د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۳

ټوماس وېسټ د افغانستان په تړاو د مشورو لپاره څلورو هېوادونو ته سفر پیل کړی


د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ ويلي، د افغانستان په اړه د مشورو لپاره پاکستان، قطر، متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان ته يې لس ورځنی سفر پیل کړ.

په داسې حال کې چې پاکستان کې لا هم د بې‌اسناده افغان کډوالو د نيونې او ايستلو لړۍ لا روانه ده، د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ د سيمې د هېوادونو سفر پيل کړی دی.

نوموړي نن پر خپله ايکسپاڼه ليکلي، د ډسمبر د پنځم او پنځلسمو نېټو ترمنځ به پاکستان، متحده عربي اماراتو، قطر او سعودي عربستان ته د سفر پرمهال د ګډو امنیتي ګټو، د افغان کډوالو د خوندیتوب او بیامېشتېدنې، بشري اړتیاو، بشري حقونو او اقتصادي موضوعاتو په اړه له چارواکو سره خبرې وکړي.

هغه په‌دې اړه ډېر جزيات نه‌دي ورکړي.

وېسټ داسې مهال د افغانستان په اړه د سيمې د هېوادونو لس ورځنی سفر پيلوي چې روانه اوونۍ د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيالي جوليټا ويلز هم پاکستان ته سفر کړی و.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني د تېرې سه‌شنبې په ورځ پر خپله ايکسپاڼه ليکلي، له جوليټا ويلز نويس او په پاکستان کې د امريکا له سفير ډونالډ بلوم سره يې ليدنه کړې.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی

دراني زیاته کړې چې په دې کتنه کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه خبرې شوي.

د افغان کډوالو په اړه دا لوړپوړي پلاوي داسې مهال سفر کوي چې د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت شمېرې ښيې چې د پاکستان حکومت هره ورځ تر زرو ډېر افغانان په زور له دغه هېواده شړي.

هممهاله په پاکستان کې يو شمېر افغان کډوال وايي، د پاکستاني پوليسو له لوري د کډوالو د نيونې او ځورونې لړۍ په چټکۍ دوام لري.

د پاکستان په کراچۍ مېشت کې يو افغان کډوال احمد افغان وايي، پاکستان کې پوليسو د افغان کډوالو د نيونې لپاره نوي چک پواينټونه رامنځته کړي دي او دوی نيسي.

نوموړي ازادي راډيو ته وويل: "متاسفانه هغه افغان کډوال چې ويزې نه‌لري د پاکستاني پوليسو له لوري نيول کېږي او زندانونو ته لېږدول کېږي او بيا افغانستان ته ديپورټ کېږي او دا لړۍ په ډېرې چټکۍ روانه ده."

نوموړی وايي، د نړيوالو سازمانونو له فشارونو سره سره پاکستان حکومت خپل دريځ بدل نه‌کړ او پر افغان کډالو يې د ده په ټکو بده ورځ راخيستې ده.

د پاکستان په اسلام‌‌اباد کې يوه بله افغان کډواله نسرين حميدي وايي، د پاکستاني پوليسو له لوري ونيول شوه، خو بېرته په ضمانت خوشې شوه.

هغې ازادي راډيو ته وويل: "کوم افغانان چې پاکستان کې ژوند کوي، د پوليسو تر څارنې لاندې وي. همېشه پوليس کورونه ته ځي، کډوال نيسي. زه خپله روغتون ته پر لاره وم چې د پاکستاني پوليسو له لوري ونيول شوم، څلور ساعته د دوی په بند کې وم، خو وروسته د هغو کسانو په همکارۍ چې د کډوالو ادارو کې يې کار کاوه، په ضمانت خوشې شوم."

دا کډوال په داسې حال کې د پاکستاني پوليسو له لوري د نيونو او ځورونو څخه شکايت کوي چې لا هم افغانستان ته د کډوالو د ستنېدو لړۍ په چټکۍ روانه ده.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس تېره ورځ پر خپله ايکسپاڼه خبر ورکړ چې يوازې تېره ورځ د تورخم دروازې له لارې ۱۰۰ کورنۍ راستنې شوې دي.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له‌مخې تراوسه له پاکستان څخه د بېرته راستنېدونکو افغان کډوالو شمېر تر څلور لکه او لس زرو اوښتی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG