د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۱

په افغانستان کې د داعش پر وړاندې مبارزې لپاره ازبکستان مهم وبلل شو


دا داعش بيرغ
دا داعش بيرغ

ډیپلومات:

ډیپلومات خپرونې پرون د افغانستان په باب په یوه لیکنه کې د داعش پر وړاندې د مبارزې په برخه کې ازبکستان مهم هېواد بللی دی.

د لیکنې په پیل کې راغلي، تاشکند واشنګټن ته له طالبانو سره د غیرمستقیم مذاکراتو او په سیمه کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان ولایت څانګې د زیاتېدونکي نفوذ پر وړاندې د مبارزې لپاره د تعامل وړاندیز کړی دی.

لیکوال وايي، په داسې حال کې چې د اسلامي دولت خطر په زیاتېدو دی، له طالبانو سره د ازبکستان نږدې اړیکو، د واشنګټن لپاره تاشکند په یوه مهم شریک بدل کړی دی.

د ډیپلومات په لیکنه کې راغلي چې د امریکا د متحدو ایالتونو پالیسۍ جوړوونکو په افغانستان کې دېره د اسلامي دولت ډلې د خراسان ولایت څانګې د ظهور په باب سخته اندېښنه ښودلې، خو امریکا په ۲۰۲۱م کال کې له افغانستانه تر وتلو وروسته نه غواړي په افغانستان کې په پوځي لحاظ بیا ښکېله شي، ځکه نو په دې باور ده چې له ازبکستان سره له خپل پخواني شراکت په استفاده سیمه ییزې اندېښنې په بامفهومه ډول لیرې کړي.

لیکوال زیاتوي، له کله چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې په نیمايي کې پر افغانستان ولکه ټینګه کړې، تر ډېره یې هڅه کړې چې په ټول افغانستان کې پر افراطي ډلو کنټرول ولري.

خو د لیکنې له مخې، تر ټولو لویې افراطي ډلې یعنې د اسلامي دولت ډلې، د طالبانو د راپرځولو لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي، بل لوري ته یې د ازبکستان په ګډون د افغانستان شمالي هېوادونو ته هم خطر پېښ کړی دی.

د ډیپلومات په لیکنه کې راغلي، په لومړیو کې د طالبانو هڅې تر ډېره د افغانستان په ختیځ کې د امن پر ټینګښت متمرکزې وې او د اسلامي دولت ډلې د خراسان ولایت څانګه وتوانېدله چې د افغانستان په شمال کې نفوذ وکړي، دا کار د دې سبب شو چې دغه ډله د ۲۰۲۲م کال په اپرېل او مې میاشتو کې پر ګاونډیو هېوادونو ازبکستان او تاجکستان راکټي بریدونه وکړي او په دغو بریدونو کې د ازبکستان پوځي تاسیسات هم په نښه شوي وو.

د مقالې له مخې، ازبکستان له لویه سره د پخواني شوروي اتحاد تر ړنګېدو وروسته له مذهي افراطیت سره مبارزه کوي او پر مشکوکو افراطي کسانو د تاشکند فشارونه د دې سبب شوي چې له ازبکستان بهر ګڼ ازبک ټبره وګړي له افراطي سازمانونو سره ملګري شي.

لیکوال وايي، د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګه هم له هغو سازمانونو ده چې په خپلو لیکو کې یې د نورو وګړو تر څنګ د ازبکستان، تاجکستان او غرقستان اتباع ګمارلي دي.

فرسټ پوسټ:

د هند فرسټ پوسټ ورځپاڼې په چین کې د اسیايي مسابقو په باب لیکنه خپره کړې چې د شنبې په ورځ رسماً پیلېږي او طالبانو له افغانستان یوازې نارینه ورزشکاران ورلېږلي، خو ښځینه افغان ورزشکارانې له بهره ورته راځي.

د فرسټ پوسټ په لیکنه، دا له کله چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړه، لومړۍ اسیایي مسابقې دي چې د افغان ورزشکارانو دوې ډلې په کې برخه لري.

یوه ډله له افغانستانه ورغلې ده چې ۱۳۰ نارینه ورزشکاران په کې دي، له هغه هېواده چې ښځې په کې د طالبانو له خوا له ورزشي فعالیتونو منع شوي دي.

بله ډله له افغانستانه بهر تر زرغون، سره او تور بیرغ لاندې ورځي چې ۱۷ ښځینه ورزشکارانې به په کې وي.

د لیکنې له مخې طالبانو له تفریحي پارکونو، عمومي حمامونو او کار نه د ښځو په منع کولو ښځې له عامه ژونده حذف کړي او په رسنیو کې یې هم د فعالیت ساحه محدوده کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG