د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۶

امریکايي چارواکو د طالبانو له بنده د مطیع‌الله ویسا د خوشې کېدو هرکلی کړی


د زدکړو فعال مطیع الله ویسا د طالبانو په بند کې د ۲۱۵ ورځو تر تېرولو وروسته د پنجشنبې په ورځ خوشې شو.
د زدکړو فعال مطیع الله ویسا د طالبانو په بند کې د ۲۱۵ ورځو تر تېرولو وروسته د پنجشنبې په ورځ خوشې شو.

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړو استازو د طالبانو له بند څخه د افغانستان د قلم لار ټولنې د مشر مطیع‌الله ویسا د خلاصون هرکلی وکړ.

د طالبانو له بنده د زده کړو د فعال مطیع الله ویسا له خوشې کېدلو د هرکلي په دوام د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړو استازو هم د نوموړي د خوشې کېدو هرکلی کړی او د یو شمېر نورو هغو فعالانو د خوشې کېدو غوښتنه یې هم کړې چې د طالبانو په بند کې دي.

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د پنجشنبې په ورځ په خپل ایکسپاڼه لیکلي چې د مطیع‌الله ویسا د خوشې د کېدو خبر په اورېدلو، چې په ټکو یې هیڅکله باید د افغانو نجونو د زده کړو له حقونو د دفاع په خاطر نه و نيول شوى، د هوساینې احساس وکړ.

امیرې دغه شان د ټولو هغو افغانانو د ژر خوشې کېدو غوښتنه کړې چې په خبره یې د خپلو حقونو د دفاع په خاطر د زړورو اقداماتو په خاطر او په ناحقه نيول شوي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي ټوماس وېسټ هم په خپله ایکسپاڼه لیکلي چې دی او همکاران یې د مطیع الله ویسا د خوشې کېدو هرکلی کوي او د ټولو افغان بشري حقونو د مدافعینو د خلاصون غوښتونکي دي.

د نجونو د زدکړو فعال مطيع الله ويسا د پنجشنبې په ورځ د طالبانو په زندان کې له اووه میاشتو تېرولو وروسته خوشې شو، خو طالبانو تر اوسه د نوموړي د خوشې کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

مطیع الله ویسا، چې د قلم لار بنسټ ايښودونکى دی، د طالبانو له‌خوا د نجونو پر زده کړو د بندیز پر ضد کمپاین پیل کړی و او په تېرو کلونو کې یې د افغانستان په لېرو پرتو سیمو کې لسګونه ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړې وه.

ويسا د روان کال د مارچ په پای کې په کابل کې ونیول شو او طالبانو هغه د 'حکومت ضد فعالیتونو' په ترسره کولو تورن کړ، خو کورنۍ یې دا تور رد کړی و.

د قلم لار ټولنې غړې مرضیې حفيظي د جمعې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې د ویسا د خوشې کېدو په اړه د نورو بندیانو پر خوشې کېدو هم د ټینګار په ترڅ کې وویل: "له نېکه‌مرغه ښاغلی ویسا پرون د طالبانو له بنده خوشې شو او له خپلې کورنۍ سره یوځای شو، تر اوسه يې د روغتيايي وضعیت په اړه جزيیات نه لرم، ځکه مونږ ورسره خبرې نه دي کړي ځکه چې هغه اوس ارام ته اړتیا لري."

د ویسا له خوشې کېدو وروسته د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ریچارډ بینېټ په ګډون د بشري حقونو یو شمېر نورو چارواکو او سازمانونونو د ویسا د خوشې کېدو هرکلی وکړ او د بشري حقونو د ټولو افغان مدافعینو د سمدستي او بې قید او شرطه خوشې کېدو غوښتنه یې وکړه.

ژولیا پارسي
ژولیا پارسي

بینېټ په خپله ایکسپاڼه کې د ژولیا پارسي، ندا پرواني او رسول پارسي یادونه کړې او لیکلي یې دي چې دا فعالان د خپلو حقونو او بشري حقونو د دفاع په خاطر نیول شوي دي.

ويل کېږي چې ژوليا پارسي، ندا پرواني، منيژه صديقي، رسول پارسي او يو شمېر نور فعالان دا مهال د طالبانو په بند کې دي، خو د طالبانو حکومت د هغوى نيول کېدل نه تاييد کړي او نه هم رد کړي دي.

د ندا پرواني یو خپلوان وايي چې تېره چهارشنبه یې له هغې سره لنډه ناسته درلوده.

هغه، چې نه یې غوښتل نوم او غږ یې په دې راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل چې د مېرمن پرواني څلور کلن ماشوم ناروغ دی او له طالبانو غواړي چې ندا پرواني او د هغې مېړه چې دوی هم په زندان کې دي، ژر تر ژړه خوشې کړي.

د مطیع الله ویسا له خوشې کېدو څو ورځې مخکې د طالبانو حکومت له شاوخوا لسو میاشتو وروسته د افغان الاصل فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي هم خوشې کړ.

په تېرو دوو کلونو کې د ښځو پر زده کړو، کار او ځينو نورو برخو د طالبانو بنديزونه د ښځو له پراخو لاريونونو او اعتراضونو او د بشري حقونو د فعالانو له سختو نيوکو سره مخ شوي چې په پايله کې يې يو شمېر معترضان د طالبانو له سخت غبرګون سره مخ شوي او يا هم د دوی له‌خوا نیول شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG