د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۷

یو نړیوال فدراسیون: د وروستیو سېلابونو زیانمن افغانان بشري مرستو ته ډېره اړتیا لري


په پروان کې د وروستیو سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو یو انځور
په پروان کې د وروستیو سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو یو انځور

د سره صليب او سرې مياشتې نړيوال فدراسيون وايي، د افغانستان په سېلاب ځپلو سيمو کې خلک د اوږدې جګړې، وچکالۍ او مالي بې‌ثباتۍ له امله سختو بشري اړتياوو سره مخ دي.

د سره صليب او سرې مياشتې نړيوال فدراسيون وايي، په افغانستان کې د وروستيو سېلابونو له امله زيانمنې شوې سيمې د اوږدې جګړې، وچکالۍ او مالي بې‌ثباتۍ له امله بشري مرستو ته زياته اړتيا لري.

دغه فدراسیون د دوشنبې په ورځ د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، وروستیو سېلابونو اوغیر موسمي بارانونو دغه ناورین لا پسې سخت کړی دی.

په راپور کې راغلي چې د جولای له ۳۰مې راهیسې د سېلابونو له امله ۶۱ تنه مړه شوي، ۲۴ تنه ټپیان شوي او ۶ تنه لادرکه دي چې له دې ډلې ۳۷ تنه یوازې په میدان وردګو ولایت کې مړه شوي دي.

دغه راز راپور کې ويل شوي چې يادو سېلابونو د بدخشان، دايکندي، غزني، هلمند، کابل، کندهار، کاپيسا، خوست، کونړ، کندز، لوګر، ميدان وردګو، ننګرهار، نورستان، پکتيا، پروان، اروزګان او زابل ولايتونه اغېزمن کړي دي.

په دغو ولایتونو کې شاوخوا ۱۲۶ زره کسان د دغه ناڅاپه سېلابونو له امله زيانمن شوي دي.

وروستیو سېلابونو په میدان وردګ کې درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي. د دې سیمې یو اوسېدونکی د خپل ویجاړ شوي کور ته ولاړ دی.
وروستیو سېلابونو په میدان وردګ کې درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي. د دې سیمې یو اوسېدونکی د خپل ویجاړ شوي کور ته ولاړ دی.

دغه راز ویل شوي چې ۱۳۶۰ د استوګنې کورونه په بشپړه یا جزوي توګه ویجاړ شوي، له ۱۳۰۲۳ هکتاره زیاته کرنیزه ځمکه ويجاړه شوې او لږ تر لږه ۱۱۲۸ څاروي له منځه تللي دي.

د سره صليب او سرې مياشتې نړيوال فدراسيون وايي، افغانستان په تېرو کلونو کې د سختې وچکالۍ له امله زيانمن شوى، په داسې حال کې چې د نږدې ٨٠ سلنه افغانانو ژوند په کرنه پورې تړلی او ۵۸ سلنه افغانان په کرنه بوخت دي.

ياد فدراسیون زیاته کړې، له همدې امله د افغانستان خلک د بې‌وزلۍ په ګډون له ګڼو ننګونو سره مخ دي او له افغانستان څخه راپورونه ښيي چې په تېرو لسو کلونو کې د ژوند او معیشت د ضایع کېدو کچه لوړه شوې ده.

د راپور په دوام کې راغلي چې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنې شوې کورنۍ اوس هم په همدې ځپل شویو سیمو کې ژوند کوي او ځینې یې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي چې له سرپناه پرته پاتې دي او د سړکونو او پلونو ویجاړېدو له امله مرکزي ساحو ته د سيمې د اوسېدونکو لاسرسی سخت شوی.

د میدان وردګو ولایت د دایمیرداد ولسوالۍ اوسېدونکی سید ګل چې دوه اوونۍ وړاندې په دغه ولایت کې د سېلابونو له امله زیانمن شوی او دا مهال تر یوې خېمې لاندې ژوند کوي، له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې ورکړل شوې مرستې کمې دي او نورې مرستې دې ورسره وشي.

هغه وویل: "له لسو نه تر پنځلس کورونو زموږ مکمل تخريب شوي دي او نور قسمي هم ټول کلی تخريب شوی دی، سړکونه مو خراب دي، مېوه لرونکې ونې او باغونه مو سېلاب وړي دي. زموږ د کلي اکثره خلک نورو کليو ته مهاجر شوي دي. هېڅ دلته د ژوند لپاره شرايط نه‌شته."

په ورته وخت کې د چاپېریال ساتنې کارپوه احمد جاوید نوري ازادي راډيو ته وویل چې د ونو کېنول، څړځایونو له منځه نه وړل، د اوبو د بندونو جوړول او په زیانمنو سیمو کې د کورونو نه جوړولو په ګډون خلکو ته د مخنیوي او خبر ورکول د زیانونو شدت کمولی شي.

نوري وویل: "باید خبر کړي يې وای چې سېلابونه تللي او لارې یې خلاصې کړي دي. په دې لارو کې زیاتره سیمې خالي شوې وې، چې د پېښو مخه یې ونه نیوله، بلکې لوی زیانونه او مرګژوبله یې راکمه کړه."

سږنیو سیلابونو د افغانستان د نورو سیمو په څېر لغمان کې هم درانه زیانونه اړولي دي.
سږنیو سیلابونو د افغانستان د نورو سیمو په څېر لغمان کې هم درانه زیانونه اړولي دي.

د طالبانو د حکومت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند شفیع‌الله رحیمي په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ور نه‌کړ، خو څو ورځې وړاندې یې په یوه خبري غونډه کې وویل چې په تېر کال کې شاوخوا ۷۰۰ کسان د طبيعي پېښو له امله مړه شوي دي او تر ۷۰۰ ډېر نور يې ټپیان کړي دي.

د هغه په وينا، تر دې مهاله په افغانستان کې د طبيعي پېښو له امله څه باندې سل زره کورنۍ بې ځايه شوي او د نړيوالو موسسو په همکارۍ يې د طبيعي پېښو له زيانمنو سره مرستې کړې دي، خو له دې وړاندې یو شمېر سېلاب ځپلو ازادي راډيو ته ویلي وو چې تر اوسه ورسره هېڅ ډول مرسته نه‌ده شوې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG