د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۵

په دوحه کې له بېلابېلو لوریو سره د افغانستان په اړه د امریکایي استازي خبرې؛ مهم ټکي یې کوم وو؟


تصویر له ارشیفه، د امریکا ځانګړی استازی او د قطر څو لوړپوړي چارواکي
تصویر له ارشیفه، د امریکا ځانګړی استازی او د قطر څو لوړپوړي چارواکي

د افغانستان لپاره د امریکا متحدو ایالتونو ځانګړی استازی توماس ویسټ وايي، په دوحه کې یې له بېلابېلو لوریو سره د افغانستان په اړه خبرې پای ته رسېدلي دي.

هغه نن په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، دا خبرې چې د افغانانو د زده‌کړو، کډوالۍ او د بشري مرستو په اړه وې، ګټورې وې.

د ښاغلي ویسټ له قوله، د قطر له صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن ال‌ثاني او په بهرنیو چارو کې د دولت وزیر محمد الخلیفي سره یې خبرو کې له افغانانو سره؛ په ځانګړي ډول د زده‌کړو په برخه کې د دوی له ملاتړ مننه هم کړې.

د افغانستان لپاره د متحدو ایالتونو ځانګړی استازي دا هم لیکلي چې د افغان کډوالو او له افغانانو سره د بشري مرستو په اړه یې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشر مارټین ګریفیټس، د جرمني د اقتصادي پراختیا او همکاریو له یوه چارواکي نیلز انن، د بریټانیا د بهرنیو چارو وزارت له یوه استازي طارق محمود او د یوناما له مرستیال مارک پوتزل سره خبرې اترې کړي دي.

ویسټ د زده‌کړو، کار او د ښځو د مشارکټ په اړه له یو شمېر افغانانو سره د لیدنې او خبرو اترو خبر هم ورکړی دی.

د امریکا ځانګړي استازي په دوحه کې خپلې خبرې ګټورې ګڼلي
د امریکا ځانګړي استازي په دوحه کې خپلې خبرې ګټورې ګڼلي

ښاغلي ویسټ د ډسمبر په ۵مه د سیمې یو شمېر هېوادونو پاکستان، متحده‌عربي اماراتو، قطر او سعودي عربستان ته په سفر راوتلی او وايي، له مهمو شریکانو سره به په ګډو امنیتي ګټو، د کډوالو خوندیتوب او بیا مېشتېدنې، بشري اړتیاوو، بشري حقونو او اقتصادي مسایلو خبرې وکړي.

هغه قطر ته له سفر وړاندې پاکستان ته تللی و او د خپل سفر په پای کې یې ویلي و، اسلام‌اباد کې یې د پاکستاني پوځ له لوی درستیز عاصم منیر، د بهرنیو چارو موقت وزیر عباس جیلاني او یو شمېر نورو چارواکو سره د تحریک طالبان پاکستان له‌خوا د جدي امنیتي ننګونو او همدارنګه د افغان کډوالو د خوندیتوب د اړتیا په اړه مهمې او ګټورې خبرې کړې وې.

د افغانانو د حقونو؛ په ځانګړي ډول د افغان کډوالو د خوندیتوب بحث داسې مهال د ښاغلي ویسټ د لیدونو د اجنډا په سر کې دی چې پاکستان لا هم په ساړه ژمي کې د دوی د ستنولو بهیر نه‌دی درولی.

افغانستان ته راستانه شوي افغان کډوال وايي، بې‌برخلیکه او سړه هوا کې بې له کومې سرپناه ژوند تېروي.

له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال له ګڼو ستونزو شکایت لري
له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال له ګڼو ستونزو شکایت لري

ننګرهار ته راستون شوی شاه‌ولي وایي:

"حکومت ته مو دا خواست دی چې موږ ته یوه سرپناه جوړه کړي، ماشومانو ته مو مکتب جوړ کړي او موږ ته د کار زمینه برابره کړي. ډېر افغانان راغلي، ټول په خاورو لړلي، ټول جایدادونه مو هلته پاتې شوي دي. "

یو بل راستون شوی اکبر بیا وايي، دومره ځای لا نه‌لري چې شپه په کې سبا کړي.
اکبر ازادي راډیو ته وویل:

"څه پیسې چې راسره وې، ټولې پاتې شوې، قرضونه مې هم و. پیغام مې دا دی چې دومره ځای او سرپناه نه‌لرم چې په کې واړوم. "

د راپورونو پر بنسټ، وروستیو میاشتو کې نږدې نیم میلیون افغانان افغانستان ته راستانه شوي دي.

سرپناه، بېړنیو خوراکي او غیر خوراکي مرستو ته اړتیا او روغتیايي ستونزې؛ له هغو لویو ننګونو دي چې راستانه شوي ډېر شمېر کډوال ورسره مخ دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG