د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۰

پاکستان ته د امریکایي پلاویو سفرونه او د افغان کډوالو د ایستو پر بهیر د ملګرو ملتونو د څېړونکو نیوکې


له پاکستانه یو شمېر تازه ایستل شوي افغان کډوال
له پاکستانه یو شمېر تازه ایستل شوي افغان کډوال

د ملګرو ملتو د راپور ورکوونکو او څیړونکو یوه ډله وایي، که چېرته یو شمیر افغان کډوال له پاکستانه په زوره وایستل شي، په خپل هېواد کې ممکن د بشري حقونو له جدي خطر سره مخامخ شي.

دوی پرون( د ډسمبر شپږمه) په جینوا کې د یوې غونډې پرمهال خبرداری ورکړ چې هغه افغانان چې په پاکستان کې د اوسیدو قانوني اسناد لري یا نه لري، له هر راز ګواښ سره د انساني قاچاق په شمول مخامخ کیدای شي.

په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ هم حضور درلود.

په راپور کې د ملګرو ملتونو دې ډلې د کډوالو د ایستلو پر مهال د نجونو او ښځو د احتمالي قاچاق خبره هم کړې ده او ویلي، د لږکیو مذهبي ډلو غړي او د پخواني حکومت چارواکي ممکن په افغانستان کې محاکمه شي.

د افغان کډوالو د موندلو لپاره د پاکستاني ځواکونو کور په کورعملیات
د افغان کډوالو د موندلو لپاره د پاکستاني ځواکونو کور په کورعملیات

ملګري ملتونه وایي، په زوره د کډوالو ایستل د نړیوالو قوانینو پرضد عمل دی.

پاکستان له خپلې خاورې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر د نومبر په پیل کې شروع کړ چې تر دې دمه د ملګرو ملتو په وینا تر څلور لکه ډېر افغانان افغانستان ته استول شوي دي.

د ملګرو ملتو د دې اندیښنو په ترڅ کې ټاکل شوې ده چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس ویسټ نن پاکستان ته ولاړ شي او له پاکستاني چارواکو سره د افغان کډوالو د ایستلو په تړاو وغږیږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهره بلوچ وایي چې ښاغلی ویسټ به نن اسلام اباد ته ورسیږي او د شنبې تر ورځې به هلته پاتې شي.

اغلې بلوچ زیاته کړه چې د ښاغلي ویسټ تر سفر وروسته به د ډسمبر په نهمه د امریکا یو بل هیات اسلام اباد ته ورشي، خو نوموړې په دې اړه نور توضیحات نه دي ورکړي.

بل لور ته نن د کډوالو په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیالې جولیتا والز نویس په مشرۍ پلاوی له اسلام اباده بیرته واشنګتن ته ستنیږي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ نن پاکستان ته په سفر ځي
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ نن پاکستان ته په سفر ځي

اغلې نویس د دوشنبې په ورځ اسلام اباد ته ولاړه چې له پاکستاني چارواکو سره د افغان کډوالو په تړاو خبرې وکړي.

یوه پاکستاني چارواکي د نوم له اخیستو پرته امریکا غږ ته وویل چې امریکا له پاکستانه د غیرقانوني افغانانو په ستنول کیدو اعتراض نه لري، خو غوښتنه یې کړې ده چې د ژمي په موسم کې دا لړۍ ورو کړي.

دغه پاکستاني چارواکي دا خبره هم کړې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیالې په مشرۍ پلاوي دا هڅه وکړه چې اسلام اباد هغه پنځه ویشت زره افغانان بیرته د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته ونه لیږي چې د امریکا د مهاجرت ویزو ته انتظار دي.

اغلې نویس د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت له استازیو او د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره د خپل درې ورځني سفر په ترڅ کې خبرې وکړې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG