د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۱

پاکستان نه د اېستل شویو افغانانو د سرپناه ستونزه؛ حقاني: ښارګوټي ورته جوړوو


پاکستان نه د اېستل شویو افغانانو یو موقت کمپ
پاکستان نه د اېستل شویو افغانانو یو موقت کمپ

په داسې حال کې چې د ژمي موسم ته له یوې میاشتې کم وخت پاتې دی او هوا مخ په سړېدو ده، له پاکستانه یو شمېر راستانه شوي کډوال شکایت کوي چې د سرپناه د نشتوالي له ستونزې سره مخ دي.

دوی له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل چې دوی خپل ټول مالونه په پاکستان کې پرېښي او پرته له هېڅ امکاناتو افغانستان ته راستانه شوي.

د دوی په وینا، د خوراکي توکو او د کورد وسایلو د نشتوالي ترڅنګ د سرپناه له ستونزې سره هم مخ دي.

هما چې په دې تازه د پاکستان له پېښور ښار څخه راستنه شوې، وايي چې اوس له خپلو ماشومانو سره په بد اقتصادي وضعيت کې ده او په ننګرهار کې له سرپنا پرته ورځې شپې تېروي.

هغه زیاتوي:

"موږ له پېښور څخه راستانه شوو، دلته ډېرې ستونزې دي، په سړه هوا کې ژوند کوو او سرپناه نه لرو، ماشومان راسره دي، کار نشته، په ميدان کې پاتې يوو، حکومت دې زموږ د کور غم وخوري. تر څو زموږ ژوند بسيا شي، موږ له هغه ځایه هم واېستل شوو، دلته څه وکړو؟"

له پاکستانه یو بل راستون شوي کډوال فرید احمد هم ازادي راډيو ته وویل چې د ژوند کولو لپاره هېڅ امکانات نه لري.

پاکستان نه اېستل شوې یوه افغانه کورنۍ
پاکستان نه اېستل شوې یوه افغانه کورنۍ

هغه وویل:

"زه له پاکستان څخه تازه راستون شوی یم، ټوله کورنۍ او ماشومان مې له ما سره دي، د کور کرایه ډېره ده او زه یې نه شم پوره کولای، له حکومته غوښتنه کوو چې د سرپناه په برخه کې له موږ سره مرسته وکړي."

څو ورځې وړاندې له پاکستانه یو شمېر نورو راستنو شویو کډوالو هم ازادي راډیو سره په خبرو کې د کورونو د کرایې له لوړوالي شکایت کړى و او ویلي يې وو چې چې دوی یې د پوره کولو او ورکولو وس نه لري.

تازه د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې ډېر ژر به کډوالو ته د ښارګوټو د جوړولو لړۍ پیل کړي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر دولتي آژانس ليکلي دي چې د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزير خليل الرحمن حقاني دغه موضوع زابل ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې کړې خو څرګنده کړې يې نه ده چې د دغو ښارګوټو د جوړولو بهير به کله پيل شي.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزير خليل الرحمن حقاني
د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزير خليل الرحمن حقاني

دغه شان په دې اړه يې هم جزیات نه دي وړاندې چې دغه ښارګوټي به څنګه او په کومو ولایتونو کې جوړ شي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې له ایران او پاکستان څخه د بې اسنادو افغان کډوالو د اېستلو لړۍ هم تېزه شوې ده.

د پاکستان حکومت د نوامبر له لومړۍ نېټې څخه د بې اسنادو افغانانو د ایستلو بهیر پیل کړی او ویلي یې دي چې په لومړي پړاو کې به له ۱.۷ میلیونو څخه زیات بې اسناده افغان کډوال واېستل شي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (يو ان اچ سى ار) د جمعې د ورځې د خپرو شويو شمېرو له مخې، د سپټمبر له ۱۵مې نېټې څخه د نومبر تر ۲۳مې نیټې پورې له پاکستان څخه شاوخوا ۴۰۰ زره افغان کډوال راستانه شوي چې له دې شمېر ۲۲٨ زره یې د نومبر له لومړۍ نیټې (د اخراج د رسمي بهیر له پیل) وروسته بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG