افغانستان
اوچا: اسټرالیا د هرات زلزله ځپلو ته د یو میلیون ډالرو نوره مرسته برابروي
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره اوچا وایي، اسټرالیا د هرات زلزله ځپلو ته د یو میلیون استرالیایي ډالرو نوره مرسته برابروي.
دغې ادارې پرون پر خپله ایکس شبکې د استرالیا له دغې مرستې هرکلی کړی دی.
اوچا وړاندې ویلي، اسټرالیا له ۲۰۱۴ کال راهیسې د افغانستان د بشرپالنې له صندوق سره ۷۰ میلیونه اسټرالیایي ډالره مرسته کړې ده.
هرات په دې وروستیو کې د څو زلزلو شاهد و چې د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې شاوخوا ۱۵ سوه کسان په کې مړه او دوه زره نور ټپيان شول.
اوچا وایي، دغو زلزلو په څو ولسوالیو کې څه باندې ۶۶ زره کسان متاثره کړي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ایټالیا د بدیل معیشت د یوې پروژې دوام ته یو ملیون یورواختصاص کړل
ایټالیا د بدیل معیشت د یوې پروژې دوام ته یو ملیون یورواختصاص کړي چې افغان اړمن ځوانان او ښځې د وړوکسبونو له لارې مشروع عاید ترلاسه کړي.
د مخدرو موادو او جرمونو په وړاندې د ملګرو ملتونو دفتر،(UNODC) نن سه شنبې خپله ایکسپاڼه کې ولیکل چې د ایټالیا دغه مرسته د مشروع عاید دترلاسه کولو د فرصتونو د زیاتولو له لارې د ښځو او ځوانانو د سوکالۍ لپاره لګول کیږي.
اعلامیه زیاتوي چې د بدیل معیشت ددغې پروژې دوهمه مرحله د یو ملیون یورو په لګښت په هرات او ننګرهار ولایتونو کې پلې کیږي او زیات تمرکز به یې د زعفرانو او ګلابو د کښت په پراختیا وي.
په پام کې ده چې له دغه پروګرام څخه اوه زره کورنۍ ګټه واخلي.
اعلامیه زیاتوي چې ددغې پروژې لومړۍ مرحله چې د ۲۰۲۴ کال په دیسمبر کې پیل شوې ،۱۵۰۰ اړمنو کورنیو ته یې ګټه رسیدلې ده.
پاکستان وايي افغان ټرانزیت تجارتي مالونه چې د کراچۍ او ګوادر بندرونو کې بند پاته دي کیدای شي بیرته صادر شي
د پاکستان د تجارت وزارت اعلان وکړ چې هغه افغان ټرانزیت تجارتي مالونه چې د کراچۍ او ګوادر بندرونو او نورو سرحدي لارو کې بند پاته دي کیدای شي د صادروونکو په غوښتنه له هر بندر بیرته صادرشي.
د تجارت وزارت دا پریکړه وروسته لدې وکړه چې د فدرالي عوایدو ادارې په دې برخه کې ځانګړې استثناء ومنله.
افغان سوداګرو مخکې ویلي وو چې د ملیارډو ډالرو په ارزښت ددوی زرګونه کانتینر مال یواځې د کراچی بندر کې بند پاته دی.
افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان د تجارت وزارت دنوې پریکړې په هکله تراوسه څه نه دي ویلي خو دافغانستان او پاکستان ترمینځ ټولې تجارتي لارې تقریبا درې میاشتې کیږي چې تړل شوي دي اوددواړو هیوادونو ترمینځ سوداګري په ټپه ولاړه ده.
په تیرې اکتوبر میاشت کې د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې د طالبانو او پاکستانيو ځواکونو ترمينځ تر نښتو وروسته د پاکستان حکومت له افغانستان سره خپلې ټولې لارې وتړلې.
د طالبانو حکومت هم په غبرګون کې اعلان وکړ چې له پاکستان سره به تجارتي لارې تر هغه وروسته خلاصېږي چې اسلام اباد دا تضمین ورکړي چې په هېڅ ډول حالاتو او شرایطو کې به بیا لارې نه بندوي.
د حج لپاره نوملیکنه د مرغومي له ۲۴مې پيل او د سلواغې تر ۴مې دوام کوي
د طالبانو د حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، سبا چهارشنبه ( د جدي ۲۴مه) د ۱۴۰۵ کال د حج لپاره نوم لیکنه پيلوي او د دلوې تر ۴مې به دوام ولري.
دغه وزارت پرون دوشنبه یوه خبرپاڼه کې له هغو کسانو چې پخوا یې فرضي حج کړی غوښتنه کړې چې له بیا نوم لیکنې ډډه وکړي څو نورو کسانو ته زمینه برابره شي.
خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې راتلونکي حج لپاره به څه شمېر افغان زیارت کوونکي سعودي عربستان ته ځي.
د حج په تېرو مراسمو کې ۳۰ زره افغانانو ګډون درلود.
په کندوز کې د طالبانو امنیه قومندانۍ د خبرېالې ناظرې رشیدي نیول تایید کړي
دغې قومندانۍ د دوشنبې په ورځ ( د جدي ۲۲مه) یوه خبرپاڼه کې وویل چې میرمن رشیدي له څلورو نورو ښځو سره د " یوې جنایي پیښې" په تړاو نیول شوي دي.
وړاندې راغلي چې د نوموړې نیول کېدا د هغې له رسنیز کار سره کوم تړاو نه لري.
پرناظرې او څلورو نورو میرمنو د لګول شویو تورونو په اړه تراوسه جزییات نشته.
تر دې وړاندې د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان ویلي و چې طالبانو ناظره رشیدي د تیرې سې شنبې په ورځ نیولې او نامعلوم ځای ته یې لېږدولې ده.
د ناظرې خور هاجرې د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې هغه د کندوز د استخباراتو په زندان کې ده او لاس او پښې یې تړل شوي دي.
د محمد نبي او حسن کرکټي جوړه؛ لومړنی پلار او زوی دی چې ګډ لوبیږي
افغان کرکټران محمد نبي او حسن عیسی خېل لومړنی پلار او زوی شول چې د کرکټ په یوه نړیوال تجارتي لیګ کې ولوبېدل.
محمد نبي وویل چې خپل زوی حسن یې د داسې لوبو لپاره چمتو کړی او خوښ دی چې ښه ولوبېد.
نبي وویل هیله من دی چې حسن وکولای شي د افغانستان په ملي ټیم کې هم ځای ورکړل شي.
حسن عیسی خېل هم وویل چې دا د دوی دواړو هیله وه چې سره ګډ ولوبیږي.
محمد نبي او د هغه زوی حسن د بنګله دیش غوره لیګ د نووا ایکسپریس ټیم په ګټه لوبیږي.
په پرونۍ لوبه کې محمد نبي او حسن په هغه وخت کې چې سره ګډ لوبېدل وتوانېدل په ۳۰ بالونو د خپل ټیم په ګټه ۵۳ منډې جوړې کړي.
محمد نبي وختي اوټ شو خو حسن چې لا هم لوبه کوله وتوانېد په ۶۰ بالونو ۹۲ منډې وکړي او د لوبې غوره لوبغاړی شي.
د هند په ګجرات کې یو افغان محصل په خپل کور کې مړ موند شول
هندي رسنیو یکشنبه ناوخته راپور ورکړی چې دغه ۳۴ کلن افغان تبعه بین الله ضیا نومېده او د مهاراجا سارایجارو یا MSپه نوم د یوه پوهنتون د دکتورا دورې محصل وو.
دی له دوو کلونو راهیسې په فتیح ګنج سیمه کې په یوه کرايي کور کې اوسېده.
پولیسو ویلي ښايي دغه افغان ځانوژنه کړې وي خو دوی یې جسد د لا زیاتو څېړنو لپاره عدلي طب ته استولی.
پولیسو زیاته کړې چې د دغه کس مبایل هم څاري څو د پېښې اړوند ځینې معلومات پیدا کړي.
د څېړنو له مخې د نړیوالو محصلینو تر منځ د ځانوژنې پېښې بې مخینې نه دي ځکه اکثر یې له کورنیو لرې په بهرنیو هېوادونو کې له رواني او اقتصادي فشار او د زده کړو له ډېر بوجه ځوریږي.
د افغانستان د کریکټ U19 لوبډلې استرالیا ته ماته ورکړه
د افغانستان د کریکټ تر ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې په یوه دوستانه او تمریني لوبه کې استرالیا ته ماته ورکړه.
استرالیایي لوبغاړو په نامیبیا کې پرونۍ لوبه کې افغان لوبډلې ته د ۱۶۸ منډې هدف ورکړ، خو افغان ځوانانو لوبه په ۶ ویکټو او ۷۴ بالونو وګټله.
دا تمریني لوبې د ۱۹ کلونو د نړیوال جام په ترڅ کې ترسره کیږي.
تر دغه جام مخکې به افغان لوبډله بله تمریني لوبه د چهارشنبې په ورځ له سریلانکا سره وکړي.
تر۱۹ کلنو د کم عمره کریکټ نړیوال جام د جنورۍ په ۱۵مه پيلیږي چې لوبې یې په زیمبابوې او نامیبیا کې ترسره کیږي.
د طالبانو د حکومت دلوړو تحصیلاتو وزیر عمان ته سفر وکړ
د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم د یوه پلاوي په مشرۍ پرون یکشنبه عمان ته ولاړ.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ښاغلی ندیم به د عمان له چارواکو سره د لوړو زده کړو په برخه کې د همکاریو پر پراختیا او د علمي تجربو پر تبادلې خبرې وکړي.
تر دې سفر څو ورځې مخکې د طالبانو د حکومت او عمان د بهرنیو چارو وزیرانو د همکاریو د پراختیا په موخه ټیلفوني خبرې هم سره کړې وې.
امیرخان متقي په هغو خبرو کې خپل عماني سیال بدر بن حمد البوسعیدي ته د کابل د سفر بلنه هم ورکړه.
عمان هغه اسلامي هېواد دی چې نجونې په کې د تحصیل تر څنګ د کار او رایې حق لري، خو د طالبانو حکومت واک ته له رسیدو وروسته نجونې او ښځې د تحصیل او کار له حقه تر ډیره محرومې کړې دي.
له افغان کرکټر رحمن الله ګربز څخه د بنګله دیش د کرکټ د فساد ضد کمېټې تحقیقات
د افغانستان له پيژندل شوي کرکټر رحمن الله ګربز څخه د بنګله دیش د کرکټ د فساد ضد کمېټې تحقیقات کړي.
ګربز دمګړۍ د بنګله دیش د کرکټ په غوره لیګ بي پي ایل کې له ډاکه کپټالز سره لوبیږي.
د دغه ټیم اجرايي رییس عتیق فهد رسنیو ته ویلي چې د فساد ضد کمېټې غړي د شنبې په شپه له اجازې پرته په هوټل کې د رحمن الله ګربز خونې ته ورننوتي او له هغه یې تحقیقات کړي او مبایل یې ترې ضبط کړی.
فهد ویلي له یوه لوی او پيژندل شوي نړیوال لوبغاړي سره دا چلند ناسم دی او باید په دې اړه د بنګله دیش کرکټ لازم سپیناوی ورکړي.
لا معلومه نه ده چې د بنګله دیش د کرکټ د فساد ضد کمېټې غړو ولې د رحمن الله ګربز په اړه اقدام کړی.
خو د بنګله دیش د غوره لیګ د مشرتابه پلاوي غړي افتخار رحمن میټو بیا ادعا کړې چې د فساد ضد کمېټې غړو له ګربز سره کوم ناسم چلند یا ناقانونه کار نه دی کړی.
په بغلان کې سږ کال ۱۱۵ تنه په ترافیکي پېښو کې مړه شوي
په بغلان ولایت کې طالب چارواکي وايي چې په روان لمریز کال کې په دغه ولایت کې په ترافیکي پېښو کې ۱۱۵ تنه مړه شوي دي.
په بغلان کې د طالبانو د ترافیکو مدیر قاري نذیرالله عابدي پرون (شنبې) دولتي خبري اژانس باختر ته ویلي چې د سږ کال له حمل میاشتې له پیله تر اوسه په دغه ولایت کې د ترافیکي پېښو له امله ۱۱۵ کسان مړه شوي او ۶۸۴ نور، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، ټپیان شوي دي.
نوموړي د موټرچلوونکو بېاحتیاطي، د سړکونو خرابوالی او تنګوالی، او د ترافیکي قوانینو نه مراعتول د دغو پېښو عوامل بللي دي.