د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۰

اسلامیک ریلییف: له پاکستانه ستانه کړای شوي ۹۰ سلنه افغانان کورونه نه لري


له پاکستانه ارزګان ته ستانه کړای شوي افغان کډوال چې دا مهال په دې خیمو کې ژوند کوي.
له پاکستانه ارزګان ته ستانه کړای شوي افغان کډوال چې دا مهال په دې خیمو کې ژوند کوي.

د اسلامیک ریلییف نړیوال سازمان وايي، په داسې حال کې چې ژمی هم را روان دی، افغانستان ته له پاکستان څخه ۹۰ سلنه راستانه شوي کورونه نه لري.

دې سازمان په هغه سروې کې چې د نومبر په ۲۹مه یې خپره کړې، ویلي چې ۳۲ سلنه تازه راستانه شوي د خوړو له سخت کمښت سره مخ دي او ۶۸ سلنه یې روغتیايي ستونزې لري.

په سروې کې ویل شوي، ډېرو هغو افغانانو چې په پاکستان کې یې خپل ژوند جوړ کړی و، وطن ته له راستنېدو وروسته له یوه نامعلوم برخلیک سره مخ شوي دي.

د دې سروې په راپور کې د اسلامیک ریلییف د افغانستان څانګې د مشر ډاکتر منظور احمد له قوله لیکل شوي چې له پاکستان څخه ډېر کډوال خالي لاس افغانستان ته راستنېږي او که څه هم مرستې ورسره کېږي خو دوی لا ډېرو مرستو ته اړتیا لري.

د اسلامیک ریلییف سازمان زیاته کړې چې د دې سروې په خاطر یې له ۳۱۵ هغو کسانو سره مرکې کړې دي چې تازه له پاکستان څخه ایستل شوي دي.

له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال. November 20, 2023
له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال. November 20, 2023

اسلامیک ریلییف سازمان همدا شان ویلي چې د دوه نیم میلیونه پونډو په ارزښت یې د مرستو یوه طرحه جوړه کړې چې له راستنو شویو سره د نغدي مرستو ترڅنګ به هغوی ته روغتيايي او تعلیمي خدمات هم وړاندې وکړي.

په ورته وخت کې ځینې تازه راستانه شوي هم وايي چې کورونه نه لري او په خیمو کې یا هم د خپلوانو په کورونو کې ژوند کوي.

د زابل ولایت اوسېدونکي عبدالله په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "کور نه لرم، په کرایه مې کور نیولی دی. نور پېژندګلو کسان مو چې راغلي دي، هغوی هم کورونه نه لري او له ډېرو نورو ستونزو سره مخ دي، ځکه په ژمي کې راغلل، دلته سرپناه او ځای نه لري او په خیمو کې ژوند نه کېږي. خلک ټول بې کاروباره دي، تر هغوی چې دوی بلدېږي او کار پیدا کوي، مرستو ته ډېره اړتیا ده."

د تازه راستنو شویو له ډلې هجرت الله هم وايي چې د سرپنا نه درلودو ته اندېښمن دی.

هغه وویل: "اوس خو هېڅ شی هم نه لرم او نه کور شته، د کلیوالو کور مو دی، اوس په هغه کې اوسېږم."

په افغانستان کې د ژمي تر راتګ مخکې د راستنو شویو د کورونو او خوړو د نشتوالي په اړه داسې مهال راپورونه ورکول کېږي چې په وروستیو کې له پاکستان او ایران څخه زرګونه افغان کډوال بېرته افغانستان رالېږل شوي دي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

له پاکستانه غزني ته ستانه کړاي شوي افغان کډوال چې اوسمهال په خیمو کې شپې او ورځې تېروي. 15.11.2023
له پاکستانه غزني ته ستانه کړاي شوي افغان کډوال چې اوسمهال په خیمو کې شپې او ورځې تېروي. 15.11.2023

د طالبانو حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې پرون او نن څه کم ۴ زره کډوال له ایران څخه افغانستان ته رالېږل شوي او همدا ډول ادعا یې کړې ده چې د نومبر په ۲۹مه ۷۸۱ تنه افغانان له پاکستان څخه افغانستان ته رالېږل شوي دي.

که څه هم ګڼو نړیوالو سازمانو د افغانستان له دې دوو ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان څخه په ځلونو غوښتي دي چې د ژمي له نېږدې کېدو سره دې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ودروي، خو دې دواړو هېوادونو تر اوسه دې غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ویلی او لا هم هره ورځ افغان کډوال نیسي او بېرته یې افغانستان ته ستنوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG