د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۲

داعش او د کابل دشت برچي کې د برید پړه منل؛ یو شمېر شنونکي: افغانستان کې د داعش ګواښ له منځه نه دی تللی


د کابل په دشت برچي سیمه کې پر یوه ورزشي کلپ د پنجشنبې ورځې چاودنه
د کابل په دشت برچي سیمه کې پر یوه ورزشي کلپ د پنجشنبې ورځې چاودنه

د رسنیو د راپورونو له مخې، د اسلامي دولت ډلې (داعش) خراسان څانګې د تېرې پنجشنبې په ماښام د کابل په دشت برچي سیمه کې پر یوه ورزشي کلپ د برید پړه پر غاړه اخیستې ده.

اسوشیتد پرس د اسلامي دولت (داعش) ډلې اړوند د اعماق خبري اژانس په حواله راپور ورکړی چې د دې ډلې غړو د کابل په لویدیځ کې په یوه ورزشي کلپ کې چې ډيری شیعه ګان په کې وو، چاودیدونکي توکي ځای پر ځای کړي دي.

د اسوشیتد پرېس په راپور کې راغلي،داعش ادعا کړې چې په دې برید کې یې ۳۵ کسان وژلي او ټپیان کړي دي.

د طالبانو حکومت ویلي چې په دغه برید کې ۴ تنه وژل شوي او ۹ تنه نور ټپیان شوي دي، خو عیني شاهدان هم د مرګ ژوبلې شمېر تر دې لوړ بولي.

په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت ادعا کوي چې په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې ماته خوړلې، خو دا په تېرو دوو اوونیو کې په افغانستان کې پر شیعه ګانو دویم برید دی چې دغه ډله یې پړه پر غاړه اخلي.

د کابل په لوېدیځ کې د پنجشنبې ورځې د برید یو شمېر ټپیان او قربانیان، ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي د دوی امنیت دې تامین شي.

د دشت برچي په ملت ورزشي کلپ کې د ځانمرګي بريد يو ټپي خان اقا، چې پښه او ملا يې ټپي شوې وايي، چې په دې بريد کې يې وراره، ذوالفقار چې ١٢ کلن و، وژل شوى دى.

کابل کې یو سړی له لیرې د دشت برچي پر ورزشي کلپ د چاودنې ځای ته ګوري
کابل کې یو سړی له لیرې د دشت برچي پر ورزشي کلپ د چاودنې ځای ته ګوري

هغه زیاتوي:

" زه ټپي شوی یم، پښه مې ټپي شوې او ملا مې ژوبله شوې ده. زه خپله ښه یم خو وراره مې شهید شوی دی. نه پوهیږم چې کومه ډله وه. له دولت څخه غواړم چې د دې ډول پیښو څخه مخنیوی وکړي. ټول ملکي وګړي شهید شوي او ډيری ټپي شوي دي، زما وراره هم ډير ورکی و، ۱۲ کلن و. له دولت څخه غواړم چې امنیت ټینګ کړي. "

د دغه برید د قربانیانو له ډلې د سید علي سینا حسیني یوه ملګري چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته یې وویل چې ملګری یې «ملت» ورزشي کلپ ته د تمرین لپاره تلو او د ژوند لګښتونو به یې د ټکسي په چلولو پوره کول.

هغه زیاتوي چې دا ډول بریدونه باید ودرول شي.

نوموړي وړاندې وویل:

" د پنجشنبې ورځې په چاودنه کې له بده مرغه زما یو تن ملګری، سید علي سینا حسیني شهید شو. په کابل ښار کې یې ټکسي چلوه. څرنګه چې شاهدان یو دا ډول بریدونه د جمهوریت له وخته تر اوسه په افغانستان کې دوام لري. چې له بده مرغه په ښوونیز او ورزشي مرکزونو او مراسمو کې بریدونه ترسره شوي دي. یا دولت په دې برخه کې بې پروا دی او یا هم نه شي کولای مهار یې کړي. او موږ له بده مرغه خپل ډیری ځوانان په دې بریدونو کې له لاسه ورکړل. "

د امنیتي چارو پوه اسحاق اتمر وايي، د داعش خراسان څانګه لا هم په افغانستان کې د یو ګواښ په توګه موجوده ده او ډیری وخت شیعه ګان په نښه کوي.

اتمر ازادي راډیو ته وویل:

"د داعش ډلې موخه شیعه ګان دي. د جمهوریت او د ناټو د حضور پر مهال دا ډله په افغانستان کې ځای پر ځای شوه. تر اوسه دا ګواښ له منځه نه دی تللی. که طالبان اقدام ونه کړي، دا ګواښ ممکن زیات شي. "

طالب چارواکي بیا د داعش خراسان څانګې د ځپلو ادعا کوي
طالب چارواکي بیا د داعش خراسان څانګې د ځپلو ادعا کوي

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ګاونډیو هېوادونو په وار وار د طالبانو پر حکومت نیوکې کړي او اندیښنه یې ښودلې چې افغانستان د ترهګرو ډلو په ځاله بدل شوی دی، هغه ادعا چې طالب چارواکو رد کړې او ویلي یې دي چې اوس مهال په افغانستان کې هیڅ ترهګره ډله فعالیت نه لري.

خو لیدل شوي چې په بغلان او کابل کې د دوو وروستیو بریدونو مسوولیت د داعش خراسان څانګې په غاړه اخیستی دی.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د داعش خراسان څانګې د فعالیتونو او د وروستیو بریدونو د قربانیانو د اندېښنو په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

د داعش ډلې تر دې وړاندې هم په افغانستان کې پر ښوونځیو، روغتونونو، ښوونیزو مرکزونو، سپورتي کلبونو او مذهبي مراسمو د یو شمېر بریدونو پړه پر غاړه اخیستې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG