د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۰

افغانستان؛ د اړمنو او هغو هېوادونو په سر کې چې ډېر وګړي یې بشري مرستو ته اړ دي


یو شمېر بې وزله افغان مېرمنې - تصویر له ارشیفه
یو شمېر بې وزله افغان مېرمنې - تصویر له ارشیفه

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه صندوق یا یونېسف وايي، افغانستان د اړمنو له ادرسه د ګواښ تر ټولو په لوړه درجه کې دی او همدا اوس یې ۷۱ سلنه یعنې ۲۹،۲ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

یونېسف په یوه نوي راپور له یوتوپیا، کانګو، سوډان او یمن هم په افغانستان کې وضعیت پېچلی بللی او دا هېواد یې د هغو ۱۰ نورو هېوادونو په سر کې راوستی چې ډېر وګړي یې بشري مرستو ته احتیاج دي.

یونېسف په افغانستان کې د اقلیمي بدلون اغېزې هم ډېرې ګواښوونکي بللي او له همدې امله یې د بهرنیو سرچینو څخه د بشري مرستو تمویل په دې شرایطو کې یوه مهمه وسیله یاده کړې ده.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ملګروملتونو د عالي کمېشنرۍ یا 'یو این ایچ سي آر' مشر په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو یعنې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ میاشتې راهیسې له بېړني وضعیت سره مخ بولي او وايي، دا هېواد د ‌بشري حقونو د ناوړه وضعیت له امله د انزوا پر لور تللی دی.

'اې‌یو ابزرور خبري ویب‌پاڼه' پرون راپور ورکړی چې لیوناردو زولو پرون په بروکسل کې ویلي، دوی افغانستان کې وضعیت ته تل د یوه بېړني حالت په سترګه ګوري.

له پاکستانه د سلګونه زرو افغان کډوالو اېستو د افغانستان اقتصادي وضعیت نور هم اندېښمن کړی
له پاکستانه د سلګونه زرو افغان کډوالو اېستو د افغانستان اقتصادي وضعیت نور هم اندېښمن کړی

هغه دا هم ویلي چې 'یو این ایچ سي آر' اوسمهال له هغو افغان کډوالو سره د مرستې په بېړنۍ چاره بوخت دی چې د پاکستان د حکومت د پرېکړې پر بنسټ د نومبر له لومړۍ نېټې د ژمي په درشل کې هېواد ته راستنېږي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې بې‌وزلي وايي، د نامناسب او بد وضعیت په اوج کې شپې و ورځې تېروي.

د ننګرهار اوسېدونکی جانان وایي: "بچي مو وږي او نهر دي. نه کار شته، نه روزګار. زموږ له حکومت غوښتنه ده چې یو کار روزګار موږ ته پیدا کړي چې بچیو ته مو یوه مړۍ حلاله ډوډۍ پیدا کړي."

د کابل اوسېدونکې تهمینه بیا وايي، نه پوهېږي چې د خپل ژوند اړتیاوې څه ډول پوره کړي.

هغې ازادي راډیو ته وویل: "زموږ لپاره د ژوند شرایط ډېر سخت دي. موږ خو پرېږده، خو اولاونه مو باید دومره څه ولري چې خېټه یې مړه وي."

په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه اندېښنې په نړیواله کچه مطرح دي او ترڅنګ یې اړمنو ته د مرستو رسولو لپاره د بودیجې کمی بله ستونزه ده چې د وضعیت د لا خرابېدو لپاره یې زمینه برابره کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG