د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۲

د هرات زلزله ځپلي د امکاناتو د نشتوالي او د بلې زلزلې له وېرې لا هم خیمو کې ژوند کوي


د هرات د زلزله ځپلو خیمې
د هرات د زلزله ځپلو خیمې

په هرات ولایت کې له ویجاړونکې زلزلې درې اوونۍ وروسته او د ژمې په رارسېدو سره ګڼ شمېر کورنۍ لا هم په خیمو کې د ژوند سختې شپې او ورځې تېروي.

د هرات له زلزلزې درې اوونۍ وروسته لا هم خیمې ولاړې او خلک خپلو کورونو ته د تګ لپاره زړه نه ښه کوي.

دوی پرله پسې زلزلزو او له زلزلزو ورسته ټکانونو دومره وېرولي چې د مني سړو شپو ته هم نه ګوري.

دوی وايي، خلک بې وزله دي، مرستې او امکانات نه شته او که وضعیت ته په وخت رسېدنه ونه شي، په ټکو یې یو بله ناورین به رامنځته کړي.

یوې زلزله ځپلې سوریا وايي، دوی د ورځې خپل کورونو کې وي او د شپې د زلزلې له وېرې بېرته خیمو ته ستنېږي او په یخه هوا کې یې سبا کوي.

هغه وايي: "شرایط ډېر خراب دي، هره دقیقه خلک په وېره کې دي، ان که یو موټر تېر شي او ټکان ورکړي دوی د تېښتې فکر کوي چې زلزله شوې. له زلزلې وروسته ټکانونه اوس هم شته. دلته هیچا سره مرسته نه ده شوې. شرایط همداسې دوام لري او ځمکه هېڅ قرار نه لري او موږ ټول په وېره کې یو چې څه به وشي."

د هرات په انجیل کې د زلزلې له کبله زرګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته او درانه زیانونه یې واړول. October 11, 2023
د هرات په انجیل کې د زلزلې له کبله زرګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته او درانه زیانونه یې واړول. October 11, 2023

د اکټوبر په ۷مه د ریښتر په کچه ۶.۳ درجې مرګونې زلزلې او ورپسې د اکټوبر په لسمه او ۱۵مه دوه نورو قوي زلزلو او ټکانونو د افغانستان په لوېديځ کې هرات او ګاونډ ولایتونه یې ولړزول، خو په هرات کې چې د زلزلې مرکز و، ډېره وراني رامنځته کړه.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا د راپورونو له مخې په دې زلزلو کې تر ٢١٥٠٠ څخه زیات کورونه چې ډېری یې د هرات په انجيل او زنده جان ولسوالیو کې دي په بشپړ ډول ویجاړ شوي یا سخت زیانمن شوي دي.

یو بل زلزله ځپلی محمد تمیم سلطاني وايي، هغه کورونه چې درزونه یې کړي ان پرته له زلزلې یې هم د ویجاړېدو احتمال شته نو له همدې امله خلک نه شي کولای بېرته خپل کورونو ته ولاړ شي.

نوموړي د دولت له‌خوا د کورونو د سروې په هکله ازادي راډيو ته وویل: "د هرات د ښاروالۍ ریاست له‌خوا په یو شمېر سیمو کې کورونه سروې شوي، خو یو شمېر سیمو کې نه دې سروې شوي یا دولت بودیجه نه لري او یا نه شي کولای کورونه سروې کړي.۲۰ سلنه کورونه سروې شوي، هغه هم یواځې سروې شوي کومه رسېدنه ورته نه ده شوې او ۷۰، ۸۰ سلنه نه دي سروې شوي او د ړنګېدو احتمال یې شته له همدې امله نه کېږي چې په کې ژوند وشي."

یو ټولنیز فعال او د هرات زلزله ځپلو سره مرسته کوونکی قدوس خطیبي وايي، د ژمي په رارسېدو سره هرات ولایت یوه بله فاجعه ګواښوي.

نوموړی زلزله ځپلو ته د بېړنیو مرستو د رسولو غوښتنه کوي.

خطیبي وویل: "زموږ وېره دا ده چې له زلزلې وروسته فاجعه به د زلزلې له فاجعې څخه لویه وي. یعنې ژمی راروان دی، هغه فقر چې په ټولنه کې موجود دی او هغه کورونو چې زیانمن شوي دي، دا به ډېر ژر موږ د بشري ناورین په یوه ګډوډ حالت کې راولي چې له بده مرغه د دې ناورین د مخنیوي لپاره به هېڅ ونه شو کولای مګر دا چې نړیواله ټولنه، اوسنی حکومت او مرستندویه او خیریه موسسې راشي او د دې ناورین د مخنیوي لپاره کار وکړي."

په هرات کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او زلزله ځپلو ته د رسېدو کمېسیون ویاند احمد الله متقي د دې راپور تر خپرېدو زلزله ځپلو ته بېړنیو مرستو د اړتیا او دا چې د اغېزمنو شویو کورونو د سروې کار ولې پڅ روان دی، د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا هم د اکټوبر په ۲۰مه د هرات زلزله ځپلو ته د ځوابي بشري مرستو په اړه په خپل راپور کې ويلي وو چې د ژمي په رارسېدو او د تودوخې درجې له راټيټېدو سره د هرات ولایت زلزله ځپلي د کورونو او سرپناوو د بیارغونې لپاره بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یاد راپور کې زیاته کړې وه چې په دې زلزلو کې ۱۵۴ زره خلک اغېزمن شوي، خو اوچا ویلي، له دې ډلې څخه تر ټولو اغېزمن شويو ۱۱۴ زره کسانو ته د مرستو رسولو په برخه کې لومړیتوب ورکوي.

د یادونې ده چې د اکټوبر په ۷مه د افغانستان په لوېدیځ کې په مرګونې زلزله کې شاوخوا ۱۳۸۴ تنه مړه، ۱۸۵۳ تنه ټپیان او په زرګونه نور بې ځایه شول.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG