د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۹

د « زهره» په نوم د افغان نجونو هنري ډلې په اروپایي هېوادونو کې خپل کنسرټونه پيل کړل


د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتوت یو شمېر غړې- تصویر له ارشیفه
د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتوت یو شمېر غړې- تصویر له ارشیفه

د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتیوت د ځوانانو د هنري ډلې له کنسرتونو وروسته د «زهره» په نوم د دغه انستیتیوت د ښځو ارکسټر هم په اروپا کې خپل کنسرتونه پیل کړل.

له دوه کلن ځنډ وروسته د دغې ډلې لومړنی فعالیت د اکتوبر په 13 مه د فرانسې د بایون په کوینټو تیاتر کې ترسره شو.

په دې کنسرت کې د زهره آرکسټر مشري پرتګالي موسیقي پوه په غاړه درلوده.

د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتیوت مشر ډاکټر احمد ناصر سرمست ازادي راډيو ته وویل، چې زهرې هنري ډلې د ۲۵ نویو موسیقي غږونوکو سره چې ټولې یې ځوانې نجونې دي، د یو پرتګالي موسیقي پوه په مشرۍ خپل فعالیت بیا پیل کړی دی.

هغه د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د دغه ارکسټر د لومړي کنسرت په اړه وويل:

"دا پروګرام د خلکو له لوري ډېر وستايل شو ټول لیدونکي ولاړ و او د نجونې يې تشويقولې او آنکور یا فاینل او وروستۍ اجرا هم زمونږ د نجونو لخوا ترسره شو."

د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتوت رئیس، ډاکټر احمد ناصر سرمست
د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتوت رئیس، ډاکټر احمد ناصر سرمست

ښاغلی سرمست وايي، دا ځل دوی په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د ټینګښت او د افغان هنرمندانو او موسیقۍ د حقونو د پر ځای کولو په پیغام سره، چې د طالبانو له خوا تر پښو لاندې شوي، خپل فعالیتونه پیل کړي.

نومړي زياته کړه، دوی په پام کې لري چې زهره هنري ډله په هسپانیې کې هم ورته پروګرام ترسره کړي.

د "زهره" د ښځو ارکسټر یوې غړې فریدې احمدي چې په دې ټیم کې وایلیون غږوي د شنبې شپې د کنسرت په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"موږ هيجان درلود او خوشحاله وو، چې دوه کاله وروسته مو د سټیج په سر پروګرام درلوده، موږ د افغان مېرمنو غږ یوو"

زهره، یوه بله نجلۍ چې چارپېټ غږوي، د کنسرت د لیدونکو د هرکلي په اړه وايي:

"د خلکو هرکلی ډېر تود وو، زموږ پلانونه دا دي چې د "زهره" هنري ډلې له خوا ډېر نور پروګرامونه هم نندارې ته وړاندې کړو ترڅو د افغان نجونو کار نړۍ ته وښيو او د افغان ښځو او افغاني موسیقۍ غږ واوسو."

"زهره" د ښځو آرکسټر چې له ځوانو نجونو څخه جوړه دی، په ۲۰۱۵ کال کې د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتیوت په چوکاټ کې رامنځته شو، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنۍ مخکې یې ګڼ کورني او بهرني پروګرامونه ترسره کول.

د دې هنري ډلې یوه ننداره په ۲۰۱۸ کال کې په لندن کې شوې وه، چې تود هرکلی یې وشو.

په افغانستان کې طالبانو موسیقي منع او په هرات کې یې د موسیقۍ آلې داسې سوزولي
په افغانستان کې طالبانو موسیقي منع او په هرات کې یې د موسیقۍ آلې داسې سوزولي

خو د ٢٠٢١ کال په اګست کې د طالبانو په بیا ځل واکمنۍ سره، د "زهره " ارکسټر د غړو په ګډون د افغانستان د ملي موسیقۍ انسټیټیوټ غړي پرتګال ته کډوال شول.

تر دې مخکې د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتیوت د ځوانانو هنري ډلې په ۲۰۲۲ کال کې په اروپايي هېوادونو کې خپل کنسرتونه پیل کړي وو.

د طالبانو حکومت موسیقي حرامه ګڼي او د طالبانو په واکمنۍ کې په افغانستان کې د هنرمندانو د ځورولو ترڅنګ، په رسنیو او په ښاري موټرو کې یې هم د موسیقۍ غږول منع کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG