د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۱

واشنګټن ټایمز: له افغانستانه د ځواکونو د وېستو په اړه د امریکا د دفاع وزیر د استیضاح کولو طرحه وړاندې شوې


د متحده ایالاتو د دفاع وزیر، لوېد اسټېن
د متحده ایالاتو د دفاع وزیر، لوېد اسټېن

واشنګټن ټایمز د امریکا د متحدو ایالتونو د استازیو په جرګه کې د جمهوري غوښتونکو ګوند د غړي کوري میلز د غوښتنې په اړه لیکنه خپره کړې ده.

ښاغلي میلز له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د اېستلو په تړاو د امریکا د دفاع وزیر لوېد اسټېن د استیضاح غږ اوچت کړی دی.

ده د جمعې په ورځ د استیضاح طرحه وړاندې کړه.

په دې طرحه کې راغلې دي، چې دفاع وزیر له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د اېستلو لپاره نژدې اته میاشتې وخت درلود چې دا چارې په منظم ډول ترسره کړي، خو دی ونه توانیده چې په مصون ډول پوځیان وباسي او نهه زره امریکایي اتباع یې هم شاته په افغانستان کې پرېښودل.

بلې امریکایي ورځپاڼې واشنګتن ایګزماینر هم له افغانستانه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته امریکا ته د رسیدلو او په لاره د پاتې شویو افغانانو په اړه لیکنه خپره کړې ده.

واشنګتن ایګزماینر لیکي، دوه کاله تېر شول، خو لاهم د امریکا یو شمېر متحدان په افغانستان کې پاتې دي او یوشمېر چې یې امریکا ته رسیدلې دي هلته د دایمي اسنادو د ترلاسه کولو بهیر ته انتظار دي.

د ورځپاڼې په باور، تر دې دمه په افغانستان کې د امریکا د ځانګړیو ویزو لپاره څه باندې یولک او دوه پنځوس زره کسان انتظار کوي.

د کډوالۍ د نړیوالې پروژې د څارنې د برخې سلاکار اډم بیټس واشنګتن ایګزماینر ورځپاڼه ته ویلي دي، چې د ځانګړې ویزې د پروګرام له مخې باید د کډوالو دوسیه په نهه میاشتو کې تصفیه شي، خو څلرویشت میاشتې پرې تیرې شوې دي او ورځ په ورځ دوسیې یو پر بل باریږي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي، له دې ډلې چې امریکا ته یې د تګ لپاره درخواستونه ورکړې دي، ګڼ کسان پاکستان ته تللي دي، هلته د دوی د ژوند لګښتونه زیات دي، له پاکستانه د اېستلو له خطر سره مخامخ دي، هلته نه کار کولی شي او نه هم خپل ماشومان ښوونځیو ته استولی شي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یوه ویاند واشنګتن ایګزماینر ته وویل، چې اوس د دغو کسانو دوسیو ته کتنه پيل شوې ده، خو دې ویاند له دې څخه ډډه وکړه چې دا معلومات ورځپاڼې ته ورکړي چې څومره غوښتنلیکونه به ومنل شي.

د برېتانیا اینډیپنډنټ ورځپاڼې بیا په برېتانیا کې د یوه افغان کډوال پر ژوند لیکنه خپره کړې ده.

دا ورځپاڼه لیکي، د ریشي سوناک په مشرۍ د برېتانیا له حکومته غوښتل شوي، چې له طالبانو سره د جګړې پرمهال د برېتانیایي ځواکونو څنګ ته درېدلي افغانان بې کوره کیدو ته پرې نه ږدي.

ورځپاڼه لیکي، د افغان هوایي ځواکونو دغه پیلوټ ته تېره اونۍ وروسته تر دې دایمي ویزه ورکړل شوه ،چې اینډیپنډنټ ورځپاڼې د اوږدې مودې په مخه د هغه د حقونو لپاره مبارزه وکړه.

ورځپاڼې د دې پیلوټ نوم نه دی اخیستی، د هغه عکس یې خپور کړی دی خو پر مخ یې پرده اچولی ده چې ونه پيژندل شي.

اینډیپنډنټ لیکي، چې دا افغان اته ویشت ورځې وخت لري، چې د اوسیدو ځای پیدا کړي او له هغه وروسته به له هوټله واېستل شي.

د برېتانیا لومړي وزیر ریشي سوناک د شنبې په ورځ رسنیو ته وویل، چې هېواد یې د نویو کډوالو تر سخت فشار لاندې دی، د دوی لګښت دوه برابره زیات شوی دی، چې تقریبا اوس په کال کې څلور میلیارډه پونډو ته رسیږي.

XS
SM
MD
LG