د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۴

یو موټر چلونکی: راډیوګانې تفرېحي پروګرامونه نه لري او ورځې مو په سختې تېرېږي


ارشیف: د کابل ښار یوه څنډه
ارشیف: د کابل ښار یوه څنډه

یو شمېر کابل ښاریان وايي، د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو مخکې به دوی د راډیوګانو له لارې، هر چېرې چې وو ځانګړي اختریز پروګرامونه تعقيبول او په دې توګه به یې د اختر ورځې او شېبې په خوشحالۍ تېرولې، خو د دوی په خبره اوس یې اخترونه ډېر ساړه دي.

د کابل ښار يو ټکسي چلوونکی چې نه غواړي نوم یې راپور کې واخیستل شي وايي: "پخوا ښه وه راډیو کې لږ سندرې به مو اورېدلې، ورځ به تېرېدله، اوس مو ورځ ډېره په سختۍ تېرېږي."

نوموړی وايي، د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره اړ دی، چې د اختر په ورځو کې هم کار وکړي.

د هغه په خبره په تېرو کلونو کې به پرې دومره سختې نه تېرېدلې، ځکه د راډیو له لارې به یې ځانګړي اختریز پروګرامونه او موسیقي اورېدله، خو دا دوه کاله کېږي، چې هغه هم نه شته.

هغه ازادي راډيو ته وویل: "پخوا خو مو ټکسیان ښه وه، لږ درنګ درونګ به په کې و، سندرې به مو اورېدلې، چې راډیو کې یې چلان کړو وایي، دا حرام دي، دا بند دي، هېڅ مو ورځ نه تېرېږي، ورځ مو ډېره په سختۍ تېرېږي."

په کابل ښار کې یو دوکاندار هم ورته خبره کوي.

دی هم چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل، چې د اختر په ورځو کې هم خلکو کره مېلمانه راځي نو خوراکي توکو ته یې اړتیا پیدا کېږي، ځکه دوکان نه تړي.

دا دوکاندار وايي: "پخوا به مو راډیو ډېره لګوله، سندرې به خپرېدې هغه به مو اورېدې، لږ خوند به مو واخیسته. دا موسیقي داسې ده چې په روح او روان ښه لګېږي، اوس نو دا ټول شیان بند دي، نو څه وکړو چاره نه لرو، بس ورځې تېرو."

په ورته وخت کې په تېر جمهوري نظام کې د یو شمېر راډیوګانو کارکوونکي هم ازادي راډیو سره په خبرو کې د خپلو تېرو پروګرامونو کیسې کوي.

د اریانا راډیو مخکېني مسوول خوشحال اصفي ازادي راډیو ته وویل: "د اختر په شپو او ورځو کې په هر کوچني او لوی اختر کې موږ د خلکو د خوشحالۍ لپاره تفریحي ځانګړې خپرونې درلودلې،. فرهنګي، ټولنیزې، د موسیقۍ، کنسرتونه به وو، راډيو او تلوېزون له لارې به خپرېده، یوه اوونۍ مخکې به مو اعلانات خپرول، درې ورځې مو خپل اورېدونکې ښه خوشحاله ساتل."

د ارمان راډیو یوه ویانده سیما صفا هم د ورته پروګرامونو یادونه کوي.

اغلې صفا وايي: "د اختر په ورځو کې به مو ځانګړې خپرونې درلودلې، د اورېدونکو ډېرې خوښېدې. ټوکې به مو کولې، سندرې مو خپرولې، سندرغاړي مو راغوښتل او ژوندۍ موسیقي به وه. خلکو به اړیکه نیوله، د سندرو فرمایش به یې ورکاوه، جایزه داره خپرونې وې. اسانه پوښتنې مو له خلکو کولې بیا، به مو جایزې ورکولې، اورېدونکو د اختر پیغامونه لېږل. ځینې کسان چې به مرور وو، شمېرې به یې لېږلې، هغوی به مو سره پخلا کول."

د یادونې ده، چې طالبانو پر افغانستان تر بیاځلي واکمنېدو ورسته پر موسیقي بندیز لګولی دی او حرامه یې ګڼلې ده.

دوی له رسنیو هم د موسیقۍ خپرول منع کړي او ان په ښاري موټرو کې یې هم په اورېدو بندیز لګولی دی.

په دې سره ډېری هغه راډیو ګانې چې تفرېحي خپرونې او موسیقي به یې خپروله یا بندې شوي او یا یې خپرونې د پخوا په شان نه دي پاتې دی.

خو شته یو شمېر نړیوالې راډیو ګانې، چې لا هم په افغانستان او نورو هېوادونو کې مېشتو افغانانو ته د دغه هېواد په رسمي ژبو په خپلو ځانګړو ساعتونو کې اختریزې خپرونې وړاندې کوي او تر یو بریده یې دا تشه ډکه کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG