهګرۍ د ځانګړې محکمې له لارې افغانستان ته ولېږي
د امریکا د عدلیې وزارت غواړي یوه ۴۷ کلنه افغانه، نذیره حاجيزاده، د بهرنیو ترهګرو د ایستلو ځانګړې محکمې (ATRC) له لارې له امریکا وباسي.
دا لومړی ځل دی چې دا محکمه د یوه داسې بهرني وګړي د ایستلو لپاره کارول کېږي چې د چارواکو په وینا، د داعش پلوي کورنۍ د ترورویستي برید په پلان کې یې مرسته کړې ده.
د امریکا د چارواکو په وینا، نذیره حاجيزاده او د هغې د کورنۍ غړي په ۲۰۲۴ کال کې د انتخاباتو په ورځ د داعش په ملاتړ د ډلهییز برید په پلان کې ښکېل وو. د هغې زوی عبدالله حاجيزاده او زوم ناصر احمد توحیدي مخکې په همدې قضیه کې مجرم پېژندل شوي دي.
د عدلیې وزارت وایي، کورنۍ د برید د تمویل لپاره د خپل کور او نورې شتمنۍ د پلورلو هڅه کړې وه، او نذیرې حاجيزاده هم پلان درلود چې د کورنۍ نور غړي له برید مخکې افغانستان ته ولېږدوي.
امریکايي چارواکي وایي، د ترهګرۍ په قضیو کې د بهرنیو وګړو لپاره په امریکا کې ځای نشته، او د همدې دلیل له مخې غواړي نوموړې د ځانګړې محکمې له لارې له هېواده وباسي.
پنجاب نږدې ۱۴۰ زره بې اسناده افغان کډوال بېرته افغانستان ته ایستلي
پاکستاني رسنیو پرون (یکشنبې) د پنجاب د ایالني حکومت د چارواکو په قول وویل چې د بې اسناده بهرنیانو پر ضد د روان کمپاین په ترڅ کې یې نژدې ۱۴۰ زره افغان کډوال نیولي او له قانوني مراحلو وروسته یې افغانستان ته ستانه کړي دي.
د پنجاب د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه ۱۳۹ زره او ۹۰۲ افغانان بېرته افغانستان ته ایستل شوي، او ۲۴۸ نور لا هم په ۳۹ توقیفځایونو کې ساتل کېږي، چې د دوسیو تر بشپړېدو وروسته به د تورخم له لارې ولېږدول شي.
پاکستان وايي، په تېرو درېیو کلونو کې یې شاوخوا ۲.۶۶ میلیونه بې اسناده افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي.
له بلې خوا، بشري بنسټونو خبرداری ورکړی چې د افغان کډوالو پراخ جبري ایستل ښايي ګڼې زیانمنې کورنۍ له جدي ستونزو سره مخ کړي، او له پاکستانه یې غوښتي چې د ایستلو پرېکړې د نړیوالو بشري معیارونو له مخې ترسره کړي.
په ایټالیا کې د درې سوځول شویو افغانانو جسدونه کابل ته لیږدول شوي
د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت کابل ته د هغو درې افغانانو د مړو د لیږدولو خبر ورکوي چې څه موده وړاندې په ایټالیا کې په یوه موټرکې دننه د سوځولو په یوه پیښه کې مړه شوي و. دې وزارت د شنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې دغو افغان کډوالو چې د غبرګولي یا جوزا په ۱۱ په ایټالیا کې د یوه پاکستاني وګړي له خوا د سوځولو په یوه زړه بوګنوکې پیښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی و، جسدونه یې د زمري یا اسد په ۵ او ۶ کابل ته ولیږدول شول. د خبرپاڼې له مخې قربانیان د بلخ، پروان او ننګرهار ولایتونو اوسیدونکي و چې له پاکستاني وګړي سره د شخصي دښمنۍ په ترڅ کې د هغه له خوا په خپل موټرکې دننه سوځول شوي او مړه شوې و. دې وزارت د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږي څرګندولو ترڅنګ له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د افغان کډوالو وضعیت او د زیانونو او تاوتریخوالي په وړاندې د هغوی ملاتړ ته زیاته پاملرنه وکړي.
د ایټالیا صدراعظمې جورجیا میلوني دغه پیښه چې پر درې افغانانو سربیره یوپاکستانی وګړی هم پکې وژل شوی، زړه بوږنونکې بللې او ویلي یې و چې "دغه وحشتناکه جنایت باید په بشپړه توګه څرګند او ټول عاملان یې باید عدالت ته را کاږل شي."
وروسته ایټالوي چارواکو وویل چې دوه پاکستاني وګړي د دې قضیې په تړاو نیول شوي دي.
چارواکي: په کابل کې په یوه نښته کې ۷ وسله وال غله وژل شوي دي
د کابل امنیتي چارواکي په یوه نښته کې د ۷ تنه وسله والو غلو د وژل کیدو خبر ورکوي.
د طالبانو د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ تیره شپه په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې دا پیښه تیره شپه شاوخوا ۹ بجې د کابل ښار په اتمه امنیتي حوزه کې د ستانکزي بلاکونو سره رامنځته شوې او ۷ تنه وسله وال غله د امنیتي ځواکونو په متقابلو ډزو کې ووژل شول. د هغه په خبره په عملیاتو کې د غلو یو عراده موټر او یو شمېر وسلې د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلې. نوموړي په نښته کې د یوه امنیتي سرتیري د ټپي کیدو پخلۍ کړی دی.
دا پیښه داسې مهال رامنځته شوې چې په دې وروستیو کې د کابل په ګډون د افغانستان په یوشمیرولایتونو کې د غلاوو او سړي تښتونې د پیښو د زیاتوالي راپورونه ورکړل شوي و.
