د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۹

هندي بېوزلو سره د رحمن الله ګربز مرسته له تاوده هرکلي سره مخ شوې


افغان کرکټ لوبغاړی، رحمن الله ګربز
افغان کرکټ لوبغاړی، رحمن الله ګربز

د هند د کلکتې ښار له یو شمېر بېوزلو خلکو سره د افغان کرکټر رحمن الله ګربز له مرستو ګڼو هندیانو او کرکټرانو هرکلی کړی دی.

په خواله رسنیو په یوه ویډیو کې ښکاري چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړی رحمن الله ګربز د شپې له خوا هغو بیوزلو سره نغدي مرستې کوي چې د سړکونو څنګ ته پراته دي.

د دغه ویډیو په اړه ګڼو هندي رسنیو راپورونه ورکړي او هندیانو د افغان لوبغاړي دا کار ډېر ستایلی دی.

د کرکټ د نړۍ یو شمېر مشهورو لوبغاړو له هغې ډلې د نیوزیلند هندي الاصله لوبغاړی راچن رویندرا د ګربز د کار د ستایلو تر څنګ ویلي چې افغان لوبغاړي د کرکټ ډګر دننه او بهر د خلکو زړونه ګټلي دي.

افغان لوبغاړو تر دې مخکې په افغانستان کې له بیوزلو سره پراخې مرستې کړي چې لویه بېلګه یې د هرات زلزله ځپلو ته د نغدي مرستو راټولول دي خو دا ښایي لومړی وار و بهر کې له ځینو بیوزلو سره مرستې کوي.

د کرکټ په نړیوال جام کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبغاړو سفر په څلورو بریاوو او پنځو ماتو پای ته ورسېد او افغان لوبغاړي یکشنبه کابل ته ورسېدل.

XS
SM
MD
LG