د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۱

په خیمو کې مېشت د هرات یو شمېر زلزله ځپلي له ګڼو ستونزو شکایت کوي


په هرات کې د زلزلو له کبله لا هم خلک په خیمو کې ژوند کوي.
په هرات کې د زلزلو له کبله لا هم خلک په خیمو کې ژوند کوي.

په هرات ولایت کې له مرګونې زلزلې د څه باندې یوې میاشتې له تېرېدو وروسته او د ژمې په رارسېدو سره لا هم یو شمېر زلزله ځپلي په خیمو کې ژوند کوي او له خپلو ستونزو شکایت کوي.

د افغانستان په لوېدیځ کې له مرګونې زلزلې چې مرکز یې د هرات ولایت و، څه باندې یوه میاشت تېرېږي، خو لا تراوسه هم یو شمېر زلزله ځپلي له ډېرو ستونزو سره په خیمو کې شپې، ورځې تېروي.

د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ د نایب رفیع کلي اوسېدونکی غلام علی یو له هغو زلزله ځپلو څخه دی چې کور یې په بشپړ ډول ویجاړ شوی او د تلو لپاره بل ځای هم نه لري.

غلام علي چې اوس په خیمه کې شپې ورځې تېروي، ازادي راډيو ته یې وویل: "زمونږ وضعیت ډېر خراب دی. زمونږ سیمه ډېره سړه ده، ناروغان مو په خیمه کې دي، خواړه سم نه رسېږي. زمونږ هر څه له منځه تللي، ماشومان مو د سړې هوا، دوړو او ککړې هوا له امله ټول ناروغان شوي دي."

یوه بله زلزله ځپلې منیژه، چې مور یې په دې مرګونې زلزله کې ډېره ژوبله شوې وه وايي، اوس له خپلې ناروغې مور سره په خیمه کې ژوند کوي.

دا هم وايي، د یخنۍ له امله ناروغه شوې ده.

هغې زیاته کړه: "موږ په ډېر بد وضعیت کې یو، د خیمې لاندې یو. خورا بد وضعیت لرو، زکام یو. مور مې هم خیمه کې ده، وضعیت یې ښه نه دی."

یو ټولنیز فعال او د هرات زلزله ځپلو سره مرسته کوونکی قدوس خطیبي وايي، هغو کورونو چې د زلزلې له امله درزونه کړي، د ورښتونو پر وړاندې مقاومت نه لري نو ځکه ډېری خلک نه شي کولای بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

خطیبي وايي: "له بده مرغه د هرات په ډېری سیمو کې کورونو درز کړی او جدي زیانونه یې لیدلي چې د خلکو اندېښنې یې ډېرې کړي دي.که بېرته کور ته ولاړ شي، داسې نه شي چې خدای مه کړه د زلزلې وروسته ټکانونو یا باران له امله چې احتمال لري وورېږي، د خاورو لاندې نه شي."

خو د هرات یو شمېر اوسېدونکي وايي، د سړې هوا له امله دې ته اړ شوي چې د کورونو د ړنګېدو د احتمال له وېرې سره سره خپلو درز شويو کورونو ته بېرته ستانه شي.

د هرات انجیل کې د زلزلې له کبله د اوښتو زیانونو انځور. October 11, 2023
د هرات انجیل کې د زلزلې له کبله د اوښتو زیانونو انځور. October 11, 2023

یو له دوی څخه بهار، ازادي راډيو ته وویل: "د سختو زلزلو له امله هېڅ کور جوړ نه دی پاتې. د سړې هوا له کبله ماشومان ناروغ شوي. شاید اوس هم کورونو ته زیان ورسېږي، خو خلک د دې له امله چې د زلزلې ټکانونه کم شوي او خلک نور نه شي کولای بهر ژوند وکړي نو ځکه خپلو کورونو ته بېرته ستانه شوي."

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې د زلزله خپلو ستنونزو ته د رسېدو په اړه په هرات ولایت کې د طالبانو حکومت سیمه‌ییز چارواکي هم وپوښتي، خو د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریيس او د هرات له زلزله‌ځپلو سره د مرستو د وېش کمېسيون وياند احمدالله متقي د دې راپور تر خپرېدو پورې زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.

مخکې بیا نوموړي ویلي وو چې له زلزله‌ځپلو سره لازمې مرستې شوې دي.

دا په داسې حال کې دی چې د خوړو نړیوال پروګرام یوځل بیا د دې زلزله ځپلو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې.

'ډبلیو ایف پي' د نومبر په ۹مه په خپله ایکسپاڼه د زلزله ځپلو ماشومانو د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي چې د سخت ژمي په رارسېدو سره دا کورنۍ د خپل ژوند د بیارغولو او له سختې یخنۍ سره د مبارزې لپاره د خوړو بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا تېره اوونۍ ویلي وو چې په هرات ولایت کې د وروستۍ زلزلې له زیانمنو سره د مرستې لپاره د غوښتل شویو پیسو یوازې ۲۶ سلنه یې ترلاسه کړي دي.

د اکټوبر په ۷مه د ریښتر په کچه ۶.۳ درجې مرګونې زلزلې او ورپسې د اکټوبر په لسمه او ۱۵مه دوه نورو قوي زلزلو او ټکانونو د افغانستان په لوېديځ کې هرات او ګاونډي ولایتونه یې ولړزول، خو په هرات کې چې د زلزلې مرکز و، ډېره وراني رامنځته کړه.

د اوچا د راپور له مخې په دې زلزلو کې شاوخوا ۱۵۰۰ کسان مړه او له ۲۰۰۰ څخه ډېر ټپیان شول.

دغه شان له ۴۸ زره ډېر کورونه زیانمن شوي چې له دې شمېر ۱۰ زره یې په بشپړ ډول ړنګ شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG