د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۲

بغلان کې د جومات دننه چاودنه؛ طالبان: ۷ لمونځ کوونکي وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي


هغه ویډیو چې د پلخمري د امام زمان په جومات کې له چاودنې وروسته ازادي راډیو ته رسېدلي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:18 0:00

سرچینې وايي، د پلخمري د امام زمان په جومات کې د شوې چاودنې نږدې دېرش مړي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د شمالي ولایت بغلان په پلخمري ښار کې د شیعه‌ګانو پر یو جومات د طالبانو حکومت د سیمه‌ییزو سرچینو په حواله انتحاري حملې، چې د جمعې د لمانځه پر مهال شوې، خلکو ته مرګ ژوبله هم اړولې ده.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو حکومت امنیه قومنداني وايي چې دا پېښه د بغلان ولایت پلخمري ښار د سیلو په لومړي سرک کې په امام زمان جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال شوې ده.

دغې قومندانۍ په یوه اعلامیه کې چې یوه کاپي یې ازادي راډیو ته هم رالېږلې ویلي چې دې انتحاري حملې ٧ کسه شیعه لمونځ کوونکي وژلي او ۱۵ نور یې ټپیان کړي دي.

د پلخمرۍ په روغتون کې یوې سرچیني چې د امنیتي دلایلو له امله یې ونه غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل چې د پېښې له ځایه روغتون ته نږدې ۳۰ جسدونه وروړل شوي دي.

یو شمېر نورو رسنیو په دې پېښه کې د نږدې پنځوس کسانو د ټپي کېدو خبرونه خپاره کړي دي.

عینې شاهدانو ویلي چې پېښه نن د جمعې د لمانځه پرمهال د پلخمري د سیلو په لومړي سړک کې د امام زمان په جومات کې شوې.

د خالد په نوم د پېښې یو عیني شاهد وویل: "چاودنه په تکیه خانه کې دننه وشوه. تلفات یې خورا زیات دي. حمله انتحاري وه. یو شمېر ټپیان انتقال شوي دي او نور ټپیان لاهم راباسي."

د دغه ولایت لپاره د طالبانو حکومت امنیه قومنداني وايي، د پېښې په اړه نورې څېړنې هم روانې دي.

د دې چاودنې مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی.

خو له دې وړاندې په افغانستان کې په شیعه وګړو د ګڼو خونړیو بریدونو مسولیت داعش خراسان څانګی منلی دی، هغه چې طالبانو یې په وار پر وړاندې د عملیاتو او د ځپلو خبره کړې، خو د امریکا د متحده ایالاتو او ملګرو ملتونو په ګډون د نړۍ ګڼو هېوادونو یې په افغانستان کې د موجودیت په اړه اندېښنه ښودلې او دا د نړۍ د امنیت لپاره یې ګواښ بللې ده.

د روان کال د اګسټ په ۲۵مه د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویلادیمیر وورونکوف د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په خپل راپور کې وویل، د داعش وسله والو په ګډون په افغانستان کې ۲۰ ترهګرې ډلې فعالې دي.

هغه دا هم وویل چې همدا اوس په دې هېواد کې د داعش ډلې د وسله‌والو او د هغوۍ د کورنیو شمېر له ۴زرو تر ۶ زرو کسانو رسېږي.

XS
SM
MD
LG