د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۴

پر پاکستان د نړیوال فشار دوام؛ ملګري ملتونه: د ژمي په دې سړه هوا کې افغان کډوال مه وباسئ


له پاکستانه یو شمېر تازه اېستل شوي افغانې کورنۍ
له پاکستانه یو شمېر تازه اېستل شوي افغانې کورنۍ

د ژمي په درشل کې له پاکستانه د سلګونو زره بې اسناده افغانانو د اېستلو په باب د اندېښنو په دوام، د ملګرو ملتونو یوې ادارې بیا له پاکستانه د دې لړۍ د بندولو غوښتنه وکړه.

پاکستاني چارواکو مخکې ویلي وو، په دغه هېواد کې د افغان کډوالو شمېر څلورو میلیونو او څلورو لکو ته رسېږي، چې له دې ډلې یو میلیون او اووه لکه یې بې اسناده دي.

دغه افغانان داسې مهال له پاکستانه اېستل کېږي چې په افغانستان کې وار د مخه، د ژمي سړه څپه پیل شوې او بېوزلي زیاته ده.

په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ ویاندې کارولاین ګلوک (Caroline Gluck) ازادۍ راډیو ته وویل، د دوی همکارانو له پاکستاني چارواکو د افغانانو د اخراج د بندولو غوښتنه کړې ده.

هغې زیاته کړه.

" پاکستان په اکتوبر میاشت کې د بې اسناده بهرنیانو د اخراج پلان اعلان کړ چې اکثریت په کې افغانان دي. له هغې راهیسې له پاکستانه ګڼ شمېر افغانان افغانستان ته روان دي چې له اکتوبر میاشت یې شمېر تر درې نیم سوه زرو اوړي. په پاکستان کې زموږ همکارانو له چارواکو غوښتنه کړې چې دغه پلان وځنډوي. دوی ویلي داسې اندېښنه لري چې په افغانستان کې به یوه غمیزه پېښه شي. په ځانګړي ډول اوس مهال چې د شپې له مخې هوا ډېره سړېږي."

ځینو نړیوالو بنسټونو ویلي له پاکستانه په تېرو ۲۵ ورځو کې تر ۴۰۰زره ډېر افغانان د تورخم او سپین بولدک له لارې افغانستان ته اېستل شوي دي.

پاکستان له ټولو نړیوالو غوښتنو سره بیا هم د افغان کډوالو اېستو ته دوام ورکوي
پاکستان له ټولو نړیوالو غوښتنو سره بیا هم د افغان کډوالو اېستو ته دوام ورکوي

یحیی شریف د فراه ولایت اوسېدونکی دی چې وايي پاکستان له لسیزو راهیسې د افغان کډوالو پر سر له نړیوالو مالي او اقتصادي مرستې ترلاسه کړي دي.

شریف وایي:

" کله چې پر پاکستان تجارت بند شو او نوره ګټه نه کوي، نو افغانستان ته دغه افغانان په جبري ډول اخراجوي.دوی اعلان وکړ چې پاکستاني ملایانو هم د حکومت د دې پلان هرکلی کړی، خو یو واقعي ملا د دې ډول پرېکړې ملاتړ نه کوي."

حمقل د پکتیا د ځاځي اریوب ولسوالۍ دی. هغه ازادي راډیو ته وویل:

" د پاکستان دا پرېکړه هېڅ د منلو نه ده، دا یوه ظالمانه پرېکړه ده. پاکستان د قانون له مخې له خیبرپښتونخوا او یا بلوچستان نه د افغانانو د اخراج هېڅ حق نه لري. دا د افغانانو خپله خاوره ده. خو له بده مرغه دوی په افغانستان کې د کمزورو حکومتونو له دریځ څخه ناوړه استفاده کوي."

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ تر څنګ ځینو نورو نړیوالو سازمانونو او حکومتونو هم له پاکستانه د افغانانو د جبري اخراج د بندولو غوښتنه کړې، خو پاکستان دا غوښتنې نه دي منلي.

د بلوچستان اطلاعاتو ایالتي وزیر جان محمد اڅکزي ویلي، د جنورۍ میاشتې تر پایه به تر یو میلیون پورې هغه بهرنیان له پاکستانه وشړل شي چې د ده په خبره په غیرقانوني ډول په پاکستان کې مېشت دي.

دا افغانان داسې مهال اېستل کېږي چې د افغانستان په ګڼو سیمو کې هوا په سړېدو ده او بېوزلۍ له مخکې هم په میلیونونو کسان ځورول.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG