د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۰

د خوړو نړیوال سازمان: افغانستان ته د بیرته ستنیدونکو لپاره ۲۶،۳ میلیون ډالرو ته بېړنۍ اړتیا لرو


له پاکستانه یو شمېر تازه ستانه شوي افغانان
له پاکستانه یو شمېر تازه ستانه شوي افغانان

افغانستان ته له ګاونديو هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستان څخه د کډوالو په ډله‌ییز ډول چټک ستنېدل، د سوړ ژمي رانږدې کېدل او د نړیوالو سازمانونو اندېښنې.

د خوړو نړيوال پروګرام وايي، افغانستان کې د بېرته راستنېدونکو سره د مرستې لپاره ۲۶.۳ ميليون ډالرو ته بېړنۍ اړتيا لري.

ډبيلو‌اف‌پي د دسمبر په لومړۍ نېټه پر خپله‌ وېب‌پاڼه د يو راپور په خپرولو سره ويلي، د دوی ټيمونو د بولدک او تورخم دروازو له لارو راستنېدونکو کډوالو سره لیدلي دي او زیاتوي چې د ژمي په راتلو سره بشري مرستو ته د يادو کډوالو اړتيا نوره هم ډېره شوې.

راپور کې راغلي، وروسته له هغه چې د اکتوبر په میاشت کې د پاکستان حکومت اعلان وکړ چې ټول بې‌اسناده کډوال له دغه هېواده باسي، له ۳لکه ۷۰زره ډېر افغان کډوال د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شول.

هم‌مهاله يو شمېر راستنېدونکي کډوالو هم ازادي رادیو سره خپلې ستونزې شریکې کړې دي.

ادريس چې د ننګرهار ولايت اوسېدونکی او راستون شوی کډوال دی وايي، ۱۱سره کورنۍ لري، خو نه سرپناه لري او نه يې هم چا پوښتنه کړې.

هغه ازادي راډيو ته وويل:

"سوړ ژمی دی، ۱۱کسان فاميل لرم، کار نه‌شته، موږ دلته په ډېره بې‌وزلۍ کې يو، که چېرې موږ سره د سرپناه مرسته وشي چې ژمی په‌کې تېر کړو. اوس يوه کنډواله کې پراته يوو، ډېر يخ دی."

له پاکستانه اېستل شوي افغان کډوال ګڼوستونزو سره مخ دي
له پاکستانه اېستل شوي افغان کډوال ګڼوستونزو سره مخ دي

يو بل راستون شوی کډوال د کونړ ولایت اوسېدونکي فضل الرحمن ازادي راډيو ته وويل، د ژمي په راتلو ترې لار ورکه ده چې چېرته به له خپلو اولادونو سره شپه سبا کړي.

نوموړی زیاتوي:

"موږ دغلته راغلو، دا فورمې مو څوک نه ثبتوي دلته، بېګاه موږ داسې شپه کړې چې دوه نرۍ کمپلې راسره وې، په ناسته مو شپه تېره کړه، زموږ خواته هيڅوک نه راځي چې پوښتنه مو وکړي."

وموغوښتل د دغو بېرته راستنو شویو کډوالو ستونزې د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدنکو چارو وزارت له مسوولينو شریکې کړو، خو وياند يې عبدالمطلب حقاني د دې راپور تر خپرېدو پورې د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

خو وړاندې تر دې دغه وزارت پر خپلو ټولنيزو ادرسونو بېرته راستنېدونکو کډوالو سره د مرستو او اسانتياو برابرولو راپورونه خپاره کړي دي.

د خوړو د نړیوالو پروګرام په راپور کې راغلي چې دوی په روان ۲۰۲۳ کې د بوديجې د کمښت له امله دې ته اړ شو چې په افغانستان کې خپلې بېړنۍ مرستې لس ملیونو کسانو ته محدودې کړي او له هرو اړو پنځو کسانو څخه يې د يو ملاتړ وکړي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره په افغانستان کې بشري او اقتصادي ناورین تر پخوا لا زیات شوی
د طالبانو له بیا واکمنیدو سره په افغانستان کې بشري او اقتصادي ناورین تر پخوا لا زیات شوی

په راپور کې راغلي، ډبلیو‌اف‌پي په نومبر کې ۲لکه ۸۰زره کډوالو سره د خوراکي توکو ترڅنګ نغدي مرسته شوې.

د خوړو د نړیوالو پروګرام په راپور کې دا هم راغلي، دې ته په پام سره چې ۶ميليون څخه ډېر افغانان پر کور دننه بې‌ځايه شوي دي د کډوالو نړیوال سازمان ای او ام ویلي، کوم افغانان چې له پاکستان څخه راستنېږي له یو نامعلوم برخليک سره مخ دي.

خو دا یوازې له پاکستان څه راستانه شوي کډوال نه‌دي چې له دې ستونزې سره مخ دي، په دې ورستیو کې ایران هم د افغان کډوالو د رایستلو ته زور ورکړی دی او راستنو شویو ازادي راډیو سره په بېلابېلو راپورونو کې ویلي، بې‌کاري، بې‌کوري او ناسم اقتصادي وضعیت یې سخت ځوروي.

د طالبانو حکومت د رئیس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي دوه ورځې مخکې د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا سره په لیدنه کې د ژمي په درشل کې له پاکستان او ایرانه په زوره د کډوالو اېستل د ټولو نړيوالو او بشري قوانینو خلاف عمل وباله.

خو داسې ښکاري، چې د افغانستان دې دوو ګاونډیانو د طالبانو حکومت او هم نړیوالو غوښتنو ته پام نه‌دی کړی او د کډوالو د راېستلو لړۍ یې جاري ساتلې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG