د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۱

افغان کډوالو سره د پاکستان د ناوړه چلند په اړه د بشري حقونو د نړیوال سازمان موندنې


د پاکستاني ځواکونو لخوا د افغان کډوالو د پلټنې عملیاتو ته یو منسوب تصویر
د پاکستاني ځواکونو لخوا د افغان کډوالو د پلټنې عملیاتو ته یو منسوب تصویر

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وایي، پاکستاني چارواکو په هغه هېواد کې له مېشتو افغان کډوالو سره په پراخ ډول ناوړه چلند کړی دی.

د دغه سازمان په تازه خپاره شوي راپور کې راغلي چې پاکستاني چارواکي او پولیس د دې لپاره له افغانانو سره دا ډول کړنې کوي چې هغوی ستنېدو ته مجبوره کړي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو خپل سره توقیف، شکنجه، له هغوی نه رشوت اخیستل او کډوالو د مالونو ضبطول هغه" ناوړه کړنې" دي چې د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان یې یادونه کړې ده.

د دغه سازمان په راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ خپور شوی راغلي چې پاکستان پر کډوالو د جبر فضا حاکمه کړې او هغوی یې دې ته اړ کړي چې فکر کوي له ستنېدو پرته بله چاره نه لري.

د دغه سازمان د افغانستان د څانګې یوې څېړونکې فرشتې عباسي ازادي راډیو ته وویل، دوی داسې راپورونه هم ترلاسه کړي چې یو شمېر پناغوښتونکې مېرمنې په جنسي ډول ځورول شوي دي.

د افغان کډوالو د موندلو او اېستلو لپاره د پاکستاني پولیسو د عملیاتو یوه څنډه
د افغان کډوالو د موندلو او اېستلو لپاره د پاکستاني پولیسو د عملیاتو یوه څنډه

عباسي وویل:

" د پاکستان پولیسو نه یوازې دا چې دا خلک اخراج کړي؛ بلکې ځینو مواردو کې یې له هغوی نه رشوت اخیستی، هویتي اسناد یې ورته له منځه وړي او مالونه یې ترې ضبط کړي دي. پاکستان کې یو شمېر ښځینه پنا غوښتونکو د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان ته ویلي چې د پاکستان د پولیسو له خوا په جنسي ډول ځورول شوي یا هم د جنسي ځورنې ګواښ ورته شوی دی. زمونږ یوه اصلي اندېښنه داده، هغه اکثره کسان چې د اخراج له ګواښ سره مخامخ دي، ژوند یې افغانستان کې خوندي نه دی او نه شي کولای افغانستان ته ولاړ شي."

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د پاکستان له حکومته غوښتي چې د پولیسو له خوا له کډوالو سره ناوړه چلند پای ته ورسوي او د هغو افغانانو له ستنولو لاس واخلي چې د دوی په باور، افغانستان کې یې ژوند له خطر سره مخامخ دی.

پاکستان له تېرې یوې میاشتې راهیسې له هغه هېواده د څه باندې ۱۷ لکه بې اسناده افغانانو د اېستلو لړۍ پيل کړې او چارواکو یې ویلي، دغه بهیر به د یوې بلې میاشتې په موده کې بشپړ کړي.

په پاکستان کې یوشمېر مېشتو افغانانو هم چې د اخراج له خطر سره مخامخ دي، ازادي راډیو سره خبرو کې ویلي چې ځورول کیږي او پیسې ورڅخه غوښتل کیږي.

له پاکستان څخه د افغان کډوالو د اېستو لړۍ په نړیواله کچه توندو غبرګونونو سره مخ شوې، خو پاکستان لا هم دغې لړۍ ته دوام ورکوي
له پاکستان څخه د افغان کډوالو د اېستو لړۍ په نړیواله کچه توندو غبرګونونو سره مخ شوې، خو پاکستان لا هم دغې لړۍ ته دوام ورکوي

یوه افغان کډوال د نوم نه ښودو په شرط ازادي راډیو ته ویلي:

" پاکستان کې مونږ سره ډېر ظلم کیږي. مونږ نه سامانونه ګرځول کیږي. مونږ ریکارډونه ( اسناد) لرو، هغه راڅخه اخیستل کیږي. په ناحقه پیسې رانه غواړي."

یو بل افغان کډوال وایي:

" چې د طالبانو حکومت راغلی، له همغه راهیسې پاکستان کې اوسیږم. پاکستان مو دلته پریږدي نه او هلته افغانستان کې مو ژوند په خطر کې دی. تاسو نه مو غوښتنه داده چې زمونږ غږ تر یو چا پورې ورسوی."

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو کارپوهانو او نورو بشري بنسټونو هم له پاکستانه غوښتي چې افغانستان ته د کډوالو د جبري ستنولو له پرېکړې لاس واخلي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په خپل راپور کې غوښتنه کړې چې پاکستان دې د افغان کډوالو اېستل ودروي او د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ سره دې یوځای د پنا غوښتونکو نوم لیکنه بیا پيل کړي.

دغه سازمان په خپل راپور کې له امریکا، برېتانیا، کاناډا او جرمني څخه هم غوښتي چې خپلو هېوادونو کې د هغو افغانانو؛ په ځانګړې توګه ښځو، نجونو، بشري فعالانو، خبریالانو او همجنس پالانو د مېشتېدو چارې ګړندۍ کړي چې افغانستان کې یې ژوند له خطر سره مخامخ دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG