د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۹

عیني شاهدان: په کابل کې د پنجشنبې د پېښې د وژل شویو او ټپیانو شمېر ډېر دی


د کابل په دشت برچي کې د پرونۍ پېښې له سیمې یو انځور
د کابل په دشت برچي کې د پرونۍ پېښې له سیمې یو انځور

د کابل ښار په دشت برچي کې د پنجشنبې ماښام د چاودنې یو شمېر عیني شاهدان او قربانیان ادعا کوي چې په دې پېښه کې د وژل شویو او ټپیانو شمېر له هغه څه چې د طالبانو حکومت اعلان کړی ډېر دی.

خان اقا د کابل ښار په لوېدیځ کې د ملت په نوم د سوکوهنې په کلپ کې د پنجشنبې ماښام د چاودنې له قربانیانو څخه دی.

هغه، چې يو ورزشکار او د دغه ورزشي کلپ غړى دى، په دې چاودنه کې ټپي او وراره يې وژل شوى دى.

نوموړي ازادي راډيو ته وويل چې د چاودنې پر مهال په کلب کې شاوخوا ٦٠ کسان موجود وو.

که څه هم د طالبانو حکومت وايي چې په دې چاودنه کې ۴ تنه وژل شوي او ۷ تنه نور ټپيان دي، خو خان اقا ادعا کوي چې احتمالاً په دې چاودنه کې ۱۰ تنه وژل شوي او د ۳۵ تر ۴۰ تنه نور ټپیان شوي وي.

نوموړي په دې اړه وویل: "زه خپله هلته وم، پښه مې ټپي شوې. د تمرین په حال کې وو چې چاودنه وشوه نور نو پوه نه شوم. ۶۰ کسان به د کلپ دننه وو. ښايي ۱۰ کسان شهیدان او ۳۵-۴۰ کسان به ټپي شوي وي. ډېری ټپیان شوي وو."

د کابل د دشت برچي په یوه سپورټي کلب کې تر چاودنې وروسته هټیوال د خپلوهټیو ته ګوري.
د کابل د دشت برچي په یوه سپورټي کلب کې تر چاودنې وروسته هټیوال د خپلوهټیو ته ګوري.

د چاودنې يو تن عيني شاهد حبيب له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل، چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې د څو ورزشي کلبونو زده کوونکي د ملت په سوکوهنې کلپ کې د خپلو سياليو د تمرین لپاره راټول شوي وو.

هغه زياته کړه چې د پیوند مارکېټ د څلورم پوړ دېوالونه، چې کلپ او د چاودنې ځای و، په بشپړه توګه ويجاړ شوي دي.

حبیب هم ادعا کوي چې په دې پېښه کې تر ۴۰ ډېر کسان ټپیان شوي او یو شمېر مړه شوي دي.

هغه زیاتوي: "په دې کلب کې د جمعې په ورځ یوه سیالۍ وه او یوه شپه مخکې د بېلابېلو کلبونو او د مجتمع ملت کلپ زده کوونکي د روانې سیالۍ لپاره تمرین کاوه او ټول سره راټول شوي وو. څرنګه چې د دې پېښې وروسته موږ په جریان کې وو، ویلی شو چې له بده مرغه په دې پېښه کې له ۴۰ کسانو څخه زیات ټپیان دي. نن موږ د یو شهید پر جنازې ولاړ وو او د کلپ زده کوونکي مو ولیدل، له بده مرغه دوی د شهیدانو شمېر له ټپیانو څخه زیات بولي."

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع او د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دې راپور تر خپرېدو پورې په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

خو تر دې مخکې د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدران ویلي وو چې د کابل ښار په لوېدیځ کې د پنجشنبې د ماښام د چاودنې له امله د وژل شویو کسانو شمېر څلور تنو ته رسېدلی او اووه تنه نور په کې ټپیان شوي دي.

نوموړي د چاودنې د نوعیت په اړه جزییات ورنه کړل.

دا چاودنه د کابل ښار په لوېدیځ کې د شیعه ګانو په ګڼ مېشته سیمه کې شوې چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ مخکې او وروسته ډېری وخت د خونړیو ځانمرګو او چاودنو هدف ګرځېدلې ده.

روغتونونه، ښوونیز مرکزونه، ښوونځي او لوبغالي هغه ځایونه دي چې په دې سیمه کې تر ټولو زیات د خونړیو بریدونو شاهدان دي.

که څه هم د پنجشنبې ورځې د چاودنې پړه کوم چا یا کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې، خو د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې په دې سیمه کې د ځینو دغو بریدونو مسوولیت منلی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG