د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۱

د هرات د زلزلو یو شمېر ټپیان: روغتونونه مو له درملنې مخکې رخصتوي


د هرات یو زلزله ځپلی ټپي - ارشیف
د هرات یو زلزله ځپلی ټپي - ارشیف

په هرات کې د وروستیو زلزلو یو شمېر زیانمن شوي کسان وايي، که څه هم دوی اوس هم طبي پاملرنې ته اړتیا لري، خو د اسانتیاو د نشتوالي له امله د هرات له حوزوي روغتون څخه رخصت شوي دي.

زرمینه چې د څلورو ماشومانو مور او د هرات د کرني د کلي اوسېدونکې ده، یوه له دغو ټپیانو څخه ده.

هغه چې په لومړۍ زلزله کې يې خپل يوولس کلن زوى له لاسه ورکړى او خپله يې هم سخت زيان ليدلی، له ازادي راډيو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې که څه هم ملا يې ماته شوې، خو په روغتون کې بستري نه‌شوه.

نوموړې وایي:

"زما ملا او د خاصرې لګن مې مات شوی، موږ په لومړۍ ورځ دولس بجې روغتون ته لاړو، تر پنځو بجو پورې په روغتون کې وو، بیا یې راوویستلو، همدې د هرات جوزوي روغتون ته ولاړو،ویل یې چې ملا مو ماته شوې ده، کور ته لاړ شئ ارام وکړئ، دلته هیڅ اسانتیاوې نه‌شته، ځای هم نه و چې بستر شوي وای، روغتون ډک و."

دغه راز د هرات د نايب رفيع کلي اوسېدونکي غلام علي هم ازادي راډيو ته وويل چې د ده درې تنه خپلوان چې له ده سره په يوه خېمه کې اوسېږي، ملا، غاړه، لاسونه او پښې يې مات شوي دي، له روغتون څخه رخصت شوي دي، خو اوس هره ورځ له سخت درد شکايت کوي.

روغتیایي کارکوونکي له زلزله ځپلو سره د مرستې پر مهال - ارشیف
روغتیایي کارکوونکي له زلزله ځپلو سره د مرستې پر مهال - ارشیف

هغه وايي:

"زما ناروغان چې ملا، لاسونه، پښې او غاړه يې مات شوي، له روغتونه ايستل کېږي، هېڅ دليل نه‌شته چې په يوه لوی دولتي روغتون کې ځای نه وي، دا له ماښام تر سهاره او له سهاره تر ماښامه د ملا له درده شکايت کوي. غاړه، لاسونه او پښې يې درد کوي او چیغې وهي. موږ نه چپرکټ لرو او نه هم د خوب تخت لرو چې دا پرې واچوو."

خو د هرات د حوزوي روغتون سرطبيب ډاکټر عارف جلالي بيا دغه ادعاوې ردوي او وايي، په هيڅ حالت کې به زلزله‌ځپلي له بشپړې درملنې پرته له روغتونه رخصت نه‌شي.

نوموړي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل، چې د لومړۍ زلزلې درې ټپيان اوس هم د هرات په حوزوي روغتون کې بستري دي، نږدې شل تنه يې د کابل روغتونونو ته لېږدول شوي او یو شمیر یې د متحده عربي اماراتو له‌خوا په جوړ شوي روغتیايي کمپ کې عملیات او درملنه يې شوې ده.

ډاکټر جلالي وایي:

"دا ادعا سمه نه ده، تر هغه وخت چې زموږ ناروغ جوړ شوی نه وي او په بشپړه توګه د رخصتۍ لپاره چمتو نه وي، موږ به په هیڅ ډول ناروغ په ځانګړي ډول له زلزلې اغېزمن شوي نارغان نه رخصتوو. موږ په بېړني وضعيت کې يو. په روغتون لپاره چمتووالی نيسو که بل څه پېښ شي او هر ځای بسترونه پوره وي، زموږ بسترونه باید خالي وي، کله چې ناروغ جوړ شي، موږ د مېلمنو کوربه‌توب نه‌شو کولی."

د هرات زلزلو سلګونه کسان مړه کړي او ټپیان کړي
د هرات زلزلو سلګونه کسان مړه کړي او ټپیان کړي

په هرات کې لومړۍ وژونکې زلزله شاوخوا درې اونۍ وړاندې د اکټوبر په اوومه په هرات کې رامنځته شوه او وروسته يې ډېر ټکنانونه هم لرل.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر "اوچا" د راپور له‌مخې، په دغو زلزلو کې تر ۱۵۰۰ ډېر کسان مړه شوي او تر دوه زره ډېر ټپیان شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان هم ویلي چې په هرات کې د وروستیو زلزلو ډېری قربانیان ښځې او ماشومان دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG