د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۰

د احمدظاهر ۴۴م تلين؛ ځینې هنرمندان او مینه‌وال یې د نه هېرېدو بولي


 افغان هنرمند احمد ظاهر د ۱۳۲۵ لمریز کال د غبرګولي په ۲۴ نېټه زېږېدلی او د ۱۳۵۸ لمریز کال د غبرګولي په ۲۴مه نېټه په یوې ترافیکي پېښه کې ومړ.
افغان هنرمند احمد ظاهر د ۱۳۲۵ لمریز کال د غبرګولي په ۲۴ نېټه زېږېدلی او د ۱۳۵۸ لمریز کال د غبرګولي په ۲۴مه نېټه په یوې ترافیکي پېښه کې ومړ.

نن د غبرګولي ۲۴مه، د افغانستان د مشهور هنرمند احمد ظاهر د مړینې له تلین سره برابره ده.

که څه هم احمد ظاهر ۴۴ کاله د مخه له نړۍ سترګې پټې کړې، خو هنر یې تلپاتې او اوس هم ډېر مینه‌وال لري.

مهدي یو ۲۷ کلن ځوان، چې د احمد ظاهر د هنر ‎مینه‌وال دی، وايي، د احمدظاهر له غږه د خوند اخيستلو سربېره یې د هغه د سندرو د اورېدو له لارې له ډېرو لويو شاعرانو سره هم ليدلي دي.

نوموړی وايي: "احمدظاهر د افغانستان د فرهنګي دور یوه بېلګه ده چې له ټولو محدودیتونو او ننګونو سره یې مبارزه کوله. که څه هم موږ په هغه دور کې ډېر نامتو هنرمندان لرو، خو یوازې د احمدظاهر غږ کولای شي هغه د ننګونو څخه ډکه دوره زموږ لپاره راژوندۍ کړي. له همدې امله زه تل د احمدظاهر سندرې اورم."

د کابل اوسېدونکی واسع وایي، له ځوانۍ راهیسې یې په وار وار د احمدظاهر سندرې اورېدلې، خو هیڅکله ورته نه‌دي زړې شوي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "زه اوس هم د احمدظاهر له غږ سره ډېره مينه لرم، ځکه کله يې چې ګمک وهل، کله یې چې سندرې ويلې، ټول يې په خورا ښایست ویلې، هغه يو ځانګړی سبک منځته راوړ، چې تر اوسه هېڅ حنجرې او هېڅ غږ د هغه تشه نه‌ده ډکه کړې."

د احمدظاهر سندرې یوازې په افغانستان پورې محدودې نه‌دي، د هغه سندرې له پولې هاخوا، په ګاونډیو هېوادونو کې هم مينه‌وال لري او ځینې سندرې يې د ګاونډیو هېوادونو د سندرغاړو له‌خوا بیا ځلې ويل شوي دي.

افغان سندرغاړی احمد ظاهر چې له نن څخه ۴۴ کاله مخکې یوه ترافیکي پېښه کې ومړ.
افغان سندرغاړی احمد ظاهر چې له نن څخه ۴۴ کاله مخکې یوه ترافیکي پېښه کې ومړ.

یوه تاجکۍ سندرغاړې پروین احمدیار وايي، هر کال یې په هېواد کې د غبرګولي په ۲۴مه، چې د جون له ۱۴مې سره برابره ده، د احمدظاهر د ياد مراسم ترسره کېږي.

پروین احمدیار له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل، د احمدظاهر د غږ او هنري سبک ځانګړنه د ده سندرې د نسلونو لپاره نه هېرېدونکي کړي دي.

نوموړې ازادي راډیو ته وویل: "زموږ خلک له احمدظاهر سره ډېره مينه لري، ان هغه وخت چې مور او پلار مې ځوانان وو، د ده سندرې به یې اورېدلې او ډېرې به یې خوښولې، ډېرو سندرغاړو يې بيا سندرې وويلې. موږ د احمدظاهر د سندرو په اورېدو لوی شو. نن سبا ځوان نسل د احمدظاهر سندرې خوښوي او اوري. زه کولای شم ووایم چې که ۱۰۰٪ نه وي، نو ۹۹٪ تاجک سندرغاړو لږ تر لږه د احمدظاهر یوه سندره ویلې."

افغان سندرغاړی احمد مرید، احمدظاهر یو ځانګړی هنري او کلتوري پدیده بولي.

د احمد مرید په باور، د موسیقۍ له هنر او خلکو سره د احمد ظاهر احساس او مينې له هغه یو بې بدیله هنرمند جوړ کړی و.

احمد مريد وايي: "احمد ظاهر یوه ټولنیزه، هنري، کلتوري او شخصیتي پدیده وه، چې په یوه زمان کې دې نړۍ ته راغی، خو د هغه غږ او هنر به هیڅکله مړ نه‌شي. که هغه له فزیکي پلوه له مونږ سره نه‌شته، خو په روحي لحاظ د ځوانانو او زړو په روح کې دی او د هغه ټول هنر او موسیقي تازه ده، نوي نسلونه چې هغه وخت هېڅ لا نه و زېږېدلي او اوس ډېر ځوانان دي، د احمد ظاهر سندرې او موسیقۍ ته تمایل لري او په مینه یې اوري."

افغان هنرمند احمد ظاهر د ۱۳۲۵ لمریز کال د غبرګولي په ۲۴مه نېټه زېږېدلی او د ۱۳۵۸ لمریز کال د غبرګولي په ۲۴مه نېټه په یوې ترافیکي پېښه کې ومړ.

دا پېښه چې د سالنګ په تونل کې رامنځته شوه، ځينې يې يوه عادي پېښه بولي، خو ځينې نور يې قصدي بولي او وايي چې احمدظاهر وژل شوى دى.

د افغانستان دغه نامتو هنرمند په خپل ۳۳ کلونو عمر کې تر ۳۳ ډېر هنري او سندریز البومونه یادګار پرېښودل.

'الماس شرق' او 'الویس پریسلي' هغه لقبونه دي چې احمدظاهر ته په ختیځ او لوېدیځ کې د هغه د هنر لپاره ورکړل شوي دي.

په ۱۳۷۵ کال کې طالبانو د کابل په شهدا صالحین کې د احمد ظاهر قبر ویجاړ کړ.

طالبان په دې باور دي چې د موسیقۍ ټول شکلونه د اسلام د لارښوونو خلاف دي.

د طالبانو د لومړي رژيم له نسکورېدو لږ وروسته، د احمدظاهر د نږدې ملګرو او خواخوږو يوې ډلې د هغه څو پوړيزه مقبره بيا جوړه کړه.

د تېر جمهوري نظام پر مهال به په سلګونه خلک هلته تلل، دعا به یې کوله او خپل افسانوي سندرغاړي ته به یې درناوی کاوه.

خو په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د دې ستاينو هېڅ خبر نه‌شته.

XS
SM
MD
LG