امریکا خپلو وګړو ته په منځني ختیځ کې د سیمې د پرېښودو لپاره د چمتووالي سپارښتنه وکړه
په اسرائیل، اردن او عراق کې د امریکا سفارتونو د امنیتي خبرداریو په خپرولو سره له امریکایي وګړو غوښتي چې د وضعیت د ناڅاپي خرابېدو او د شخړو د احتمالي زیاتېدو له امله احتیاط وکړي او د منځني ختیځ د پرېښودو لپاره چمتو واوسي.
په دغو خبرداریو کې ویل شوي چې امریکایي وګړي باید د الوتنو د لغوه کېدو، د هوايي حریمونو د لنډمهاله تړل کېدو او د سفرونو د ګډوډېدو احتمال په پام کې ونیسي او ځان ورته چمتو کړي.
همدارنګه له هغو امریکایانو څخه چې له سیمې بهر دي غوښتل شوي چې منځني ختیځ ته د سفر یا له دې سیمې د تېرېدو په اړه په جدي توګه له سره غور وکړي.
د اردن په پلازمینه عمان کې د امریکا سفارت خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې په اردن کې پوځي اډو ته له تګ څخه ډډه وکړي او خبرداری یې ورکړی چې ایران او ورسره همغږي ډلې ښايي د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د امریکا ګټې، ادارې او وګړي په نښه کړي.
په عراق کې د امریکا سفارت هم په ایکسپاڼه کې لیکلي چې که شخړې زیاتې شي، امریکایي وګړي باید د سیمې د پرېښودو لپاره چمتو واوسي.
د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د مور په شیدو د ماشوم د تغذیې پر اهمیت ټینګار وکړ
د مور په شیدو د تغذیې د نړیوالې اوونۍ له پیل سره هممهاله، د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د مور په شیدو د تغذیې پر حیاتي ارزښت ټینګار کړی دی.
دې سازمان د شنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې د مور شیدې د ماشوم لپاره اړینې او بشپړې غذا ده او هغه ساتنه او پاملرنه برابروي چې هر نوی زېږېدلی ماشوم یې د سالمې او پیاوړې ودې لپاره اړتیا لري.
د روغتیا نړیوال سازمان له ټولو غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د میندو ملاتړ وکړي او زیاته کړې یې ده چې د هر ماشوم حق باید خوندي شي، څو د مور له شیدو تغذیه ترلاسه کړي.
هر کال د اګست میاشتې لومړۍ اوونۍ د مور په شیدو د تغذیې نړیوالې اوونۍ په توګه نمانځل کېږي، چې موخه یې د ماشومانو او نویو زېږېدلو د ودې او روغتیا لپاره د مور د شیدو حیاتي رول ته پاملرنه را اړول دي.
ریچارډ بېنېټ د نیمروز په دښتو کې د ۱۹ ځوانانو مړینه "وحشتناکه" وبلله
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بېنېټ، د هغو ۱۹ افغان ځوانانو د مړینې پیښه چې ایران ته د ناقانونه لارو د تګ په ترڅ کې یې د نیمروز په دښتو کې خپل ژوند له لاسه ورکړ، "وحشتناکه" بللې ده.
بېنېټ د شنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې د هغو اصلي لاملونو څېړنه او حل، چې خلک دا ډول له ناهیلۍ ډکو او خطرناکو سفرونو ته اړکوي، خورا مهم دي.
په دې وروستیو کې د هغو ۱۹ ځوانانو مړي موندل شوي چې غوښتل یې له قاچاقي لارو ایران ته ولاړ شي، خو د نیمروز په سوځنده دښتو کې د سختې ګرمۍ او تندې له امله مړه شوي وو.
د دغو کسانو له ډلې د پنځو مړي شاوخوا دوه اوونۍ مخکې او د ۱۴ نورو مړي تېره جمعه وموندل شول.
د دغو ۱۴ کسانو مړي د شنبې په ورځ له نیمروز څخه د بادغیس ولایت د دره بوم ولسوالۍ ته د هغوی اصلي سیمې ته ولېږدول شول.
د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) هم دا پېښه خواشینوونکې بللې او هغه یې یوه ژوره تراژیدي یاده کړې ده.
یوناما یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې د نجونو پر زدهکړو بندیز لیرې کړي
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) سرپرستې جورجیت ګانیون د طالبانو له حکومت څخه وغوښتل چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو لګول شوی بندیز لیرې کړي.
هغې دا څرګندونې کابل د استالف ولسوالۍ د نجونو د یوه ښوونځي څخه له لیدنې وروسته وکړې.
ګانیون په هغه وېډیو کې چې د جمعې په ورځ د یوناما په فېسبوک پاڼه خپره شوې، وايي چې واکمن چارواکي لا هم په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونې په دولتي ښوونځیو کې له زدهکړو منع کوي.
هغې له طالبانو وغوښتل چې د نجونو پر زدهکړو بندیز پای ته ورسوي، څو نجونې وکولای شي د خپل پرمختګ ترڅنګ د افغانستان په پرمختګ کې هم ونډه واخلي.
طالبانو په افغانستان کې له بیا واکمنېدو وروسته نجونې له شپږم ټولګي پورته له زدهکړو منع کړې او وروسته یې په لوړو او نیمه لوړو تحصیلي بنسټونو کې د هغوی پر زدهکړو هم بندیز ولګاوه.
د نړیوالو فشارونو او په افغانستان کې د خلکو له غوښتنو سره سره، د طالبانو حکومت تر اوسه دغه بندیزونه نه دي لغوه کړي.