د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۲

په خیمو کې مېشت د هرات یو شمېر زلزله ځپلي له ګڼو ستونزو شکایت کوي


د هرات زلزله ځپلي اوس هم په خیمو کې ژوند کوي.
د هرات زلزله ځپلي اوس هم په خیمو کې ژوند کوي.

په هرات ولایت کې له مرګونې زلزلې له شاوخوا څلویښتو ورځو له تېرېدو وروسته لا هم یو شمېر زلزله ځپلي په خیمو کې ژوند کوي او له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د افغانستان په لوېدیځ کې له مرګونې زلزلې چې مرکز یې د هرات ولایت وو، شاوخوا یوه میاشت او لس ورځې تېرېږي، خو لا تر اوسه هم یو شمېر زلزله ځپلي له ډېرو ستونزو سره په خیمو کې شپې ورځې تېروي.

دا زلزله ځپلي په داسې حال کې په خیمو کې شپې ورځې تېروي چې هوا مخ په سړېدو ده او له څو ورځو راهیسې په دې ولایت کې د بارانونو ورېدل هم پیل شوي.

د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ د نایب رفیع کلي اوسېدونکی بصیر احمد یو له هغو زلزله ځپلو څخه دی چې کور یې په بشپړ ډول ویجاړ شوی او د اوسېدو لپاره بل ځای هم نه‌لري.

هغه چې اوس په خیمه کې شپې ورځې تېروي، ازادي راډيو ته یې وویل: "په خیمه کې ژوند کول ډېر ستونزمن شوی، دوه ورځې کېږي باران ورېږي، خلک ډېر ځورېږي، موږ هم ډېر ځورېږو. یو بلوز او پطلون سره واړه او ماشومان په خیمه کې اوسېږو، ډېر ستونزمن دی."

د نایب رفیع کلي یو بل اوسېدونکی غلام علي وايي، د بارانونو له ورېدو وروسته په خیمه کې ژوند کول نور هم ستونزمن شوی دی.

هغه وویل: "پرون شپه هم باران و، وضعیت ډېر خراب دی. ژوند ډېر ستونزمن شوی دی. شاوخوا لس ورځې کېږي چې هېڅ مرسته هم نه ده شوې."

غلام علي زیاته کړه چې له دولت څخه یې غوښتنه دا ده چې له هرڅه مخکې دوی ته سرپناوې جوړې کړي.

د هرات د زلزلو له کبله د اوښتو زیانونو انځور. October 11, 2023
د هرات د زلزلو له کبله د اوښتو زیانونو انځور. October 11, 2023

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې د زلزله ځپلو ستونزو ته د رسېدو په اړه په هرات ولایت کې د طالبانو حکومت سیمه‌ییز چارواکي هم وپوښتني، خو د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریيس او د هرات له زلزله‌ ځپلو سره د مرستو د وېش کمېسيون وياند احمدالله متقي د دې راپور تر خپرېدو پورې زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.

مخکې بیا نوموړي ویلي وو چې له زلزله‌ځپلو سره لازمې مرستې شوې دي.

خو یو ټولنیز فعال او د هرات زلزله ځپلو سره مرسته کوونکی قدوس خطیبي چې وضعیت له نږدې څېړي، وايي، د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې چې تر ټولو زیات کورونه ویجاړ شوي وو، د کورونو جوړولو پروسه پیل شوې.

خطیبي وویل: "هغه کورونه چې د هرات محلي ادارې خلکو لپاره جوړول، یو شمېر کارونه یې ترسره شوي. موږ د دې شاهدان یو چې دوی کورونه جوړوي، خو لا تر اوسه خلکو ته نه دي سپارل شوي، خو هغه کسان چې پاتې دي دا مهال ښه وضعیت نه لري لا تر اوسه په خیمو کې دي."

دا په داسې حال کې دی چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا یا اوچا له زلزله ځپلیو سره د مرستې لپاره د خپلې بیاکتنې په طرحه کې د پنجشنبې په ورځ ویلي چې د هرات له ۲۷۵زره زلزله ځپلیو سره د مرستې لپاره ۱۷۳ میلیون امریکايي ډالرو ته اړتیا لري.

د اکټوبر په ۷مه د ریښتر په کچه ۶.۳ درجې مرګونې زلزلې د افغانستان په لوېديځ کې هرات کې پراخه مرګ ژوبله واړوله.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا ویلي چې په دې زلزلو کې شاوخوا ۱۵۰۰ کسان مړه او له ۲۰۰۰ څخه ډېر ټپیان شول.

دغه شان له ۴۸ زره ډېر کورونه زیانمن شوي چې له دې شمېر، ۱۰ زره یې په بشپړ ډول ړنګ شوي دي.

XS
SM
MD
LG