د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۸

د کابل د تېرې ورځې چاودنې ته غبرګونونه؛ بینېټ: د پېښې په اړه باید رڼې څېړنې وشي


د افغانستان په عمومي نقشه کې د کابل ولایت موقعیت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د کابل ولایت موقعیت

په کابل کې د تېرې ورځې چاودنې چې د طالبانو حکومت د معلوماتو له مخې اووه تنه په کې ووژل شول او شل نور ټپیان شول غبرګونونه راپارولي دي.

د کابل په دشت برچې کې د تېرې ورځې حملې چې مسوولیت داعش وسله والې ډلې منلی دی بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارد بینېټ ویلي: "زه د دې پېښې د عاملینو د پېژندلو او ورسره د حساب لپاره د یوې بشپړې شفافې څېړنې غوښتنه کوم."

هغه په خپل ایکسپاڼه لیکلي، دا په تېره یوه میاشت کې د افغانستان په هزاره توکمو درېیمه خونړۍ حمله ده چې مرګ ژوبله اړوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکی ریچارد بینېټ
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکی ریچارد بینېټ

په همدې حال کې پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي دغه حمله غندلې او پر خپل ایکسپاڼه یې لیکلي: "دغه ترهګریزه کړنه، بشر ضد جنایت او له ټولو انساني او اسلامي ارزښتونو سره ټکر کې ده."

په تېر جمهوري نظام کې د ملي مصالحې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله هم په خپل فېسبوک پاڼه د قرباني له کورنۍ سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره ویلي چې د ملکیانو په نښه کول په کلکو ټکو غندي.

تېره ورځ د نومبر په اوومه ماښام شاوخوا شپږ بجې د کابل ښار د دشتې برچې په سیمه کې د ولسي وګړو د سپرلیو په یو کاسټر موټر چاودنه وشوه، کابل لپاره د طالبانو د حکومت د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ رسنیو ته ویلي چې په دې پېښه کې ۷ تنه وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

د اسلامي دولت ډلې یا داعش خراسان څانګې د اعماق په نوم د ټلګرام په چینل د دې پېښې مسوولیت منلی دی.

د طالبانو حکومت د دغې د څرنګوالي په اړه جزیات نه دي ورکړي خو عیني شاهدانو ازادي راډیو ته ویلي چې دا پېښه د مقناطیسي ماین د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

دوی ادعا کوي چې په پېښه کې د تلفاتو شمېر لوړ دی.

د پېښې یو عیني شاهد چې په دې پېښه کې یې د کورنۍ یو غړی هم وژل شوي او نه غواړي په دې راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته وویل: "کله چې چاودنه وشوه موږ یې پرېنښودو چې ورنږدې شو، طالبان راغلل خو موږ ولیدل چې کاستر یې وهلی او ورپسې بل موټر ټونس هم اور اخیستی، دواړه موټرو اور اخیستی وو، وضعیت ډېر خراب وو. زه فکر کوم چې تلفات ډېر زیات وو، مطمین یم چې تر شلو کسانو شهیدان دي."

دی د طالبانو له حکومته غواړي چې د دوی امنیت دې خوندي کړي.

په کابل کې د ایمرجنسي روغتون په خپل ایکسپاڼه کې د یوه پیغام په خپرولو سره ویلي چې د یادې پېښې یو شمېر ټپیان دغه روغتون ته وروړل شوي، خو دقیق شمېر یې نه دی په ډاګه کړی.

دا په تېره یوه میاشت کې په افغانستان کې درېیمه پېښه ده چې په کې افغان شیعه ګان په نښه کېږي.

د تېرې اکټوبر میاشتې په ۲۶ مه د کابل د دشت برچي په پل سوخته سیمه کې په یو ورزشي کلب کې چاودنه وشوه چې له امله یې د طالبانو حکومت د شمېرو له مخې څلور تنه ووژل شول او نهه نور ټپیان شول.

له دې وړاندې د همدې میاشتې په ۱۳ مه د بغلان په پلخمرۍ ښار کې د جمعې د لمانځه پر مهال د شیعه ګانو په یو جومات کې خونړۍ چاودنه وشوه چې له لږترلږه ۲۵ کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

د دې دواړو پېښو مسوولیت هم د داعش ډلې خراسان څانګې منلی و.

د طالبانو حکومت تل ادعا کړې چې دوی په افغانستان کې داعش ډله ځپلې ده، خو د دغې ډلې د ګواښونو او حملو په اړه نړیوالې اندېښنې د پخوا په شان لا هم په خپل ځای دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG