افغانستان
پولیسو ته د پاکستاني چارواکو نوی امر: له بلوچستانه په یوه ورځ ۱۰زره افغان کډوال وباسئ

د پاکستان د بلوچستان ایالت چارواکي وايي، پولیسو ته یې امر کړی چې له دې ایالت څخه په یوه ورځ کې ۱۰ زره افغان کډوال وباسي.
د بریتانیا د مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، د بلوچستان د ایالتي حکومت ویندوی جان اڅکزي نن وویل، چارواکو پولیسو ته ویلي چې بې اسناده افغان کډوال ونیسي او افغانستان ته یې واستوي.
پاکستاني چارواکي وايي، ځینې بې اسناده افغان کډوال د پاکستان لېرې پرتو سیمو ته تللي چې ونه نیول شي.
اټکل کېږي چې په پاکستان کې د بې اسنادو افغان کډوالو شمېر یو میلیون او ۷۰۰ زرو ته رسېږي، خو په تورخم او سپین بولدک کې د دوو خواوو چارواکي وايي چې په وروستیو ورځو کې له پاکستان څخه افغانستان ته د ستنول کېدونکو کډوالو شمېر کم شوی دی.
د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته رستنېدونکو چارو وزارت وايي، له کله چې پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې، تراوسه پورې ۴ لکه ۱۰ زره افغان کډوال افغانستان ته اړول شوي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
یو طالب په امریکا کې په عمري بند محکوم شو

د امریکا عدلیې وزارت د جمعې په ورځ وویل چې د طالبانو یو پخوانی قوماندان په دوه زره اتم او دوه زره نهم کلونو کې په افغانستان او پاکستان کې د یوه امریکایي خبریال او دوو افغانانو د یرغمل کولو په جرم اعتراف کړی دی.
نهه څلویښت کلن حاجي نجیب اله په دوه زره شلم کال کې د رویټرز اژانس پخوانی خبریال ډویډ راډ د تښتولو په تون تورن شوی و. دی اوس په امریکا کې په عمري بند محکوم شوی دی.
حاجي نجیب الله څو کاله مخکې له اوکراین څخه امریکا ته انتقال شو.
اروپايي ټولنې له پاکستانه د ایستل شویو کډوالو لپاره په بېړني ډول دوه نیم لکه یورو مرسته کوي

د اروپايي ټولنې یوه چارواکي ویلي له پاکستانه د ایستل شویو کډوالو لپاره په بېړني ډول دوه نیم لکه یورو مرسته کوي.
دا خبره د منځني ختیځ او مرکزي اسیا لپاره د اروپايي کمیسیون مشر اندریاس پاپاکونستانټینو په خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې کړې ده.
دا پیسې به د ښاغلي اندریاس په وینا د سرپنا، روغتیایي خدماتو، خواړو او اوبو د برابرولو لپاره ولګول شي.
اندریاس د اروپايي ټولنې په استازولۍ پرون د خیبر پښتونخوا له یوه لوړ پوړي اداري چارواکي شهاب علي خان سره د افغان کډوالو پر وضعیت خبرې کړي دي.
پاکستان د اپریل له پیل راهیسې لسګونه زره افغان کډوال ایستلي دي. ځینو دغو کډوالو ازادي راډیو راډیو سره په خبرو کې ویلي چې دوی د اخراج پرمهال له ډیرو ستونزو سره مخ شوي دي.
ملګري ملتونه وايي ټکنالوژۍ او مصنوعي زیرکتیا کې د نجونو ونډه کمه ده

د ټیکنالوژۍ په برخه کې د نجونو د نړیوالې ورځې په مناسبت، ملګري ملتونه وايي چې انټرنیټ او ټیکنالوژۍ ته د مساوي لاسرسي نشتوالی نجونې د ژوند له مهمو فرصتونو څخه محرومولی شي.
د پنجشنبې په ورځ، د اپرېل په ۲۴مه، د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینې محمد د دې ورځې په مناسبت په خپل ایکس پاڼه کې ولیکل چې د ټیکنالوژۍ په برخه کې د نجونو حضور خورا اهمیت لري.
ملګرو ملتونو زیاته کړه چې د پرمختګ سره سره، نجونې او ښځې لاهم د ډیجیټل ټیکنالوژۍ ته د لاسرسي او رول لوبولو په برخه کې له خنډونو سره مخ دي، په ځانګړې توګه د مصنوعي زیرکتیا په برخه کې.
د ټیکنالوژۍ په برخه کې د نجونو نړیواله ورځ داسې حال کې راغله چې افغانستان کې نجونې له شپږ ټولګي پورته له هر ډول زده کړو منع دي او انټرنیټ او ډیجیټل ټیکنالوژیو ته یې لاسرسی ډېر محدود دی.
طالبان؛ په تیرو نژدې څلورو کلونو کې مو لس قانونه توشیح کړې دي

د طالبانو د حکومت عدلیه وزارت وايي، په تیرو نژدې څلورو کلونو کې يې یو شمیر قوانین د لوی مشر ملا هبت الله اخندزاده له خوا تر توشیح وروسته په رسيمي جریدو کې خپاره کړي دي.
دغه وزارت نن پنجشنبې په یوه اعلامیه کې ویلي، تراوسه لس عنوانه قوانین توشیح شوي چې تر ټولو مهم يې د امربالعمروف او نهی المنکر قانون وو.
طالبانو د تیرکال په سنبلې میاشت کې د امربالعمروف قانون توشیح او په رسمي جریده کې خپور کړی و.
په دغه قانون کې "د فتنې د مخنیوي په موخه ښځو ته امر شوی څو داسې واغوندي چې ټول بدن يې پټوي".
د قانون پر بنسټ په عامه ځایونو کې د ښځو له خوا په لوړ غږ د قرانکریم تلاوت او نعمت ویل هم منعه شوي دي.
د طالبانو د امربالعمروف قانون له توشیح کیدو وروسته پراخ کورني او بهرني غبرګونه راوپاول.
پر دې قانون له پراخو نیوکو وروسته، د طالبانو عدلیې وزارت ویلي و، "هر څوک یا رسنۍ چې پر دغه قانون نیوکه وکړي له شرعي چلند سره به مخ شي او محکمې ته به معرفي کیږي".
طالبانو پر افغانستان له واکمنیدو وروسته د تیر جمهوریت ټول قوانین لغوه او د فرمانونو په ورکولو سره يې نوي قوانین رامنځته کړل.
د روغتیا نړیوال سازمان؛ په راستانه شویو افغان کډوال کې د کویډ۱۹ مثبتې پېښې تشخیص شوي دي

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د روانې میاشتې له پیله تر ۱۳نېټې پورې څه باندې ۱۳۰ زره افغان کډوال له پاکستان او ایرانه افغانستان ته راستانه شوي دي.
دغه سازمان په هغه راپور کې چې پرون چهارشنبې يې خپور کړی ویلي، " د راستانه شویو کډوال لپاره يې په سرحدي سیمو کې سیار روغتیايي کمپونه جوړ کړي چې کډوالو ته د ابتدايي معایناتو سربیره روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي".
د راپور په ټکو، په راستانه کډوال کې ساري ناروغۍ تشخیص شوي چې تر ټولو ډیرې يې د کویډ ۱۹ مثبتې پېښې دي.
په راپور کې وړاندې ویل شوي، د راستانه شویو کورینو ماشومان د تنفسي ناروغیو سربیره، په اسهال، ملاریا او نورو ساري ناروغیو اخته دي.
د روغتیا نړیوال سازمان په خبره، ښايي د روان کال تر پایه دوه میلیونه افغان کډوال له ایران او نژدې دوه میلیونه نور له پاکستانه بیرته افغانستان ته راستانه شي.
بل پلو، د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت سرپرست وزیر دین محمد حنیف له نړیوالو خیریه ټولنو غوښتي چې له راستانه کډوالو ملاتړ وکړي.
ښاغلي حنیف دا غوښتنه پرون چهارشنبې په کابل په یوې ناسته کې کړې ده.
پاکستان د اپریل میاشتې له پیله د افغان کډوال د ایستلو بهر پیل کړی چې په دې لړ کې تراوسه په زرهاوو افغانې کورنۍ بیرته افغانستان ته ستنې شوي دي.
په نورستان کې د ترافیکې پېښې له کبله ۶ کسان وژل شوي دي

په نورستان کې د ترافیکې پېښې له کبله ۶ کسان وژل شوي دي.
د طالبان تر واک لاندې باختر خبري اژانس د دې ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند غلام رحمان حیدري په حواله ویلي، "پيښه پرون ماښام د کامدیش ولسوالۍ اړوند په پتیګل سیمه کې رامنځته شوې ده".
د حیدري په ټکو، په وژل شویو کې ښځې او ماشومان شامل دي.
خراب سړکونه او د ترافیکي اصولو نه رعایت په افغانستان کې د ډیرو ترافیکي پېښو عمده لامل بلل کیږي.
بریټانیا یو افغان ځوان د قتل په تور نیولی دی.

بریټانیايي پولیسو یو افغان ځوان په جرمني کې د یوه کس د وژلو په تور نیولی دی.
دا اولس کلن افغان تورن دی چې په جرمني کې یې د فبروري په ۴ یو کس وژلی دی او بیا بریټانیا ته تللی.
جرمني چارواکو ویلي چې دغه افغان ځوان په شویرین ښار کې یو کس وژلی او لومړی فرانسې بیا بریټانیا ته تښتېدلی دی.
جرمن چارواکو له بریټانیا غوښتي چې دا تورن کس دوی ته وسپاري.
خوړو نړیوال پروګرام: د افغان ستنیدونکو کډوالو د ملاتړ لپاره ۲۵ ملیون ډالرو ته بیړنۍ اړتیا ده

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د روان کال تر پایه پورې له پاکستان څخه افغانستان ته له راستنیدونکو کډوالو سره د مرستې لپاره ۲۵ ملیون ډالرو مرستې ته اړتیا لري.
په افغانستان کې د WFP د پروګرام استازې موتینتا چیموکا په یوه ویډیو کلیپ کې چې د اپریل په درویشتمه یې پر ایکسپاڼه خپور کړی دی، ویلي دي چې دا تورخم ته تللې، هغه ځای ته چې هره ورځ له دې لارې په زرګونو افغان کډوال له پاکستانه راځي.
هغې وویل چې دا هغه خلک دي، چې ډیری یې خپل ټول ژوند په پاکستان کې تیر کړی او اړ شوي چې خالي لاس بیرته راستانه شي، ځینې یې هیڅ عاید نلري، کار نلري، خواړه نلري، او د تګ لپاره هیڅ ځای نلري.
نوموړې زیاته کړه چې دلته بشري وضعیت لا دمخه خراب دی، او په هرو دریو افغانانو کې یو یې ډاډه نه دی چې بله ورځ به څه خوري.
د اغلې چیموکا په وینا دوی د کال تر پایه په بیړني ډول ۲۵ ملیون ډالرو ته اړتیا چې له پاکستانه راغلیو کډوالو سره مرسته وکړي.
طالبانو د هند تر ادارې لاندې کشمیر کې ترهګریز برید وغانده

د هند تر واک لاندې کشمیر کې د ترسره شوي برید د قربانیانو شمیر ته اندیښنې شته چې زیاتې به شي.
په پهلګام کې د سې شنبې په ورځ یوې ډلې وسله والو پر ګرځندویانو برید وکړ چې له امله یې لږ تر لږه شپږ ویشت تنه ووژل شول او یوشمیر ټپیان شول. هندي چارواکي وايي چې د یوشمیر ټپیانو روغتیایي وضعیت نازک دی.
د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوتیرش او د نړۍ یوشمیر نورو چارواکو دا برید غندلی او دا یې ترورستي حمله بللې ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم نن په یوه اعلامیه کې دا برید غندلی دی او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.
د طالبانو په اعلامیه کې راغلې دي چې داسې پيښې د سیمې امنیت او ثبات تهدیدوي.
پهلګام د هند تر ادارې لاندې کشمیر کې یوه سیاحتي سیمه ده.
په دوه زره څلرویشتم کال کې د هند تر ادارې لاندې کشمیر ته درې نیم میلیونه سیلانیان ورغلي وو.
مجاهد: یوشمیر نظامي او ملکي مامورین تنقیص شوي

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن( د اپریل درویشتمه) وویل چې دوی په ملکي او نظامي برخو کې د مامورینو شمیر کم کړی دی.
مجاهد دا پریکړه طبیعي وبلله او د طالبانو تر واک لاندې ملي تلویزیون ته یې وویل چې په پوځي او ملکي برخو کې د کار د ښه کولو او د بیروکراسي د مخنیوي لپاره دا هڅې کیږي.
ښاغلي مجاهد د هغو مامورینو کره شمیرې یادې نه کړې چې تنقیص شوې دي، خو دا خبره یې وکړه چې د دغو تنقیص شویو شمیر زیات نه دی.
یوشمیر رسنیو تر دې مخکې راپور ورکړی و چې د طالبانو مشر ملا هبت اله اخندزاده امر کړی دی چې روان ۱۴۰۴ لمریز کال دې د پوهنې د وزارت نژدې نوي زره بستونه له تشکیلاتو حذف شي.