د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۳

د افغان کډوالو د ایستلو دوام؛ شان ونډېور: پاکستان د امریکا د تلو په تمه ۱۳۰ افغانان هم ایستلي


له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو له بهیره یو انځور
له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو له بهیره یو انځور

امریکا ته د افغانانو د ایستلو یا افغان اېوک بنسټ مشر شان ونډېور تایید کړې چې پاکستان امریکا ته د تلو په تمه د منتظرو افغانانو له ډلې ۱۳۰ کسان ایستلي دي.

له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو په لړ کې پاکستاني چارواکو ګڼ شمېر هغه افغانان هم ایستلي چې د امریکا د کډوالۍ ویزو په تمه وو.

رویټرز سره په خبرو کې د احمدالله په نوم یوه افغان چې اوس امریکا کې دی ویلي میره او دوه خویندې یې چې په پېښور کې هستوګنې وې او د امریکا د پي۱ ویزې په تمه وې پاکستاني پولیسو بېرته افغانستان ته په زور استولې دي.

دا هغه ویزې دي چې امریکا یې له خطر سره مخ افغانانو ته ورکوي.

احمدالله ویلي پولیسو هغه لیکونه هم له پامه غورځولي وو چې د امریکا حکومت د دوی کورنۍ ته د خوندیتوب په خاطر استولي وو.

ازادي راډیو سره په خبرو کې هم یو شمېر افغانانو چې د امریکا د خوندیتوب لیکونه ورسره دي اندېښنه ښودلې چې پولیس دا لیکونه جدي نه نیسي.

په پلازمېنه اسلام اباد کې مېشت یوه افغان پناه غوښتونکي چې امریکا ته د پي۲ کېس لري ازادي راډيو ته وویل: "که څه هم موږ سره د امریکا له لوري راکړل شوی د خوندیتوب لیک شته، خو د نیولو په وخت کې پولیس دغه لیک کې ته هیڅ ارزښت نه ورکوي، دغه شان موږ ته دومره وخت نه راکوي چې موږ د امریکا بهرنیو چارو وزارت ته یا زنګ ووهو او یا د دوی وټس‌اپ ته مسج وکړو، په دې صورت کې موږ د ډیپورټ له خطر سره مخ کېږو، نو امریکا باید له پاکستانه زموږ د انتقال پروسه چټکه کړي ځکه افغان پناه غوښتونکي دغلته له سختو ستونزو سره مخ دي."

په پاکستان کې د امریکا د کېس لرونکو د یوې اعتراضیه غونډې انځور. ارشیف
په پاکستان کې د امریکا د کېس لرونکو د یوې اعتراضیه غونډې انځور. ارشیف

په پېښور کې یو بل مېشت افغان پناه غوښتونکي ګل ولي احمدزي ازادي راډيو ته وویل: "کوم کسان چې امریکا متحده ایالاتو پاکستان ته راغوښتي او دلته د پي۱ او پي۲ کېسونه لري، د دوی د انتقال پروسه باید چټکه کړل شي او که دا کار ونه شي د افغان پناه غوښتونکو ستونزې به لا پسې زیاتې شي."

د افغانانو د ایستلو یا د افغان اېوک بنسټ مشر شان ونډېور رویټرز ته ویلي پاکستاني پولیس اکثر د امریکا له خوا افغان کډوالو ته سپارل شوي لیکونه له پامه غورځوي.

هغه ویلي، پولیسو همداسې ۲۳۰نور افغانان هم نیولي او له ډلې یې یواځې ۸۰ تنه بېرته خوشې کړي.

دا معلومات په اسلام اباد کې د امریکا سفارت او د افغانانو د ایستلو په تړاو بوختو بنسټونو له شان ډېور سره شریک کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه جګپوړي چارواکي بیا د نوم د نه ښودلو په شرط ویلي چې متحده ایالات د دې ډول قضیو د تعقیب لپاره کوم رسمي پروسیجر نه لري او د امریکا د ویزو په تمه د ناستو افغانانو له ډلې د ډيپورټ شویو کسانو شمېر خورا کم دی.

هغه ډاډ ورکړی دوی ته رسېدلي راپورونه وايي چې د پاکستان پولیس د امریکا د خوندیتوب لیکونو ته درناوی کوي.

د پاکستان د بهرنیو او کورنیو چارو وزارتونو امریکا ته د تلو په نیت د ناستو افغانانو د اخراج په باب څه تبصره نه ده کړې.

په اسلام اباد کې د امریکا سفارت د نومبر په لومړۍ او تر هغه وروسته شاوخوا ۲۵زرو افغانانو ته چې امریکا ته د تلو په نیت پاکستان کې دېره دي د خوندیتوب لیکونه استولي.

له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال تورخم کې افغانستان ته د تللو پر مهال. November 3, 2023
له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال تورخم کې افغانستان ته د تللو پر مهال. November 3, 2023

پاکستان داسې وخت امریکا ته د تلو په نیت د مېشتو افغانانو له ډلې لسګونه کسان افغانستان ته ډيپورټ کړي چې د امریکا د ځانګړي استازي توماس ویست په شمول لږ تر لږه دریو لوړپوړو امریکایي چارواکو پاکستان ته سفرونه کړي.

د دوی د سفر په اجنډاو کې له دغو افغانانو سره د ښه چلند او هغوی ته د اوسېدو د اجازې په اړه پاکستاني چارواکو ته سپارښتنې شوې وې، خو لا هم د دغو افغانانو برخلیک له خطر سره مخ دی.

پاکستان د نومبر له لومړۍ د راپورونو له مخې شاوخوا پنځه لکه افغانان ایستلي.

پاکستاني چارواکو ویلي دا افغانان په پاکستان کې د اوسېدو اسناد نه لري، خو د راپورونو په اساس په دې منځ کې زرګونه هغه کسان هم شامل دي چې ویزې او پاسپورټونه یې درلودل.

په دې ډله کې لسګونه هغه کسان شامل دي چې امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو د انتقال وعدې ورکړي او د ځينو د کډوالۍ دوسیې بشپړې شوې هم دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG