د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۸

مک‌کال: طالبان د دوحې تړون لپاره نه، د خپل واک د دوام لپاره د داعش خلاف مبارزه کوي


د امریکا متحده‌ایالاتو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل - تصویر له ارشیفه
د امریکا متحده‌ایالاتو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل - تصویر له ارشیفه

د امریکا متحده‌ایالاتو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مک‌کال، چې د جمهور رییس بایډن د ادارې کلک منتقد دی له داعش خراسان څانګې سره د طالبانو مبارزه د د دې ډلې داخلي قدرت د دوام لپاره بولي، نه د ده له قوله، د دوحې د هوکړې پر بنسټ.

د هغې دا څرګندونې د بهرنیو اړیکو کمېټې پرون یوه اعلامیه کې خپرې کړي دي.

دا اعلامیه د جمهور رییس بایډن حکومت د هغو څرګندونو وروسته خپره شوې، چې تېره اوونۍ یې ویلي و، طالبان د دوحې د تړون په بنسټ له ترهګرۍ سره مبارزه کوي.

خو د ښاغلي مک‌کال په اعلامیه کې له داعش خراسان څانګې سره د طالبانو مبارزې ته په اشارې لیکل شوي:

" په حقیقت کې طالبان د خپل واک د دوام لپاره د خپلو داخلي کوښښونو په دوام چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې یې کوي، له خپل القاعده متحدینو سره یو ځای د خپل ګډ دښمن"داعش خراسان څانګې" په ضد جګړه کوي. "

په اعلامیه کې دا هم لیکل شوي، چې طالبانو تر اوسه له القاعده ډلې سره اړیکې نه‌دي پرې کړي او که رښتیا هم دا ډله له ترهګرۍ مبارزه خپل مکلفیت بولي، القاعده ډلې ته به یې د پیسو ورکولو، د هغوی د ساتنې او ترې د ګټې اخستلو پر ځای د القاعده د له‌منځه وړو لپاره کار کړی وای.

تر اوسه سپینې ماڼۍ د ښاغلي مک‌کال د څرګندونو په اړه څه نه‌دي ویلي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا یو شمېر رسنیو ته د دغه امریکایي سیاستوال څرګندونې رد کړې دي
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا یو شمېر رسنیو ته د دغه امریکایي سیاستوال څرګندونې رد کړې دي

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه‌کړه، خو په افغانستان کې یو شمېر رسنیو د ښاغلي مجاهد له قوله لیکلي، چې هغه دا موضوع رد کړې ده او ویلي دي چې داعش یې په افغانستان کې ځپلی.

د امریکا متحده‌ایالاتو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکې کمېټې مشر داسې مهال په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې او القاعده ګواښ جدي بولي، چې په ملګرو ملتونو د ډنمارک مرستیال استازی ایریک لورسین په افغانستان کې داعش او القاعده ډلې د فعالیت په اړه اندېښنه ښيي.

هغه چې پرون یې په ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د نړیوال تروریزم د ګواښونو په اړه یوې غونډې ته خبرې کولې وویل، داعش او القاعده لا هم نړیوالې سولې او امنیت ته لوی ګواښ دی.

نوموړي ویلي:

"داعش او القاعده ډلې لا هم د نړیوالې سولې او امنیت پر وړاندې لوی ګواښونه دي. که څه هم داعش په سوریه او عراق کې د ځمکې پر مخ ماتې خوړلې، خو بیا هم د سیمې او ترې ور هاخوا لا هم د پام وړ امنیتي ګواښ دی. د داعش د خراسان څانګې پر ضد پرمختګونو ته په پام، د دوی اوږدمهاله سرخوږی د افغانستان، سیمې او د لویدیځ لپاره د اندېښنې وړ دی. "

د ویلو ده، چې د روان کال د اګسټ په ۲۵مه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په خپلو راپور کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویلادیمیر وورونکوف وویل، په افغانستان کې ۲۰ ترهګرې ډلې فعالې دي.

هغه دا هم وویل چې همدا اوس په دې هېواد کې د داعش ډلې د وسله‌والو او د هغوۍ د کورنیو شمېر له ۴زرو تر ۶ زرو کسانو رسېږي.

خو د طالبانو حکومت یې دا راپور رد کړ.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG