د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۰

یونیسف: هرات ته مو روغتیایي مرسته واستوله، خو کافي نه ده


هرات ته د یونیسف د استول شویو مرستو یوه برخه
هرات ته د یونیسف د استول شویو مرستو یوه برخه

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونېسف) وايي، په افغانستان کې د وروستیو زلزلو له امله ماشومان سخت زیانمن شوي دي.

یونېسف پرون پر خپله ايکس‌پاڼه ليکلي چې د دې ادارې ۸۰مټریک ټنه طبي مرسته د هرات د وروستۍ زلزلې له امله د زیانمنو شویو ماشومانو د درملنې په موخه کابل ته رسېدلې ده.

خو ياد سازمان دغه مرستې د وروستیو زلزلو له امله د زیانمنو شویو ماشومانو د وضعیت د هواري لپاره کافي نه بولي او د لا زیاتو مرستو غوښتنه کوي.

د هرات ولایت اوسېدونکې شکیلا چې د یوه پنځه کلنې ماشومې مور ده وايي، د هرات وروستيو زلزلو د ده پر لور منفي اغېز کړى دى.

شکيلا وايي چې لور يې له زلزلو وروسته روانې ستونزه پیدا کړې.

هغې ازادي راډیو ته وویل:

"زلزلې په لومړۍ ورځ ادامه درلوده، هغې تر سبا ماسپښین پورې څه ونه خوړل، په بښنې سره زړه یې بدیده، اوس‌ زما لور د شپې ډېر بد خوبونه ويني. ناڅاپه راپاڅیږي او وايي دا زما د پښو لاندې ځمکه ښوري، زه احساس کوم چې یو څوک غواړي ما له تا څخه بېله کړي."

مريم چې د هرات د زلزله ځپلو له ډلې څخه ده دا هم وايي، درې وريرونه، یې چې ماشومان دي، هم د هرات له وروستيو زلزلو وروسته په رواني او جسمي ناروغيو اخته شوي دي.

د مريم په وينا، ياد ماشومان د زلزلې له امله د خپل کور د نړېدو شاهدان وو.

د هرات د وروستیو زلزلو یو شمېر زیانمن ماشومان
د هرات د وروستیو زلزلو یو شمېر زیانمن ماشومان

نوموړې وايي:

"ستونزې، د بېلګې په ډول له ذهني پلوه هغه په ارام حالت کې نه‌دي، د هغه کوچنی ورور ناست وي، هغه چیغې کړي او ژاړي، تر هغه چې يو ځان ښوروي بل ځان بهر غورځوي. دوی ته دا ډول رواني او جسمي ستونزې پيدا شوي. دغه شان ماشومان يخ وهلي دي، شرايط داسې نه‌دي چې دوی ډاکټر ته ولاړ شي."

هرات ولایت د روان کال د اکټوبر له اوومې راهیسې د څلورو سختو زلزلو او تر زلزلو ورسته ټکانونو شاهد دی.

له دې زلزلزو څخه د اکتوبر د اوومې نېټې زلزله مرګونې وه.

د هرات ولایت د زنده‌جان ولسوالۍ اوسېدونکی ۱۱ کلن جهان‌شېر د دغې زلزلې له امله د خپلې کورنۍ ۶ غړي له لاسه ورکړي.

هغه د زلزلې د جريان په اړه د خپلو سترګو ليدلی حال داسې بيانوي:

"زه په دوړه کې پسونو پسې روان وم، کوڅې ته راغلم، دېوال ونړېد، یوې وړې خور له خځلو ځان را ایستلی و، هیڅوک هم پاتې نه وو، پلار، مور، درې وروڼه او یوه خور مې مړه شول."

دغو زلزلو د ځاني زیانونو سربېره ډېر مالي زیانونه هم اړولي دي.

که څه هم په وروستیو دوو ورځو کې یو شمېر خلک بېرته خپلو کورونو ته ستانه شوي، خو د ګڼو کورونو نړېدل او ورته زیان اوښتل د دې لامل شوي چې ډېری کورنۍ بېرته خپلو کورونو ته ستنې نه‌شي او له خپلو ماشومانو سره بهر سړې شپې تېروي.

موږ د طالبانو له ځايي حکومت څخه په هرات کې د وروستیو زلزلو له امله د اوښتو زیانونو، په دې زلزله کې د زیانمن شویو ماشومانو د شمېر او د هغوی د ساتنې لپاره د اړتیا وړ مرستو د اندازې په اړه وپوښتل، خو د هرات لپاره د طالبانو د اطلاعات او کلتور رئيس او زلزله ځپلو ته د رسېدنې کمېسون وياند احمدالله متقي په‌دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (يو‌ان‌ډي‌پي) ویلي وو چې د هرات د زلزلې ۹۰ سلنه قربانیان ښځې او ماشومان دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG