د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۷

د بخښنې نړیوال سازمان: طالبانو د بیان ازادي محدوده او د هنري بیان مخه نیولې


د بخښنې نړیوال سازمان نښان
د بخښنې نړیوال سازمان نښان

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، طالبانو په افغانستان کې د بیان ازادي ورځ تر بلې محدوده کړې او د هنري او انتقادي بیان مخه یې نیولې ده.

د طالبانو له خوا د موسیقۍ د وسایلو د سوځولو په غبرګون کې یو شمېر افغان سندرغاړي او د موسیقۍ د الاتو غږونکي وايي، موسیقي د افغانانو د کلتور یوه برخه ده چې دې موسیقۍ سره د خلکو ژوند له خوښیو، مینې او مثبت فکر ته اوړي.

د دوی په خبره، طالبان غواړي د موسیقۍ په لرې کولو سره د د خلکو له ژونده خوښي واخلي.

له دغو هنرمندانو څخه یوې فریدې ترانې ازادي راډيو ته وویل چې د موسیقۍ، هنر او هنرمندانو په وړاندې د طالبانو دریځ روښانه دی.

هغه وايي: "دوی غواړي د خپلې واک د غځولو لپاره خلک په یوې تیاره نړۍ کې وساتي. زما په اند نړۍ باید عمل ته ودانګي او پر طالبانو سیاسي، اقتصادي، دیپلوماسي، او بېلابېل نور بندیزونه او فشار راوړي څو ونه شي کړای د هېواد د کلتور او د خلکو له روحیې سره داسې ظالمانه لوبې وکړي."

یو بل افغان سندرغاړی میرویس نجرابي وایي، په دې ډول چلند سره طالبان نه شي کولای موسیقي د افغانستان د خلکو له ذهن او وجود څخه پاک کړي.

ده زیاته کړه، دا لومړی ځل نه دی چې طالبانو دا کار کړی.

افغان سندرغاړی میرویس نجرابي
افغان سندرغاړی میرویس نجرابي

هغه زیاته کړه: "دا یو هنري ضایعه ګڼل کېږي، چې ډېر په ستونزو لاسته راغلې، هنرمندانو ډېر زحمت ویستلی چې دا شیان یې افغانستان ته راوړي او یو شمېر د موسیقي وسایل چې خپله افغانستان جوړ کړي. یو شمیر خلک چې خلاق دي، امکان لري چې څو کالو وروسته به هغوی ونه وسي او د هغوی ځای بل څوک ډک نه شي کړای، څو هغه وسایل بیا جوړ کړي. دا هنري، اقتصادي او معنوي زیان دی."

په ورته وخت کې یو شمېر د موسیقي د الاتو غږونکي چې اوس په افغانستان کې دي هم وايي، نه پوهېږي چې څه وکړي او چېرته ولاړ شي.

د موسیقۍ د الې غږونکی، چې اوس په هېواد کې دی او نه غواړي نوم یې دې راپور کې خپور شي، وویل: "زموږ هیله بیخي ختمه ده، نور موږ هېڅ هیله نه لرو او د یوه هېواد چې هنر ختم شي نو هغه هېواد کې څه نه شته. ډېر سخت خفه یم دا څو ورځې کې دا د موسیقي وسایل یې چې سوځولي. په دې خفه یم چې موږ شل کاله همدا هنر و. اوس خو نه خښته وهلی شم نه هم کوم بل کار کولای شم، ټول عمر مې په همدې تېر شوی، اوس یوه لار موږ ته پیدا کړئ، نو موږ څه وکړو؟"

طالبانو په وار وار سره موسیقي حرامه بللې ده.

د موسیقۍ یوه اله
د موسیقۍ یوه اله

په ورته وخت کې د بخښنې نړیوال سازمان په یوه ټوېټ کې ویلي چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د واک بیا نیولو سره سم په افغانستان کې د بیان ازادي ورځ تر بلې محدوده کړې او د هنري او انتقادي بیان مخه یې نیولې ده.

د بخښنې نړیوال سازمان په هرات کې د طالبانو له خوا د موسیقۍ د الاتو سوځولو ته په اشارې سره زیاته کړه چې دا د طالبانو بندیزونو یوه بېلګه ده.

دا سازمان ټینګار کوي چې دا محدودیتونه او توهینونکی سیاست باید ودرول شي.

د امر بالمعروف او نهي عن منکر وزارت ویاند عاکف مهاجر د را پور تر خپرېدو پورې د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې، خو تر دې وړاندې یې په یوه ټویټ کې 'د موسیقۍ د وسایلو د سوځولو د خپریو کړیو انځورونو سره لیکلي، د موسیقي ترویج او فساد لپاره ګار ترې اخیستل کېده' وسوځول.

د یاد وزارت په خبره د موسیقي وسایل یې د څو میاشتو راهیسې را ټول کړي وو او په دې وروستيو ورځو کې په کابل او هرات ولايتونو کې وسوځول.

طالبانو په افغانستان کې د خپلې واکمنۍ له پیل سره سم موسیقي حرامه بللې او په رسنیو کې یې پر خپرونو بندیز لګولی او په وروستیو کې یې امر کړی چې د واده مراسم دې له موسیقۍ پرته ترسره شي.

د طالبانو دغه کار له غبرګونونو سره هم مخامخ شوی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG