د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۵

د بخښنې نړیوال سازمان: مطیع‌الله ویسا باید نه وای نیول شوی


د قلم لار ټولنې مشر مطیع الله ویسا چې تېره ورځ د اکټوبر په شپږویشتمه د طالبانو له بنده ازاد شو.
د قلم لار ټولنې مشر مطیع الله ویسا چې تېره ورځ د اکټوبر په شپږویشتمه د طالبانو له بنده ازاد شو.

نړیوالو ورځپاڼو د طالبانو له زندان څخه د زده کړو د حقونو د فعال او قلم لار بنسټ مشر مطیع‌الله ویسا د خوشې کېدو او په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو لپاره د دې هېواد څخه د ایستل کېدو د مهلت په رانږدې کېدو لیکنې او راپورونه خپاره کړي دي.

سیټل ټایمز:

له امریکا خپرېدونکې سیټل ټایمز ورځپاڼې د طالبانو له بند څخه د مطیع‌الله ویسا د خوشې کېدو په اړه د اسوشېټېډپرېس راپور خپور کړی چې په یوه برخه کې یې د بخښنې د نړیوال سازمان په حواله ویل شوي، مطیع‌الله ویسا چې د نجونو د زده کړو د حق لپاره یې کار کوه باید نه وای نیول شوی.

په راپور کې د بخښنې د نړیوال سازمان له قوله زیاته شوې چې طالب واکمن باید د بشري حقونو نورې فعالانې او فعالان لکه رسول پارسي، ندا پرواني ژولیا پارسي او منیژه صدیقي هم له زندانه خوشې کړي.

اینډیپینډینټ:

له بریتانیا خپرېدونکې اینډیپینډینټ ورځپاڼې د هغو افغان کډوالو لپاره چې بریتانیا ته د تګ په انتظار په پاکستان کې په هوټلونو کې دېره دي د الوتکو د چارټر کېدو په اړه راپور خپور کړی دی.

د دې راپور په پیل کې ویل شوي، وروسته له هغې چې پاکستان خبرداری ورکړ چې ټول هغه افغانان به له دې هېواد څخه وباسي چې قانوني اسناد نه لري، بریتانیا په چارټر الوتکو کې د هغو افغانانو د ایستلو هڅه کوي چې بریتانیا کې د پناه ورکولو ژمنه ورسره شوې او دا مهال په اسلام اباد کې بند پاتې دي.

ورځپاڼه وايي، دا هغه افغانان دي چې افغانستان کې یې د نړیوال ایتلاف ځواکونو سره کار کړی او له میاشتو راهېسې اسلام اباد کې پاتې دي.

ډیلي مېل:

له بریتانیا خپرېدونکې ډیلي مېل هم د پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو په اړه په یو راپور خپور کړی دی او په کې یې د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د حکومت هغه اعلان ته اشاره کړې چې وايي، دوی به د غیرقانوني کډوالو د ساتنې څو مرکزونه پرانېزي چېرې چې به د اسنادو نه لرونکي افغانان له پاکستان څخه تر ایستلو مخکې راټولوي.

مېل انلاین ویلي چې پاکستان هغو کډوالو ته چې په دې هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري د اکټوبر میاشتې تر پای پورې وخت ورکړی چې له دې هېواد ووځي.

اټکل کېږي چې په پاکستان کې تر یونیم میلیون زیات داسې افغان کډوال شته چې د کډوالۍ یا سفر اسناد نه لري.

مېل انلاین په دې اړه د خپل راپور کې زیاته کړې، پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه داسې مهال کوي چې په دې هېواد کې بریدونه زیات شوي او د پاکستان حکومت یې پړه په هغو وسله‌والو اچوي چې د دوی په وینا افغانستان کې دي، خو افغانستان کې د طالبانو حکومت تل دا تورونه رد کړي دي.

مېل انلاین د خپل راپور په پای کې د افغانستان اقتصادي ستونزو ته هم اشاره کړې چې د نړیوال بانکي سیستم څخه پرې شوی، په بشري مرستو تکیه ده او سوړ ژمی هم په کې په رابره کېدو دی.

هغه څه چې د پاکستان څخه شړل کېدونکو افغان کډوالو ته به افغانستان ته ستنېدل نور هم ستونزمن کړي.

XS
SM
MD
LG