د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۹

اوچا: افغانان د اقلیمي بدلونونو د اغېزو د مقابلې لپاره بېړني ملاتړ ته اړتیا لري


د غور یو شمېر کروندګر وایي چې د اوبو کمښت یې پر حاصلاتو او فصلونو بد اغېز کړی
د غور یو شمېر کروندګر وایي چې د اوبو کمښت یې پر حاصلاتو او فصلونو بد اغېز کړی

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) وايي، په افغانستان کې بېړنۍ مرستې ته اړتیا ده چې د طبیعي پېښو له امله رامنځته شوي بحران ته رسېدنه وشي.

دغه سازمان د یکشنبې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي دي چې افغانستان د نړۍ د هغو لسو هېوادونو په ډله کې دی چې له ډېرو اقلیمي بدلونونو او طبیعي پېښو سره مخ دی.

اوچا ویلي، په افغانستان کې سخته وچکالي په ډېرېدو ده چې د خوراکي توکو د کمښت لامل کېږي او لوږه ډېروي.

د اوچا په وینا، په افغانستان کې د تودوخې درجه په نړۍ کې له اوسط درجې لوړه ده او د چاپیریال تخریب به د کرنې په برخه کې ستونزې رامنځ ته کړي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د بېلابېلو طبيعي پېښو يو شمېر قربانيان وايي چې بشري مرستو ته اړتيا لري.

د نیمروز ولایت د چهار برجک ولسوالۍ یوه کروندګر عبدالعظیم ازادي راډيو ته وویل چې له څلورو کلونو راهیسې خپلو کروندو ته پوره اوبه نه لري او نه یوازې د کرنې له لارې خپلې اړتیاوې نه شي پوره کولای، ورسره پوروړی هم دی.

هغه زیاته کړه:

"هر کال مو لس یا شل خرواره غنم اخیستل، چې د خوراک په شمول یې زموږ د ټول کال لګښتونه پوره کول، خو اوس په تاوان کې یوو، کوم غنم مو چې ذخیره کړي و، کله مو چې بیا وکرل، را شنه نه شول او موږ ته یې ګټه هم نه ده را رسېدلې، اوس په پورونو کې ډوب یم. "

په فراه کې یو افغان کروندګر له خپلې کروندې سره بوخت دی - تصویر له ارشیفه
په فراه کې یو افغان کروندګر له خپلې کروندې سره بوخت دی - تصویر له ارشیفه

د دايميرداد ولسوالۍ اوسېدونکى سيدجان چې درې مياشتې وړاندې يې کرنيزې ځمکې او د باغونو ونې سېلابونو وړي، ازادي راډيو ته یې وويل چې دومره مرستې نه دي ورسره شوي چې اړتیاوې یې پوره شي.

سرچینه زیاتوي:

"سېلابونو مو ټولې ځمکې وړې دي او هېڅ هم پاتې نه دي، ونې او باغونه له منځه تللي دي، یو څه مرستې راسره شوې دي، خو کوم بنسټ یا موسسې داسې مرسته نه ده راکړې چې زموږ ستونزې حل شي."

د هرات ولایت اوسېدونکی احمد علي هم چې د وروستیو زلزلو له امله یې کور او توکي له لاسه ورکړي، ازادي راډیو ته یې وویل چې دوی سرپناه ته بېړنۍ اړتیا لري.

احمد علي وویل:

"زموږ کور له څېلمې نړېدلی دی، هر څه مو چې درلودل، ټول تر خاورو لاندې شول او اوس هېڅ نه لرو. لومړنۍ غوښتنه مو دا ده چې سرپناه راته جوړه شي، نه خس، نه لرګي او نه ګاز او ذغال لرو. موږ ته دې سرپناوې جوړې شي چې اولادونه مو له یخنۍ وژغورل شي."

هرات ولایت په اکټوبر میاشت کې د یوې مرګونې زلزلې شاهد و چې د اوچا د شمېرو له مخې شاوخوا ۱۵۰۰ تنه یې مړه او تر ۲ زره یې زیات ټپیان کړل او تر ۴۸ زرو زیات کورونه یې ویجاړ کړل.

د يادونې ده چې يوه مياشت وړاندې ملګرو ملتونو هم په افغانستان کې د خوراکي توکو د کمښت د بحران د پراخېدو خبرداری ورکړی و.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ د دفتر (OCHA) د پخوانیو شمېرو له مخې، په افغانستان کې ۲۹.۲ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

د دغه سازمان په وینا، د سیمې له هېوادونو؛ په ځانګړې توګه له پاکستان څخه د سلګونه زره کډوالو د ایستلو له امله به په راتلونکي ژمي کې بشري مرستو ته د اړمنو شمېر لا ډېر شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG