د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۰

د کابل دشت برچي په وروستۍ پېښه کې د یوې کورنۍ پلار او زوی هم وژل شوي


ارشیف: د کابل یوه څنډه کې له چاودنې وروسته د سیمې انځور
ارشیف: د کابل یوه څنډه کې له چاودنې وروسته د سیمې انځور

د کابل په دشت برچي کې د روانې اوونۍ د سې شنبې د ورځې د خونړې چاودنې په قربانیانو کې د یوې کورنۍ دوه غړي چې پلار او زوی کېدل هم شامل وو.

د روانې اوونۍ د سه شنبې په ماښام د کابل ښار په لوېدیځ کې په یوه کاسټر موټر کې د چاودنې له امله د یوې کورنۍ دوه غړي هم وژل شوي دي.

۴۰ کلن محمد نسیم حیدري چې خټګر و او ۱۷ کلن زوی یې محمد مصطفی حیدري چې له خپل پلار سره یې یو ځای کار کاوه، د سې شنبې په ماښام کورته په لاره د چاودنې له امله ووژل شول.

په دې پېښه کې چې مسولیت یې داعش وسله والو ومنلو د محمد نسیم حیدري دوه نور نږدې خپلوان هم ټپیان شوي دي.

د محمد نسیم حیدري اوښي غدیر تابش ازادي راډيو ته وویل: "د دې لپاره چې پنځه روپۍ زياتې ورنه کړي په کاسټر کې سپرېږي او په چاودنه کې برابرېږي د شهيد نسيم د تره زوی او زما اوښى ټپيان شول او مونږ د شپې له شپږو بجو څخه د ماښام تر نهو پورې وګرځېدو او بلاخره عدلي طب د دغو دوو شهیدانو سوځېدلي جسدونه موږ ته وسپارل."

له دې سره سره چې د غدیر څلور خپلوان د دې برید قربانیان دي، زیاتوي چې د کابل ښار د لوېدیځ اوسېدونکي چې ډېری یې شیعه ګان دي، اوس هم د ناامنۍ له ګواښ سره مخامخ دي.

د هغه په خبره، په افغانستان کې شیعه ګان هم په تېر حکومت او هم د طالبانو په حکومت کې د داعش د بریدونو له ګواښ سره مخ وو او مخ دي.

په همدې حال کې د بشري حقونو فعاله او د افغان ښځو د سیاسي مشارکت شبکې غړې ترنم سعیدي چې په دې وروستیو کې یې د دې پېښې په تړاو یو پرېکړه لیک هم خپور کړی، ازادي راډیو ته ادعا وکړه چې طالبان د داعش پر وړاندې د مبارزې لپاره کلکه او جدي اراده نه لري.

ترنم سعیدي
ترنم سعیدي

هغې وویل: "طالبان افغانستان ته د سرتاسري امنیت د ټینګښت له دعوې سره راننوتل، خو په تېرو دوه کلونو او درېیو میاشتو کې بېلابېلو چاودونو وښوده چې دا هر څه د دوی د ادعا برعکس دي، طالبان له داعش سره د مبارزې توان لري، ځکه کافي وسلې، پیسې او ځواکونه لري، خو ځیني عوامل د دې لامل کېږي چې چاودنې کمې نه شي او طالبان له دې وسله والې ډلې سره جدي او پرېکنده مقابله ونه کړي."

که څه هم ترنم سعیدي د یادو عواملو په اړه نور جزییات ورنه کړل، خو د طالبانو حکومت تل د داعش پر وړاندې د عملیاتو او د دغې ډلې د ځینو مشرانو د وژلو خبرونه خپاره کړي او ادعا یې کړې چې په افغانستان کې یې داعش ډله ځپلې ده.

خو په افغانستان کې د داعش ډلې د ګواښونو او بریدونو په اړه لا هم نړیوالې اندېښنې پر ځای پاتې دي.

د طالبانو د حکومت د امنیتي چارواکو د معلوماتو پر بنسټ د کابل د دشت برچي په سیمه کې د ملکي وګړو د سپرلیو په کاسټر موټر د سې شنبې د ورځې د ماښام په پېښه کې ۷ تنه وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

د اسلامي دولت یا داعش په نوم د وسله والې ډلې خراسان څانګې د دې حملې مسولیت ومانه.

دا په وروستیو اونیو کې دوهم برید دی چې د کابل ښار په لوېدیځ کې ترسره کېږي.

د تېرې اکټوبر میاشتې په ۲۳ مه د کابل ښار په دشت برچې سیمې په یو ورزشي کلب کې داعش وسله والو د هغه چاودنې مسولیت هم ومانه چې څلور تنه په کې ووژل شول او اوه نور ټپیان شول.

د سه شنبې په ماښام د کابل ښار په لوېدیځ کې په کاسټر موټر کې خونړۍ چاودنې غبرګونونه هم راوپارول.

د چهارشنبې په ورځ ناوخته د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي ټوماس وېسټ او رینا امیري او په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافېرې کرن ډیکر هم دغه برید غندلی او په دې اړه یې د بشپړې څېړنې غوښتنه کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG