د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۸

۱۷ ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو خبرداری؛ مخکیني زیانمن شوي: تراوسه مرسته راسره نه ده شوې


په غور کې یو شمېر سېلاب ځپلي - ارشیف
په غور کې یو شمېر سېلاب ځپلي - ارشیف

د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې په بدخشان، تخار، بغلان، سمنګان، سرپل، بلخ، بامیان، پنجشېر، پروان، نورستان، کنړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو او سالنګونو کې د نسبتاً سختو اورښتونو، تالنده او برېښنا او سېلابونو د راتلو د احتمال خبرداری ورکړی دی.

د دغه رياست د وړاندوينې له مخې، د يادو ولايتونو په بېلابېلو سيمو کې به په ټولیز ډول د اورښت اندازه له ۱۰ تر ۳۰ ملي مترو پورې وي.

دغې ادارې د هېواد په مرکزي، شمال لوېديځ، لوېديځ او سوېل لوېديځو ولايتونو کې د سختو بادونو د را الوتو د احتمال خبر هم ورکړى دى.

په تېرو میاشتو کې د افغانستان یو شمېر ولایتونه د طبیعي پېښو؛ په ځانګړي ډول د ویجاړونکو سېلابونو شاهدان وو، چې یو شمېر کورنیو ته په کې ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

د سېلاب ځپلو سیمو خلک بشري مرستو ته اړتیا لري
د سېلاب ځپلو سیمو خلک بشري مرستو ته اړتیا لري

د اټکل شویو ولایتونو په منځ کې یو شمېر هغه ولایتونه هم شته، چې تر دې وړاندې د ویجاړونکو سېلابونو شاهدان وو.

اوس په دغو ولايتونو کې يو شمېر کورنۍ چې کورونه يې د سېلابونو له خطر سره مخ دي، اندېښمن دي.

د جلال اباد ښار د اتمې ناحيې اوسېدونکي ملک يعقوب ازادي راډيو ته وويل، چې په دې سيمه کې پخوا هم سختو بارانونو او سېلابونو خلکو ته ډېر مالي زيانونه اړولي دي.

نوموړی وایي:

"چې بارانونه شي، سېلابونه شي موږ ته ضرر ډېر رسيږي، ځکه زمونږه کورونه د سېلاب مخې ته دي بيخي سېلاب زموږ په طرف باندې ډېر را روان وي، بيخي زموږ کوڅې، ماشومان، مال او سر مو ټول په امن کې نه‌دي، سېلاب يې خرابوي نو."

د نورستان ولايت د منډول ولسوالۍ اوسېدونکى جمعه الدين هم په خپله سيمه کې د تېرو سېلابونو له امله د اوښتو زيانونو په اړه وايي:

"دلته ډېر سېلابونه راغلل او زموږ خلکو ته يې مالي زيانونه واړول، د خلکو کرنيزې ځمکې يې ويجاړې کړې، سېلاب ډېر سړکونه ويجاړ کړل."

افغانستان د اقلیمي بدلونونو له ډېرو زیان ګالونکو هېوادونوڅخه اعلان شوی
افغانستان د اقلیمي بدلونونو له ډېرو زیان ګالونکو هېوادونوڅخه اعلان شوی

تر دې وړاندې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د طبیعي پېښو په ځانګړي ډول د سېلابونو یو شمېر قربانیانو له ازادي راډیو سره د خبرو پر مهال د مرستو له کموالي شکایت کړی و.

هڅه مو وکړه له زيانمنو شويو سره د مرستو د رسولو او چمتووالي په برخه کې د طالبانو د حکومت د پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت نظر هم واخلو، خو د دغه وزارت ویاند شفیع‌الله رحیمي د دې راپور تر خپرېدو پورې د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

خو نوموړي تر دې مخکې ازادي راډيو ته ويلي وو، چې ياد وزارت د ملي او نړيوالو بنسټونو په همکارۍ سېلاب ځپلو سيمو ته بشري مرستې رسولي او زيانمنو شويو ته د مرستو رسولو لړۍ دوام لري.

د یادونې ده، چې څه موده وړاندې ملګرو ملتونو په خپل یوه راپور کې ویلي و، چې افغانستان د اقلیم د بدلون له امله د زیانمن شویو لسو هېوادونو له ډلې دی او د اوړي په موسم کې په دغه هېواد کې د سېلابونو کچه ډېرېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG